اکتوبر 21, 2020

اسلامي امارت ثابته کړه چې  د تورې او تفاهم ځواک او وړتیا لري !!

اسلامي امارت ثابته کړه  چې  د تورې او تفاهم ځواک او وړتیا لري !!

 د څرک مجلې سرمقاله:

پر افغانستان یرغل کوونکو هېوادونو دا فکر کاوه او کابل ادارې دا تبلیغوله چې اسلامي امارت د تفاهم په نامه څه نه پېژني او نه هم باور پرې لري. دوی دا له پامه غورځوله چې همدا اسلامي امارت و چې نږدې شل کاله وړاندې یې په داسې حال کې تفاهم او د خبرو له لارې د هغه وخت د ستونزو د حل غوښتنه کوله چې نړۍ د قبر،وحشت  او زندان له انتخابونو پرته د بل څه حق نه ورکاوه.

د نږدې دوو لسیزو په جریان کې د برحق جهاد او مقاومت ترڅنګ اسلامي امارت د تفاهم دروازه هم خلاصه پرېښې وه. د اسلامي امارت دریځ دا و چې لومړی باید د اشغال موضوع، چې دټولو ستونزو زېږوونکې ده، حل وفصل شي او وروسته به بیا افغانان، د پردیو له مداخلې پرته، د خپل هېواد د راتلونکې نظام  په اړه تصمیم ونیسي.

د روان کال د حوت په ۱۰مه په دوحه کې د اسلامي امارت او د امریکا د متحده ایالتونو ترمنځ د تړون په لاسلیک سره له هېواده د اشغالګرو وتلو ته زمینه برابره شوه، اوس دا دی د هېواد د راتلونکي برخلیک  په اړه د افغانانو خپلمنځي تفاهم او مذاکراتو ته لار هواره شوې ده.

اسلامي امارت خودخوا او قدرت غوښونکی قوت نه دی او نه هم باور لري چې په یواځې ځان دې  د افغانستان دنجات او سوکالی لپاره پریکړه وکړي .

د دې لپاره چې تر اشغال وروسته افغانستان د افغانانو د دیني او ملي اقدارو ممثل، خپلواک، امن او سوکاله وي اړینه ده چې په بین الافغاني مذاکراتو کې ټولو جوانبو ته موقع او دنظرحق ورکړل شي څو خدای مه کړه داسې پرېکړه ونشي چې د هېواد او ولس لپاره زیان ولري.

د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د اساس په توګه د حوت د ۱۰مې په تړون او په خبرو کې د اختلافاتو د حل لپاره د شرعي مصدر اومبنا په حیث په حنفي فقه ټینګار، له دې مذاکراتو راوتلې ثمره نوره هم مظبوطوي او تفاهم اسانه کوي. دا معلومه خبره ده چې په دې مواردو ټینګار د کوم لوري د نفي کولو په معنا نه دي.

اسلامي امارت خپل ولس ته له خپل لوري پوره ډاډ ورکوي چې د ملت ارمانونو ته به ژمن وي او هیڅ داسې پرېکړه به ونکړي چې د افغانستان مصالح په خطر کې واچوي. مقابل جهت هم باید په عمل کې ثابته کړي چې مذاکراتو او د تفاهم اصل ته ژمن دي او غواړي چې دا کشاله د اوږدولو پرځای نوره حل وفصل وکړي.

Related posts