اکتوبر 27, 2020

د میزان تر۶مي وړاندي کیسې…!!

د میزان تر۶مي وړاندي کیسې…!!

موسی فرهاد:

د مجاهدینو د انقلاب بریا ته افغان ولس ډېر خوشحاله وو، تر دې وړاندي چې د شوروی یرغلګرو او د هغوی د لاسپوڅو لخوا پر ولس څومر مظالم تېر شوي وو؛ کیسې یې آساطیرالأولین غوندي ښکاري. له همدې ځایه وه چې ملت په مجاهدینو پوري خپل زړه تړلی و.
مګر متاسفانه چې مجاهدین په خپل امتحان کې سخت ناکام راوختل، هغه په دې چې ریښتیني وطن دوست او دین دوست مجاهدین ونه توانیدل ترڅو شریر، پردیپال، د قدرت او مال وږي عناصر چې د مجاهدینو په لباس کې وو؛ کابو کړای شي، همدا وجه وه چې اصلي مجاهدین شا ته او مفسد عناصر را میدان ته شول.
د سره شوروي له اشغال څخه د آزادۍ تاریخي فتح او د افغانانو ارمانونه یې نه یوازي داچې په اوبو لاهو کړل؛ بلکي ولس یې د آنارشیزم په بدترین عذاب کې مبتلا کړ.
پر کابل د تنظیمي لنډغرو، کمونیستي بقایاوو، ګیلم جمي او رقص مرده ملیشو خونړی راج یو ناڅاپه داسي حاکم شو چې د کابل ولس لکه د وږي لیوه خولې ته چې برابر شوی وي، هره شیبه یې د مرګوني ځنکندن غوندي تیریدله.
د مجاهدینو په لاس د کابل د فتحې کیسې ډېری خلک کوي، شهرت ننګیال چې د هغه مهال ډېر داستانونه یې په غیرمرتب ډول په خپل یو کتاب کې را غونډ کړي؛ څو پراګرافونه یې دلته د بیلګې په توګه د دې لپاره راوړو چې د نوي نسل ځوانان نور واقعي حالات ورڅخه اټکل کړای شي.
ننګیال، (د تاریخ پور) تر سرلیک لاندي یوځای لیکي: … کابل د قیامت ننداره وړاندي کوي، قاتلان، مجرمان، جنګي بدغوني او د جهاد له نوم نه ګټه اخیستونکي بدماشان د مرګ په ویش بوخت او د لوټ تالان په مسابقه لګیا دي. د خلکو پر ژوند، مال او برخلیک یې قبضه ټینګه ده، جګړه مارو د خپل هیواد او خلکو پرضد جګړه غځولې، د تاریخ پر وړاندي یې وسله پورته کړې، د تاریخ د دښمنۍ پور یې پر غاړه دی. د ملي موزیم آثار د لوټ او تالان کومي ته لویدلي.
د افغانستان د لرغونو آثارو پیر و پلور او قاچاق یو ځانګړی نامشروع اقتصاد رامنځ ته کړ، د پیښور د مالګو منډۍ مارکیټ د افغاني لرغونو آثارو تجارت په ټوله نړۍ کې مشهور کړ. لنډه دا چې کابل د سیاسي اقتدار د وزلوبي خونړی ډګر ګرځیدلی، د مجددي، رباني، مسعود، حکمتیار، دوستم، سیاف، مزاري ترمنځ د اقتدار په لوبغالي کې درز او غپ روان دی.
په کابل کې هر ببر سری او وسلوال ګلم جم دی، د اسلامي دولت هر یړیڅی او امنیتي مسئول د لوټ او تالان په څار کې دی. ډېر ځله چې د راکټونو د ډزو په لږه وقفه کې یو سر وهلی، بر وهلی کابلی د یوې ګولې مړۍ پیدا کولو په خاطر له کوره ووځي، پر اوږه به یې چا لاس ور کیښود، د کلاشینکوف میل به یې ډډي ته ونیول شو، د سترګو په رپ کې به یې هغه د یوې مړۍ ټوله متاع تري لوټ کړه.
بل ځای لیکي: زه او څو ملګرو مو ارګ ته د تللو سلا وکړه، کله چې ارګ ته نژدې شو، په لاره کې مو بل رنګه څیرې او کیسې ولیدي، د ارګ ساتونکي ډلي ډلي پنډ وو، عجیبه ردي بدلي دریشۍ به یې اغوستې وي، د چا به د اوسپنۍ خولۍ پرسر وه او چا به لوی ببر سر و، چا به پکول او چا به له سره یوه ریښکۍ تاو کړې وه، له هیبته یې د انسان غوني زیږه کیدلو.
