اکتوبر 19, 2020

د دوحې تړون ولي باید د اوسنیو مذاکراتو بنسټ وي…!؟

د دوحې تړون ولي باید د اوسنیو مذاکراتو بنسټ وي…!؟

موسی فرهاد:

کله چې د طالبانو او زلمی خلیلزاد ترمنځ مذاکرات پیل شول، په اوایلو کې ډېر اختلاف د خبرو اترو پر اجنډا و، طالبانو به ویل چې فقط پر دوو موضوعاتو خبرو ته تیار یو، ( د افغانستان د اشغال خاتمه او له آینده افغانستان څخه چاته د ضرر نه رسولو اطمئنان).
خو امریکایی لوري به ویل چې نه، پر څلورو موضوعاتو خبري کیږي: دوه دغه پورتني شیان، درېیم د کابل له حکومت سره مخامخ خبري او څلورم اوربند.
دا خبره هم د کابل رسنیو ډېره بدرګه کوله او هم د کابل حکومت.
خو د طالبانو موقف له لویه سره داسي وو چې د افغانانو ترمنځ خبري کول، اوربند، نظام او یا نور مسایل زموږ کورنۍ خبري دي. له خارجیانو سره د مشکل ترحل کولو وروسته یې موږ پخپلو کې حل کول غواړو.
وروسته زلمی خلیلزاد ظاهراً په دې راضي شو چې بس پر دوو موضوعاتو به بحث کیږي، خو نتیجتاً داسي جوته شوه چې طالبانو او خلیلزاد دواړو یو او بل ته تر یوه یوه ټکی په لږ تغیر سره ور تیر سوي وي.
هغه دا چې اوربند د طالبانو په غوښتنه له اجنډا ووتی او د افغان حکومت پرځای له افغاني جهتونو سره خبره طالبانو ومنله. ( یعني پر اوربند به له خلیلزاد سره نه، بلکي بین الأفغاني خبرو کې بحث کیږي.)
د همدې جریان په رڼا کې مذاکراتي سلسله وغځیده، چې بالآخره توافق وشو، د مذاکراتي سلسلې په جریان کې که څه هم د کابل حکومت د خپل عادت سره سم هرسهار او بیګا ګډو وډ مواقف اختیارول، خو په ټوله کې هغوی هم له امریکا سره په دې سلسله راضي وو او ملاتړ یې کاوه.
له همدې ځایه وه چې د شپږ زره بندیانو تبادله هم د کابل حکومت د دوحې د تړون په آساس ومنله، که څه هم په نخرو یې پریښودل، خو تبادله یې د همغه تړون له مخي وکړه، تر دې چې کله به یې زر یا سل تنه پریښودل، سمدستي به یې یو نیم اعلان هم کاوه چې اوس دې نو طالبانو خبرو ته راسره کښیني.
له دې نه علاوه د کابل مذاکراتي پلاوی، هم په همغه شرایطو غوره کړای شوی، چې د دوحې په تړون کې ویل شوي، چې د ټولو افغاني جهتونو استاځولي به کولای شي، یعني یواځي حکومت به نه وي.
مطلب دا چې د دوحې د تړون پر موادو د کابل ادارې هم توافق او رضایت درلود، دا چې په زړه کې د امریکایانو پر وتلو خوښ و یا ناخوښه ؛ دا بیله خبره ده.

حقوقي خبره:

