اکتوبر 19, 2020

هرات کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

هرات کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

له هرات څخه ورکړل شوي راپورونه وایي، چې نن سهار مهال د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۷ مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یاده ترافیکي پېښه د کابل کندهار پر لویه لاره د هرات ادرسکن ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ۴۰۴ ډوله بس موټر او فلاینکوچ تر منځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

په دې خونړۍ ترافیکي پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي او ۶ تنه نور پکې ټپیان شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د هیواد په زیاتره لویو لارو کې ترافیکي پېښې د ډېر سرعت او نه پاملرنې له امله رامنځته کیږي چې د ګڼو هیوادوالو د مرګ ژوبلې لامل ګرځي.

Related posts