اکتوبر 21, 2020

د تلې د ۶ مې مخکې او وروسته

د تلې د ۶ مې مخکې او وروسته

صلاح الدین صارم:

ډېرې لوړې ژورې تېرې شوې، له روسانو سره دجهاد ثمره فساد او وحشت شوه او ډېره موده یې په برکې ونیوه، له دې وحشته  د ولس وېستلو اوبېرته دجهاد ثمرې ته ورګرځېدلو بیا ډېر وخت ونیو، چې ور ورسېدو او ځان مو دمې ته جوړاوه په دامنځ کې یوبل یرغل راودانګل امریکا اوناټو هم دلته دخپل بخت ازمایلو ته سودا وه، دوه لسیزې بیا ووتې چې هغوی وتو ته مجبوره کېدل، نن هغوی هم دادی وزي اوخبره د دوو انقلابونو د نتیجې دحصول په مورګو ولاړه ده .

دپېښو دغې لنډې محاسبې او لنډیز ۴۲ کاله په برکې نیولي، د دغې نږدې نیمې پېړۍ له بدبختیو، ناورینونو، دسیسو، جنګونو، ورانیو، اورونو، ویشونو، یرغلونو او تبعیضونو څخه دهیوادوېستلو او ولس په ساتلوکې چې دچا رغنده رول دی همدا دتلې د۶ مې فاتح ملا او طالب دی، په دې ورځ یې دکمونیزم په خلاف دجهاد ثمره (اسلامي نظام) ترلاسه دخپلمنځي او تنظیمي جنګونو د وحشت دورې ته  دپای ټکی کېښوداو په انفرادي ډول یې له دوه لسیزو راهیسې په پرلپسې بې مثاله سرښندنو سره دادی بیا په دغه ورځ دامریکا او ناټو اشغال ته هم دپای ټکی ږدي .

دغې خاورې او هیواد ته تل همدا ملنګ اوفقیر طبیعته طبقه ملایان او طالبان وفاداره پاته شوي، سختیو او کړاوونو ته تل دوی ځان ورکړی، په دې برخه کې د دوی قربانۍ دهغو په پرتله چې په زده کړو یې د دې هیواد شتمني خاورې شوې په څو برابره زیاته بلکې لاد پرتلې هم نه ده، کله هم چې خاورې سرښندنه او قرباني غوښتې له ځینو پرته ټولو یې نورو هیوادوته پنا وړې او همدا خړ سپېره طالبان او ولس ورته پاته شوي اوپه خپلو بې مثاله قربانیو یې خاورې ته تل خپلواکي اعاده کړې، خو بیا د دې په ځای چې تقدیر دې شي تل محروم پاته شوي اوله حقوقو یې سترګې پټې شوې، که څوک نه خپه کیږي ښه مثال یې دافغانستان د هرې دورې اردو ده چې که په تاریخ یې ژور نظر واچول شي له ځینو پرته چې په خپلو سرښندنو یې تاریخ جوړ کړی، نور په مجموع کې دهر یرغل په خدمت کې پاته شوي او د دې په ځای چې له یرغلګرو هیواد وساتي دیرغلګرو په امر یې له خپلو خلکو سره ژوره دښمني کړې او دهغوی په مرګ او ورکه پسې یې را اخیستې ده.

دتلې د ۶ مې ورځ ته دې دافغانستان په تاریخ کې په کمه سترګه نه کتل کیږي، دغه ورځ دافغانستان د دوو لویو انقلابونو له ماقبل او مابعد سره ډېر لوی تړاو لري په ماقبل کې یې د ډېرو لویو فتنو او دافغانستان دتجزیې مخه نیولې او په مابعد کې یې ددغې ورځې په تناظر کې دسیمې اونړۍ په سطحه له ډېرو لویو سیاسي تحولاتو او ننګونو سره په ډېر بصیرت، خورا بریالۍ دیپلوماسي او نظامي قوت پنجه نرمه کړې او لله الحمد چې دادی نن یې مونږ نغده نتیجه په خپلو سترګو وینو .

نن دامریکایانو وتل وړه خبره نه ده، چایې د ایستلو تصور هم نه شوکولای، خو طالبان پرته له دې چې د دوی ماته دې حتمي وبولي او کوم ظاهري ډاډ دې وویني دهیواد اشغال يې په زړه نه شوای زغملای ځکه یې مقابلې  ته راووتل همدا دهیوادنۍ مینې وروستی حد دی، د دې بې مثاله مېړانې اولاسته راوړنې قدر به اوس له ډېرو سره نه وي، خو یو وخت خامخا را تلونکی دی چې د دې اتلانو هره سرښندنه به د سرو زرو په کرښه لیکل کیږي او دراتلونکو ټولو نسلونو لپاره به ډېر ستر ویاړ وي .

هغوی چې بیا هم ځان ته ډېرې لویې ډبرې ږدي داسلام او اسلامي انقلاب نارې  وهي، دادی د دوی په شتون کې دکمونستي سرخیلانو، دکابل پلیګون او په هرات کې  دحوت د ۲۴ مې دعاملینو دتلین لمانځلو خبرې کیږي او د دوی له اتلانو سره په یوه تله یې تلي، هغوی ته که چوکۍ، مقام  او مادیات مهم نه وای ولې له طالبانو سره په دښمنۍ کې تر کمونستانو اوغربیانو مخکي دي په داسې حال کې چې که چېرته دوی په خپلو دغو نارو کې صادق وي نو له طالبانو سره د نظام په جوړولو کې شاید ډېرمشترکات ولري، خو ښکاره خبره ده چې دوی د مادیاتو تابع دي او دکفر ملاتړ یې هم دهمدې مادي اغراضو  لپاره کړی . نن داسلامي نظام په راتلوکې لوی خنډ  دوی دي چې غربیان یې دهماغو مادي احساناتو په زور په دې لاره کې استعمالوي اوبیاهم داسلام او مجاهد نسبتونه په ځان پوري موښي .

په افغانستان کې داسلامي نظام قیام به ان شاءالله چې دتلې دشپږمې دماقبل او مابعد هیلو او ارمانونو په زړه پورې تتمه وي .

Related posts