اکتوبر 24, 2020

د امریکا د خراب اقتصاد له امله د هوایي شرکتونو ۳۲ زره کارمندان له دندو ګوښه کیږي

د امریکا د خراب اقتصاد له امله د هوایي شرکتونو ۳۲ زره کارمندان له دندو ګوښه کیږي

د نړیوالو خبري رسنیو له مخې، د خراب اقتصادي وضعیت له امله د امریکا دوو مشهورو او سترو هوایي شرکتونو یونایټیډ او امریکن اعلان کړی، چې دوی خپل ۳۲ زره کارمندان له دندو ګوښه کوي.

د کرونا له امله د هوایي پروازونو د تعطیل او خراب اقتصادي وضعیت له امله امریکن هوایي شرکت خپل ۱۹ زره او یونایټیډ شرکت بیا څه باندې ۱۳ زره کارمندان له دندو ګوښه کوي.

 د دواړو هوایي شرکتونو چارواکي د امریکا متحده ایالتونو سره د مرستې لپاره منتظر وو، تر څو له خراب مالي حالته را ووځي او کارکوونکي له دندو ګوښه نه کړي.

د امریکن هوایي شرکت مشر ”ډوګ پارکر“ رسنیو ته ویلي، له دوی سره د مرستې ژمنه تر اوسه نه ده عملي شوي، نو ښایي د اکتوبر میاشتې په لومړۍ نېټه له دندو د خپلو کارکوونکو ګوښه کېدل شروع کړي.

د یادونې وړ ده چې کورنا ویروس په نړیواله توګه پر هوایي شرکتونو بد اغیز کړی او یو شمېر نړیوالو هوایي شرکتونو خپل کارمندان له دندو ګوښه کړي دي.

امریکن او یونایټیډ هوایي شرکتونو د مرستو تر لاسه کولو اجل ۳۰ م سپتمبر اعلان کړی وو او ویلي وو، چې له دې تاریخ وروسته به د دندو د ختمولو پلان عملي کیږي.

بلخوا د امریکا د خزانی وزارت اعلان کړی و، چې یادو هوایي شرکتونو سره به ۲۵ ملیارده ډالره قرضي مرسته کوي، خو د هوایي شرکتونو مسؤلانو ویلي، چې دا د کارکوونکو د تنخواوو لپاره بسنه نشي کولی.

د امریکا متحده ایالتونو د خزانې وزیر ”سټیوین میچین“ هیله څرګنده کړې چې ممکن د کانګرس مشران به د مرستې او پورونو په یو چوکاټ هوکړه وکړي، تر څو هوایي شرکتونه له مالي بحران څخه راووځي.

که څه هم د امریکا متحده ایالتونو د کانګرس مشرې ”نانسي پلوسي“ او د خزانې وزیر په دې اړه خبرې کړي، خو دواړه لوري تر اوسه کومې موافقې ته نه دي سره رسېدلي.

Related posts