اکتوبر 19, 2020

ننګرهار: حصارک کې د دعوت او ارشاد لخوا مجالس ترسره شول

ننګرهار: حصارک کې د دعوت او ارشاد لخوا مجالس ترسره شول

د ننګرهار ولایت حصارک ولسوالۍ  په مختلفو سیمو لکه، جوکان، غوګیزه سره کې د دعوت ارشاد مسؤلینو د ګاړو او د محمدي له قومي مشرانو سره مجلسونه ترسره کړل. دغو مجالسو کې د دعوت او ارشاد مسؤلینو د امربالمعروف والنهي عن المنکر، پخپلو منځو کې د ښو اړیکو، د نوي نسل په ښوونه او روزنه کې د توجه او نورو موضوعاتو باندې مفصلي ویناوې وکړې، چې ګډونوالو په ډېر غور سره واورېدلې. همداراز د سیمې د مشکلاتو د حل په اړه هم سلا مشورې وشوې او د سیمې خلکو مجاهدینو ته د همکارۍ په ډاډ ورکولو سره د ستونزو د هوارۍ ژمنه وکړه.

2020/10/1

Related posts