اکتوبر 24, 2020

پروان: کوه صافي کې ۳ عسکر له مجاهدینو سره یو ځای شول

پروان: کوه صافي کې ۳ عسکر له مجاهدینو سره یو ځای شول

د پروان ولایت، کوه صافي ولسوالۍ کې د حکیم الله ولد دادالله، امین الله ولد عبدالرزاق او عابدالله ولد سیدغفور په نومونو د پچه خاک کلي ۳ تنه اوسیدونکي چې د مزدوري ادارې په لیکو کې یې په مختلفو سیمو او بستونو کې دندې ترسره کولې د حقیقتونو د درک په نتیجه کې د امیرالمؤمنین د عفوي له فرمان څخه په استفاده له مزدوري ادارې څخه را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شول، چې د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسؤلینو لخوا یې هرکلی وشو، او له مجاهدینو سره د همکارۍ او مزدوري ادارې ته د بیا نه ورتلو د پخې وعدې له مخې باورپانې ورکړل شوې.

2020/10/1

Related posts