اکتوبر 19, 2020

ننګرهار کې ۳ عسکر له مجاهدینو سره یو ځای شول

د ننګرهار ولایت، خوګیاڼو ولسوالۍ کې د نور ولي ولد حاجي حسن خان په نوم د فتي خرګي د کلي یو تن اوسیدونکی عسکر او  سره رود ولسوالۍ کې د یونس ولد عبدالرحمن او محمدنظیر ولد محمد حسن په نومونو د ګزک کلي ۲ تنه اوسیدونکي  د دعوت او ارشاد په کوشش او د سیمې د مجاهدینو په همکارۍ له مزدوري ادارې څخه را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شو، چې د مجاهدینو لخوا یې هرکلی وشو.

دوی په تېرو اعمالو د پښیمانتیا ترڅنګ له مجاهدینو سره د همکارۍ او مزدوري ادارې ته د بیا نه ورتلو کلکه ژمنه کړې ده.

2020/9/27

Related posts