اکتوبر 24, 2020

کاپیسا نجراب کې د دعوت او ارشاده غونډه وشوه

د کاپیسا ولایت، نجراب ولسوالۍ اړوند افغانیه درې اړوند صاحبزادګانو په جامع مسجد کې د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسؤلینو لخوا غونډه جوړه شوه. دغه غونډه کې د مسؤلینو ترڅنګ د سیمې ګڼ شمېر علماء کرامو او قومي مخورو ګډون کړی و، غونډې ته په وینا کې د ټولني د اصلاح، د نوي نسل د ښې ښوونې او روزني، د مساجدو او مدارسو د ابادۍ او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې او د مسؤلینو لخوا اولس ته د همکارۍ او خدمت ډاډ ورکړل شو.

2020/10/1

Related posts