نو که چیري د طالبانو دا خبره؛ چې له امریکا سره یې فقط پر دوو موضوعاتو خبري کول غوښتل؛ په اول کې منل شوې وای؛ پر طالبانو ډېر فشار نه وای اچول شوی؛ چې ضرور به پرڅلورو موضوعاتو خبري راسره کوئ، او له امریکا څخه افغان حکومت هم دا غوښتنه مکرراً نه کولای؛ نو نن که د کابل حکومت د دوحې تړون ته ځان ژمن نه بللای، او د آساس په توګه یې نه منلای؛ نو په حقوقي لحاظ به دوی ملامت نه ګڼل کیدای؛ برعکس طالبان به مجبور وای چې له کابل سره د بل نوي تړون له مخي مذاکرات مخته بوځي. اوس چې له طالبانو سره د دوحې په تړون کې توافق شوی، امریکا، ملګرو ملتونو، امنیت شورا، اسلامي کنفرانس، د ۳۶ هیوادونو سفیرانو، د کابل حکومت، ګاونډیانو او نورو ټولو منلې چې پر پورتنیو ټکو: چې په هغه کې له افغاني جهتونو سره د طالبانو خبري کول هم راځي؛ نو اوس لازماً باید چې همدغه تړون د راتلونکو ټولو پړاوونو لپاره آساس وي. زه فکر کوم چې په حقوقي لحاظ د کابل حکومت سل سلنه دې ته ملزم بلل کیږي. چې باید همدا تړون د خبرو بنسټ ومني.
که چیري يې نه مني، بیا دوی پوه سه، بین المللي ټولنه او امریکا یې پوه سه. طالبان به له سره نوې پریکړه کوي چې د کابل له حکومت سره خبري وکړي، کنه؟ او که کوي یې؛ په کوم آساس یې وکړي؟ دا به د طالبانو خپل د خوښي آپشن وي، ځکه چې د دوحې له تړونه خو کابل قصداً د ځان ایستلو هڅه کوي.

مشورتي جرګه

دا چې اوس د کابل پلاوی دوې ضدونقیض خبري کوي، یو دا چې وایی د مشورتي لویې جرګې د پریکړو پربنیاد به خبري کېږي، او بل وایی چې د امریکا سره امنیتي تړون لري او وروستۍ اعلامیه یې په ګډه ورسره صادره کړې؛ پرهمغه عمل کوو.
دا دواړې خبري ځکه بې آساسه دي:
(لومړی خو باید وویل شي چې د کابل حکومت امنیتي تړون او وروستۍ مشورتي جرګه او یا داسي نور ټول کړه وړه، له لویه سره طالبانو په قاطعیت او صراحت سره پرخپل وخت مسترد کړي، آساساً یې منلي نه دي، لکه څنګه چې د کابل حکومت د دوحې تړون منلی وو.)
دویم دا چې مشورتي لویه جرګه خو د کابل حکومت د څلور سوه بندیانو د برخلیک او د هغوی د خلاصون د پریکړې لپاره را وغوښتله، اشرفغني ویل زه یې د خلاصون صلاحیت نلرم، لویه جرګه دې خلاص کړي. دوی خو په اول کې نه امریکا ته خبرداری ورکړی او نه یې طالبانو ته اعلان کړی چې دا مشورتي لویه جرګه د دې دپاره ده چې موږ د دوحې تړون د بنسټ په حیث نه منو.
بل داچې دوی د امریکا سره د امنیتي تړون او یا وروستۍ اعلامیې صادرلو خبره کوي؛ هغه ادعا هم ځکه بیځایه بلل کیږي چې هغه تړون خو له وړاندي لا امریکا درسره مات کړی، امنیتي تړون خو د کابل حکومت د دې لپاره کړی و، چې امریکا به د تل لپاره یا د نامالومي مودې او یا خاصتا تر ۲۰۲۴ م کاله پوري خپل نظامي حضور په افغانستان کې ساتي او د کابل حکومت په ملاتړ به ابدي جنګ کوي، مګر امریکا خو دا ده اوس خپل ځواکونه باسي، له طالبانو سره یې د خپلو قواوو د خروج معاهده لاسلیک کړه. نو هغه تړون او یا د هغه د آپډیټ وروستۍ اعلامیه چې د ارګ او امریکايي جنرال لخوا خپره شوه؛ بنیاد ګرځول خو په هیڅ صورت معقول او منطقي نشي بلل کیدای.
له همدې ځایه ده چې باید د دوحې تړون د رواني بین الأفغاني مذاکراتي پروسې آساس وګرځول شي، یو خو به یې نړیوال ملاتړ نور هم پیاوړی شي، ځکه اوس دا فورم ټولي نړۍ تائید کړی، له نوي هغه سره د نړیوالي اجماع رامنځ ته کول بیا په کلونو کلونو وخت اخلي، له همدې لاري کیدلای شي د پروسې راتلونکي پړاوونه ډېر آسانه شي. او ګران هیواد ته مو تلپاتي سوله راشي.

پای ………!
۲۰۲۰ / ۹ /۸۲

Related posts