اکتوبر 19, 2020

کابل اداره، د شړېدو په درشل کې…!!

کابل اداره، د شړېدو په درشل کې…!!

د ورځي خبره :

د کابل ادارې مشر اشرف غني خبرداری ورکړی چې له ارګه به یې څوک په مرګ باسي. ورسره یې خپل ۱۷تنه لوړ رتبه مشاورین له دندو شړلي، همدا رنګه یې د امنیه قومندانانو او نورو منسوبینو د عزل و نصب اختیارات په اضطراري ډول له داخله وزارته پخپل واک کې اخیستي.
د غني دا ډول سوختي څرګندوني او اخطاري کړني په داسي حال کې دي، چې د کابل یو پلاوی په قطر کې له اسلامي امارت سره د سولې خبرو ته ناست دی، او بل پلاوی یي د ډاکټر عبدالله په مشرۍ ګاونډي هیواد پاکستان ته په سفر دی.
له دې نه څرګنديږي چې د سولې پروسه د هغه له لاسه وتلې او هرڅه د ده او د ده د ټیم د ملګرو د خوښي خلاف روان دي. له همدې ځایه ده چې په رسنیو کې هم د غني د کړۍ خلک د سولې د ټولي پروسې پرضد څرګندوني کوي.
د کابل رژیم ارګ میشتې حلقه چې عملاً د اشغال د خاتمې او د سولې د راتګ سرسخته مخالفه ده؛ له غني نیولې تر مرستیالانو، هر یو یې د سیمټي دیوال ترشا خو د تلویزون پر پرده وخت په وخت ادعا کوي، چې په اصطلاح نه به د امنیتي ځواکونو پرسر معاملې ته تیار شي او نه به ۱۹کلني لاس ته راوړني له لاسه ورکړي.
خو داسي ښکاري چې خبره سرچپه ده، هم یې پخپل لاس د امنیتي ځواکونو بیخ ایستلو ته ملاتړلې او هم یې لاسته راوړني له لاسه په وتو بريښي.
له کله نه چې ارګ د ملیشه سازۍ، انارشیزم او د خودسره جنګسالارانو د بیا را ژوندي کولو پروسه پیل کړې؛ دا پخپله د امنیتي ځواکونو (ملي اردو+ ملي پولیسو) پر تابوت د وروستی میخ وهلو په مانا دی.
ارګ میشتې حلقه پوهیږي چې د امریکایانو له وتلو سره، ښایی نه دوی بیا د اردو اکمال وکولای شي، او نه ښایي چې اردو دي د غني، معاونانو او نورو د ناجایز اقتدار لپاره خپل سرونه وبایلي. ځکه یې سر له اوسه لا د خودسره ملیشه جوړوني کار ته مټي را بډ وهلي دی، دا انارشي که څه هم د دوی د دفاع توان ونلري، خو د وطن د تباهي لپاره به یو داسي نسخه وي چې د دوی په ګمان د اسلامي امارت لپاره به سردرد وي.
د سولې په برخه کې چې هرڅه د ده سیال عبدالله عبدالله پخپل واک کې اخیستي، د رژیم دننه سیاسیون، اپوزیسیون، او نور ټول په دې برخه کې د غني خلاف او د عبدالله همغږي څرګندوي؛ دا پر ارګ د کړۍ را تنګیدلو په مانا دی.
له بلي خوا هیوادوال خصوصاً کابلیان د مسئولو او نا مسئولو وسلوالوحکومتي غلو له لاسه ترپوزي راغلي؛ په رڼا ورځ په کابل کې د یوه تلیفون پرسر انسانان وژل کیږي، ښځي بی عزته کیږي، کورونو ته غله ور اوړي، اختطاف، جنسي تیري، چور او چپاول، د ورځي معمول ګرځیدلی. او دا هرڅه د ارګ د مشرتابه تر سایه لاندي ترسره کیږي؛ له دې نه ښکاري چې ارګ ۱۹کلني لاس ته وروړني هم پخپله له لاسه ورکړې او نور دا رژیم د شړیدو پر درشل ولاړ دی.

پای ………..!!
۲۰۲۰ / ۹ /۳۰

Related posts