اکتوبر 21, 2020

اسلامي امارت قرآن او سنت د شعار تر کچې نه بلکې عملي تطبیق یې غواړي!!

اسلامي امارت قرآن او سنت د شعار تر کچې نه بلکې عملي تطبیق یې غواړي!!

د ورځي خبره:

په دې وروستیو کې د کابل د شړیدلې او شرمېدلې ادارې متصدیانو په مطبوعاتو کې غوغا ګډه کړې، چې طالبان دې له دوي سره د قرآن او سنت په رڼا کې خبرې پیل کړي؛ نه د دوحې د تړون په اساس!!
د کابل ادارې اسلام دښمنه او افغان دښمنه چارواکي له دې امله په قران او سنت باندې تاکید او اصرار نکوي چې ګواکې په رښتیا هم له الٰهي اوامرو او نبوي ارشاداتو سره جوړ او د زړه له تله ورسره مینه لري؛ بلکې هدف یې دا دی، چې د دوحې هغه تړون چې ټکی په ټکی د اسلام له مبین دین سره برابر او سرچینه یې قرآن او حدیث دی او په ترڅ کې یې خارجي ناولي اشغال ته د پای ټکی کېښودل کیږي، هغه مختل او بې ارزښته کړي او د اشغال زېږنده مفسد او کرغیړن رژیم ته د یو څو ورځو لپاره نور پایښت او بقا وروبښي.
که چېرې اشرف غني او د هغه بانډ ته یې ارومرو اسلام، قران او حدیث مهم وای نو دا دومره موده به یې د قرآن او حدیث په رڼا کې یو ریښتینی اسلامي نظام حاکم کړي وای، شرعي حدود او الهي احکامات به یې عملي کړي وای، دولتي دستګاه به عریض ادارې او اخلاقي فساد څخه پاکه کړې وای؛ نو هله به افغانانو دا خبره منلې وای چې دوي قرآن او سنت یواځې په خُلې او د شعار تر حده نه بلکې په عمل کې هم پیاده کوي.

مګر داسې نه ده !!
همدغه اشرف غني دی چې پخپله خوله په ډیر افتخار او ویاړ سره دا خبره کوي چې دوي د نیویارک، واشنګتن او د اروپا د ګټو لپاره قربانۍ ورکوي.

د کابل د مات او مړژواندي رژیم چارواکو مخکې هم د خارجي قواوو له وتلو سره کلک مخالفت کاوه ، اوس یې هم کوي او په دې هڅه کې دي چې امریکایي او ورسره د ناټو لښکرې هیڅکله له افغانستانه ونه وځي .

دا چې د دوحې په تړون اسلامي امارت ټینګار کوي یواځینی علت یې همدا دی ؛ چې هلته د افغانستان د روانې معضلې دوه مهم بعدونه چې یو یې خارجي او بل یې داخلي دی ، د حل لپاره یې مناسبې لارې چارې جوتې شوي او په څه ډول چې یې خارجي بعد ته په ډیر معقول انداز د پای او حل ټکی کېښوده نو همداسې به داخلي بعد چې بین الافغاني مذاکرات دي، هغه به هم په ابرومندانه او معقول انداز سره حل او پای ته ورسوي.

فلهذا که اسلامي امارت د دوحې له تړون څخه پرته کومه بله جرګه او مرکه ومني نو دا خو بیا داسې معنا ورکوي چې ګواکې اسلامي امارت له نوموړي تړون څخه چې له ” بهرني اشغالګرو سره لاسلیک شوی ” له هغې په شا کیږي او داکار پرته له شکه چې د افغانستان د ستونزو د حل پرځای نور کړاونه او خنډونه رامخې ته کوي او د افغانانو ګټل شوي تاریخي بري ته صدمه رسوي.

اسلامي امارت په ټولو افغان جهتونو باندې غږ کوي چې باید د بین الافغاني مذاکراتو دا زرین فرصت له لاسه ورنکړي، د دوحې د تړون د کمزوري کولو او په هغې کې د خنډونو جوړولو پر ځای هغه نور هم تقویه کړي.

Related posts