اکتوبر 27, 2020

افغانان د اسلامي نظام غوښتونکي دي!

افغانان د اسلامي نظام غوښتونکي دي!

حمزه حسیني

الله تبارک وتعالی فرمایلي:
ثُمَّ جَعَلْنَاكَ عَلَى شَرِيعَةٍ مِنَ الْأَمْرِ فَاتَّبِعْهَا وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ (۱۸) سورة جاثیة.

ژباړه: بیا مونږ ته (د دين) په معامله كې په واضحه لاره باندې ودرولې، نو ته د خپل دین پیروي كوه او ته د هغو خلکو د خواهشاتو پیروي مه كوه چې نه پوهېږي.

د الله تعالی حکمت دا دی چې انسان یې مدني الطبع پیدا کړی، له ټولنیز چاپېریال پرته ژوند نشي تېرولی، په یوازې ځان خپلې اړتیاوې نشي پوره کولی، رهبر، قانون او د ژوند تېرولو ټولو اسبابو ته محتاج دي، نو ځکه الله تعالی انسان ته په خطاب کې فرمایلي، ” اِنِّيْ جَاعِلُکَ فِي الْاَرْضِ خَلِیفَةً“ الایه (ژ: زه تا په ځمکه کې خلیفه جوړوم) بناءً خليفه بې رعیته نه وي او رعیت یوه داسې نظام ته ضرورت لري، تر څو ځمکه اباده او انساني ژوند پکې دوام او استمرار ومومي، نو همدا انساني ژوند یو نظام ته اړتیا لري، چې هغه نظام به له الهي قوانینو څخه تشکیل شوی وي، د ناپوهانو د خواهشاتو څخه جوړ شوي مفسد نظامونه د هوساینې لامل نشي کېدلی او نه هم څوک په نیمګړو نظامونو کې په ډاډمنه توګه ژوند کولی شي.

راځم اصلي مقصد ته چې د اسلامي امارت بنیاد او بنسټ له اسلامي قوانینو تشکیل شوی دی، لازمه ده چې هر مؤمن او مسلمان له دې نظام څخه ننګه وکړي او پرې نږدي چې څوک دغه نظام په فاسدو نظریو مجروح کړي.

دا چې اسلامي امارت د الله تعالی په کامل نصرت له نظامي او سیاسي پلوه د بریا تر پولو رسېدلی، مقابل جهت (کابل اداره) کوښښ کوي چې بریاوو ته یې صدمه ورسوي او که نور هیڅ و نه کړي، د اسلامي امارت د کامیابې دیپلوماسۍ د ناکامۍ لپاره په ټول توان هڅه کوي، خو ممکنه نه ده چې دا ارمان یې پوره شي.

کابل اداره چې مستقیمًا د غربیانو لخوا را منځته شوې، نظام یې په غربي مفکوره متمرکز دی، اسلامي ارزښتونه یې تر پښو لاندې کړي دي او غواړي په نمایشي چیغو خپل روحیه بایللي نظامي او سیاسي ارګانونه ډاډمن کړي او هر ځل همدا یوه ناره بدرګه کوي چې دوی به له نولس کلنو لاسته راوړنو دفاع کوي.

دا خو ټولو هیوادوالو ته جوته ده چې نولس کلن اشغال، له فحاشۍ، عریانۍ، قتلونو، شر او فساد پرته نور څه نه دي ایجاد کړي، دا د نولس کلن اشغال زېږنده ده چې ډېری خود غرضو کړیو د خپلو شخصي مفادو په خاطر د هیواد شتمني وپلورله، د سرحداتو په سر یې له ګاونډیو هیوادونو سره پټې معاملې وکړې، فساد خوښونکي او زورواکان یې د اقتدار په سترو عهدو ونازول، د مسلمانو مېرمنو او ځوانانو پت او عزت یې تالان کړ؛ هیوادوال نور نه غواړي چې د غربي ډیمکراسۍ علمبردارانو ته د اقتدار واګي په لاس کې ورکړي، بلکې دوی په هیواد کې د سوچه اسلامي نظام راتلو ته شېبې شماري ان شآء الله چې دا ارمان به یې ډېر ژر پوره او سترګې پرې یخې شي.

افغانان په نړیواله توګه هغه منل شوی قشر دی، چې د اسلامي نظام په دفاع کې یې نه هېرېدونکې قربانۍ ورکړي دي، نو د یو هیواد وګړو چې په دومره لوړه سطحه قربانۍ ورکړي وي، په دې لاره کې یې ډول ډول ازمایښتونه ګاللي او لا یې ګالي، څنګه به له اسلامي نظام پرته له غربه راغلې بي دینه او فاحش نظام ومني؟

هوکې! افغانستان کې موجود ځینې خلک چې کورونه او د کورنۍ غړي یې په بهرنیو هیوادونو کې مېشت دي، نه غواړي چې اسلامي نظام راشي، نه د اسلامي ارزښتونو غم ورسره دی بلکې په لوی لاس یې د مخنیوي هڅې کوي، البته د هیواد اصلي اوسېدونکي نور له غربي فرهنګ تپلو څخه ستومانه شوي او نه غواړي د خپل مکلفیت په خلاف کارونه وکړي.

په دې هر څوک پوهیږي چې مسلمانان مجبور  او مکلف دي چې اسلامي نظام او قانون به مني، که د مسلمانانو لپاره د خپلې خوښې او خواهشاتو ازادي وای، نو نبي کریم ﷺ  به یې په اړه دا حدیث نه بیانولو چې، الدنیا سجن المؤمن و جنة الکافر، نو له دې مالومیږي چې مؤمنان به له عریانۍ، فحاشۍ، بي دینۍ او نورو مفسدو کړنو ځانونه ژغوري، که له دې بې دینه کارونو یې ځانونه و نه ساتل او د خواهشاتو تابع شول الله تعالی به یې په دردناکو عذابونو ودردوي.

ټولو مسلمانانو ته په کار ده، چې د اسلامي نظام ننګه وکړي، د راتلو لپاره یې زمینه سازي وکړي، خلک له فکري انحرافه وژغوري او په اسلامي منهج یې سوق کړي، ځکه همدا د بري راز دی او بس.

که زمونږ ټولنه د خپلو غولېدلو هیوادوالو ذهنیت ته سالمه پاملرنه و نه کړي، د اسلامي نظام په ارزښتونو یې و نه پوهوي ممکن ټول د هلاکت کندې ته ولوېږو، مثال به یې د هغې سورۍ شوې کښتۍ شي، چې په دوه برخو وېشل شوې وي، لاندې کسان بره کسانو ته اوبه نه ورکوي او برني کسان د لاندېنیو کسانو مرسته نه کوي تر څو د کښتۍ سورۍ شوی بند کړي، نو په داسې حالت کې به ټول هلاک شي، په کار ده چې د اسلامي نظام راتګ ته په ټول توان زمینه سازي وکړو او خپل مسؤلیت اداء کړو. په همدې هیله.

Related posts