لږ مخکي چې ولاړو د ارګ بڼه سپیره الوتې، د ننه د سړک دواړو خواو ته د خښتو ټوټې، وچ خس او خاشاک او د کاغذونو ټوکړې، پلاستیکي کڅوړې پرتي دي چې باد یې یوه او بله خوا الوزوي.
د ارګ ښه دننه چې ورغلو زیات بیروبار دی، خو بیروبار د مراجعینو نه بلکي ټول غوبل وسلوالو ساتونکو جوړ کړی و، چې ټول په یوه خوله نه وو، هر یوه ځان ته مخابره او وسله درلوده ، هر یو به پرخپل سر لګیا وو.
له مشرانو سره د ملاقات چانس ناشونی وو، بیرته را ووتلو… بیا لیکي: د پلخشتې جومات خواکې ګلم جمې وسلوالو را وګرځولو، له پوښتني ګرویږني پرته یې ټانګ ته په زور او کونداغونو وهلو وخیژولو، د مرنجان غونډۍ په یوه زیرخانه یې ننه ایستلو، چې د ژوند کولو هیڅ ګنجایش پکي نه وو.
هره شیبه یې د مرګ ګواښ و، بالآخره یې له هغه ځایه په وهلو ټکولو را وایستلو، بل ځای ېې څلور نفره کتار ودرولو، پرتندي یې ټوپکونه را ونیول، وای که ژوند غواړي پنځوس زره ډالر را وباسه، مال یو ډالر هم نشته، ډز شو پر ښي مټ یې وویشتلم ، بل ډز سره په حال کې نه یم راغلی….
لیکوال بل ځای لیکي: د جنګ جګړو داسي حالت دی لکه پرښار چې یوه ټکه را پریوتي وي، هر خوا د راکټو ډزي دي، مرمۍ اوري، مړي او زخمیان له شمېره وتلي دي، د سره صلیب د شمېري له مخي په یوه ورځ کې ېې اته سوه تنه زخمیان یوازي دوی روغتون ته رسولي، او نور چې څومره دي، هیڅ درک یې نه لګیږي.
ننګیال، وایی، په کابل کې چې دجنګ له وجي رسنۍ نشته نو خلک د شبنامو په څیر پردیوالونو له لیکنو، اشعارو او نورو خبرو سره د خپل زړه بړاس کاږي، چې ځیني یې داسي لیکل شوي وو:
ای رهبران! ای رهزنان آه من و جان شما = ای خاینان فتنه جو خونم بدامان شما
من ملت وا مانده ام افتاده ام دربند تان = خونین بود اعضای من ازجنګ و پیمان شما
بل ځای لیکل شوي: کابل برباد کابل = دشمن ناشاد کابل = رهزنان خودفروخته = میکند بیداد کابل.
په کتاب کې را غونډي شوي عجایبي بیخي ډيري دي، دلته یې د راوړلو ګنجایش نشته، پورتنۍ هغه یې فقط څو ټکي دي.
لنډه دا چې د میزان د شپږمي نیټې ور ها خوا د کابل د مرګ، درد او زخم کیسې ډېري زیاتي او ډېري دردوونکې دي، چې متاسفانه او بیا هم متاسفانه د مجاهدینو د فتح او بریا په نتیجه کې رامنځ ته شوي، او دا فقط د هغو لنډغرو، جګړه مارانو چې ځانونه یې مجاهدین بلل، خو په حقیقت کې نوري بلاوي وي؛ له لاسه یې دا هرڅه تباهي او د ریښتیني جهاد بدنامي وشوه.
همغه خلک چې د کابل او هیواد د تباهي مرتکبین شول؛ څنګه چې خدای تعالی مخکي هم شرمنده کړل او وروسته یې بیا دا رسوايي هم په برخه شوه چې د امریکا په مشرۍ د ناټو د یرغلګري کفري ټلوالي مقدمة الجیش هم له دوی جوړه شوه، دین او وطن یې د ډالر او نیمګړې واک په بدل کې وپلورل، د خپل ولس پرضد یې د امریکایی یرغلګرو ټوپک پر اوږه کیښود او پوره شل کاله یې دغه ستر جنایت او خیانت ته ادامه ورکړه او لا ورکي نښتي دي. سره له دې چې ځانونه ورته مهذب، وطنپرست، مسلمانان ښکاري…!؟!

و الی الله المشتکی وبه المستعان

پای ………!

موسی فرهاد ۲۰۲۰ / ۹ /۲۷

Related posts