اکتوبر 21, 2020

اوس دې تشو شناختو ته سلام کوم

اوس دې تشو شناختو ته سلام کوم

عاکف مهاجر
له نن څخه پوره ۱۲ کاله وړاندې هغه وخت چې لا په افغانستان کې د اشغالګرو ځواکونو جوش وو مزدوران یې هم په نشه کې وو د لوګر یو غر راونړید، هغه څوک چې اوس یې هم د خلکو په زړونو غمونه داسې تازه دي لکه پرون چې شهید شوی وي.
دا ځوان شهید مولوي کریم الله کامران د لوګر ولایت د بابوس کلي د حاجي عبدالطیف ځوی او د دوه شهیدانو شهید سیف الله او شهید مولوي امرالله رهبر ورور وو.
هسې هم اوس وخت کې داسې څوک ډیر کم وي چې د ټولو خلکو زړونو منلی وي بلکې اکثر یې نه منونکي وي، خو مولوي کریم الله کامران د مجاهدینو، عامو خلکو بلکې آن د دښمن په زړه کې هم ځای درلود او ویل به یې چې هغه یو نر دښمن ده او کله هم چې څه و وایي بیا یې عملي کوي.
تقریبا یوه هفته وړاندې یوځای له یو مولوي صاحب سره ناست وم چې د دوی د کلي وو کیسه مو د شهید کامران یاده کړه، آن له طالبي مو شروع وکړه، بیا تر فراغت او شهادت ورسیدلو، خو د هغه ټول ژوند یوه کارنامه وه مونږ یې د ژوند یوه ورځ هم داسې پیدا نکړه چې تاریخ دې پرې پیکه شي بلکې هره شیبه یې د تاریخ یوه زرینه پاڼه او زرین یادګار وو.
شهید کریم الله کامران د لوګر په تاریخ کې یو ځلانده ستوری وو چې ټول لوګر یې په جهادي کارنامو ویاړي او تقریبا دریمه حصه ډلګۍ مشران یې د عسکري ویاړ لري.
هغه څوک چې یوه ورځ یې راته ویل ماته لومړی ځل د امریکایانو په خلاف چانټه مور راتړلې او په میړانه یې رخصت کړی یم.
نن د شهید کامران یوولسم تلین دی، خو مونږ ته داسې ښکاري لکه پرون چې رانه بیل شوی وي.
له اختر وروسته یې مزار ته ورغلم، هغه دنګ ځوان چې مونږ به له نازه بریتو بااه اوس پرې خړو خاورو ناز کولو او مونږ ته یې له تشو شناختو ته سلام نه پرته بل څه نه وو پاته.
شهید کریم الله کامران د ۱۳۸۸ کال د میزان په اتلسمه نیټه د غربي اشغالګرو او کورنیو مزدورانو په یوه چاپه کې د لوګر ولایت مرکز اړوند په کجی کلي کې د خپل ملګري جلال الدین په کور کې له هغه سره یوځای د شهادت جام نوش کړ، چې د شهید جلال الدین میره مور هم په همدغه چاپه کې ورسره په شهادت ورسیدله، او د کورنۍ دوه تنه غړي یې ټپیان شول.

نوټ: نن توله ورځ ډیر سخت مصروف وم او د کامران شهید د تلین په اړه هیڅ لیکلو ته نشوم خلاص اوس دا دی د شپې یوه حصه تیره ده خو په دې خاطر چې د شهید اشنا تلین رانه بې لیکلو تیر نه شي یو څه ګوډ او مات لیکل مو پرې وکړل.

Related posts