اکتوبر 21, 2020

د امریکايي اشغال د پيل د نولسمې کلیزې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

د امریکايي اشغال د پيل د نولسمې کلیزې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

له نن څخه ۱۹ کاله وړاندې امریکا زموږ په هیواد ظالمانه یرغل وکړ.
د امریکايي یرغل له پيل څخه مخکې اسلامي امارت د خپلې سولییزې پالیسۍ له مخې په مکرر ډول غوښتنه وکړه چې د مشکل د حل لپاره باید له تعقل، تدبر او سالمې دپلوماتیکې کړنلارې څخه کار واخیستل شي.
خو د هغه مهال امریکايي چارواکو په خورا مغرورانه لهجه د اسلامي امارت د خبرو اترو وړاندیزونه رد کړل او د ۱۳۸۰ لمریز کال د میزان په ۱۵ نېټه چې د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر له ۷مې سره یې سمون خوړ زموږ په خاوره نظامي یرغل وکړ.
نولس کاله بعد ټول جهتونه د اسلامي امارت دې خبرې ته راغلي چې باید یاده قضیه له لومړي سره د خبرو او تفاهم له لارې حل شوې وای او که هغه وخت د اسلامي امارت سولییزو وړاندیزونو ته مثبت ځواب ویل شوی وای نو له دومره اوږده جنګ، ظلم او زیاتي، زموږ د بې دفاع خلکو وژلو، ټپي کولو، بې کوره کولو، د یوې فاسدې ادارې په چوکاټ کې غصب، چور، رشوت، خیانت، فحشا، غدارۍ، د نشيي توکو پراخ تولید او سل ډوله نورو جرائموته به له زمینه سازۍ څخه مخنیوی شوی وای.
امریکا، متحدین او ائتلافیین به یې هم د دومره زیاتو جنګي جرایمو، بدنامیو، ځاني او مالي زیانونو سره نه مخ کېدلای.
داچې ۱۹ کاله وروسته په دوحه کې د امریکايي اشغال د خاتمې لپاره مذاکرات وشول او یوه معتبره وثیقه او توافقنامه ترسره او لاسلیک شوه هم غوره خبره ده چې باید ګام په ګام عملي کړل شي او له مخې یې ټول بهرني ځواکونه زموږ له خاوري ووزي، باید د امریکا په شمول لرې او نیږدې ټول هېوادونه زموږ په کورنیو چارو کې له هر ډول مداخلې څخه ځان وساتي، ترڅو افغانان وشي کولای په ازاده او مستقلانه فضا کې پخپلو کې د خپل هېواد د راتلونکي په اړه پریکړه وکړي.
اسلامي امارت د ټولو قضایاو په سالمه فضا کې د حل کولو لپاره بشپړ تعهد لري، مقابلو جهتونو ته هم سپارښتنه کوي چې فرصت غنیمت وګڼي، د وضعیت حساسیت درک کړي او د یوه ټول شموله خپلواک او مستقل اسلامي نظام چي د ټولو افغانانو غوښتنه ده د راتګ په لاره کې لاس یو کړئ او نور خنډونه ایجاد نه کړي.

والسلام

د افغانستان اسلامي امارت
۱۹/۲/۱۴۴۲هـ ق
۱۵/۷/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/10/6م

Related posts