اکتوبر 24, 2020

لغمان: علینګار کې د دښمن هاوانونه ۳ تنه شهيدان او ۷ تنه نور ژوبل کړل

لغمان: علینګار کې د دښمن هاوانونه ۳ تنه شهيدان او ۷ تنه نور ژوبل کړل

د لغمان ولایت، علینګار ولسوالۍ اړوند الوخیلو سیمه کې د مزدور رژیم عسکرو د اولسي خلکو په کورنو هاوانونه ویشتلي، چې له کبله یې د یوې کورنۍ ۵ غړي ژوبل شوي دي.

همداراز د هاوان یوه مرمۍ په هغه مور او ماشومانو لګېدلې چې په لاره روان ول او له کبله یې هغه له خپلو ۲ ماشومانو سره یو ځای په شهادت رسېدلې او ۲ نور ماشومان ژوبل شوي دي.

د دښمن لخوا دغه برید داسې مهال ترسره کېږي چې په نورو ولایتونو کې هم ګڼ ملکي وګړي د ورته قصدي وحشتونو ښکار شوي دي.

2020/9/30

Related posts