اکتوبر 27, 2020

بادغیس : جوندکې د۲ قومونو ترمنځ صلح وشوه اوبدۍ ته یې دپای ټکی کېښودل شو

دبادغیس ولایت دجوند ولسوالۍ اړوند د کوریج په سیمه کې د ۲ قومونو( محمدخیلو او عباسیانو ) ترمابین چې له ډېره وخته یې ترمابین بدي وه اویو له بله یې ۳ مړي هم سره کړي ؤ دعلماء کرامو ، قومي مخوراو مجاهدینو په توسط سره یې ترمابین صلح وشوه او بدي یې په دوستي بدله شوه
خبرزیاتوي : دهرمړي لپاره د ۱۳ لکه افغانیو دیت مقرر کړی شو چې د دواړو قومونو له لوري ومنل شو او دعلماء کرامو او مجاهدینو نه یې مننه وکړه چې په یاده قضیه کې یې ډیري ستړیاوي او تکلیفونه وګالل او بالآخر یوې ښې نتیجې ته ورسیدل
2020/9/27

Related posts