اکتوبر 21, 2020

د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره/۵۴ مه برخه

د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره/۵۴ مه برخه

لیکنه مفتي عبد الله رشاد
 
د ښځو د مساوات لنډه تاریخچه او زموږ نا خبره سیکولران
د انسانیت فلاح او کامیاب د اسماني دین په پیروي کې ده، ولي چې انسان د یو حقیقي خالق مخلوق دی، او خالق د خپل مخلوق له طبیعت، جوړښت او مزاج څخه تر ټولو ښه واقف وي، نو له همدې امله اسلام د انسانیت لپاره تر ټولو غوره انتخاب ځکه دی چې د انسان له طبیعت، مزاج او خلقت سره برابر دین دی، نو تر څو چې د اسماني دین پابند یو تر هغو به مو هر مشکل اسان وي او کله چې مو د دین پولي ونړولې هلته مو د ځان او د ټولني د بربادۍ اسباب په خپل لاس مهیا کړل، سیکولران چې پر دین او مذهب باور نلري هغوی د ښځو د ازادي او مساوات دعوېداران دي، زموږ نا خبره دوهم نمبر سیکولران چې له اسلام او اسلامي احکامو نا خبره دي د غرب په ړانده تقلید کې خپله بقا ویني، او د غربیانو په پَیروي د ښځو د ازادي او د مساوات شعار زمزمه کوي، او حال دا چې دوهم نمبر سیکولران د دغو دعوو په حقیقت، تاریخ او منشأ نا خبره دي، راځوئ چې لږ د غرب د مساوات لنډ تاریخ ته مراجعت وکړو، بیا به دا فیصله را ته اسانه وي، چې د ښځو د مساوات غوښتنه مو پر کوم حقیقت ولاړه ده.
په اروپا کې د ښځو ازادي او د کلیسا د ظلم عوامي رد عمل
اروپایانو تر هر چا اول د ښځو د ازادي او له سړیو سره د مساوات اواز پورته کړ، دوی ویل: چې ښځي په ټولو فیصلو کې خپلواکي دي او له سړیو سره یو شانته حقوق لري، خو دا هر څه د یو منظم پلان او فکر له مخي نه ول، بلکي د کلیسا او راهبانو د ظلم او ستم په رد عمل کې خلک دې ته مجبور شول، چې د کلیسا پر خلاف اواز پورته کړي.
د فرانس په نصراني ټولنه کې د کلیسا حکم دا و، چې ښځه یو منحوس شی دی، د هري بدي اصل دی، ښځه عین نجاست دی له دې څخه ځان ساتل فرض دي هغه که مور وي، که ښځه او که خور. حراسة الفضيلة (ص: 105)
دا عقیده د کلیسان د راهبانو له خوا په هر ځای کې نشر شوه، او دا يې یوه دیني او عقيدوي خبره بلله، د دې خلاف هر اقدام يې د عقيدې او دین خلاف عمل باله، بلخوا بیا راهبان په ټولنه کې د هري بدي، بد اخلاقي او فحاشي سرچینه ول، بد يې په روح او جسد دواړو کې ګډ شوي ول، د هر اخلاقي جرمونو بنیاد او بنسټ دغو راهبانو په ټولنه کې ايښی و، ماشومان به يې اختطاف کول، په کلیسا کې به يې تربیه ورکوله او بیا به يې ټولني ته د راهبانو په تر ټوله بده بڼه کې وړاندي کول.
د راهبانو له دې اخلاقي بدي څخه خلک په تنګ شول، او د کلیسا د فیصلو پر خلاف يې اواز پورته کړ، په دې کې یوه هم د ښځو په اړه خبره وه، چې ښځي بلکل منحوسي ندي، بلکي دوی هم د سړیو په شان ازادي او خپلواکي دي، پر ښځو باندي د یو چا حاکمیت هم د اعتبار وړ ندی، ښځي له سړیو سره په ټولو حقوقو کې مساوي دي، په حقیقت کې د دغو عوامو شعار د کلیسا د ظلم رد عمل و، د کلیسا له ډیره ظلمه عوامو د راهبانو هر څه ته د شک په سترګه کتل، د کلیسا په رد عمل کې هغوی دومره پر وړاندي ولاړل چې ویل يي: دین او علم سره متضاد دي، عقل او دین سره بېل دي، دا هر څه د کلیسا د ظلم رد عمل و.
له دې څخه دا خبره واضحه شوه، چې د ښځو د ازادي او مساوات غوښتنه د یو ظلم په رد علم کې و، او الحمد لله اسلام د خپل حقانیت له امله نارینه او ښځينه دواړو ته د هغوی له مزاج، خلقیت او طبیعت سره برابر خپل خپل حقوق ورکړي دي، بلکي د اسلام له نظره د ښځو داسي ازادي او مساوات لکه سیکولران چې يې دعوه کوي، د ښځو په حق کې تجاوز او تېری دی، د ښځو پر ټولنه باندي ظلم دی، مسلماني ښځي باید د دې ستر ظلم پر خلاف خپل اواز پورته کړي او د هغو حقوقو دعوه وکړي، چې اسلام ورته وکړي دي.
امریکا او د اخلاقي جرائمو وبا!!
دوی ویل: چې ښځه بلکل له دیني، فطري او ټولنیزو قوانیو پورته ده، په یو څه هم مکلفه نده، له سړیو سره په هر څه کې مساوي حقوق لري، د نر او ښځي په منځ کې هیڅ فرق نشته.
تر دې پوري چې اروپا او امریکا او ټوله کفري نړۍ دې حد ته ورسېده چې له ټولني څخه يې د اخلاقو جنازه ووتله او د ټولي نړۍ لپاره نن سبا کفري نړۍ د اخلاقو د جرمي وبا په مرکز بدله شوې. حراسة الفضيلة (ص: 105)
د ښځو ازادي او په اسلامي ټولنه کې د امریکايي پوهنتونونو اغیزي
د ښځو د ازادي او له سړیو سره د مساوات مفکوره د غربپلوه مسلمانانو او مستشرقینو له خوا په اسلامي ټولنه کې د تعلیم او د هغو مکاتبو او پوهنتونو له لیاري خپره شوه، کوم چې غربیانو په اسلامي هیوادو کې د هغوی د بچیانو د روزني لپاره جوړ کړي دي.
د داسي پوهنتونونو د داخلې شرائط هم څه بېل وي، د سړیو او ښځو لپاره ګډ تعلیم لري، او د دوی په هڅو او هاند یوه ښځينه شاګرده کولای شي چې له خپل محرم څخه پرته په بل هیواد کې له سړیو سره په ګډ ماحول کې زده کړي تر سره کړي، له دې مختلط ماحول څخه چې ښځه فارغه شي، نو په راتلونکي کې دغه ښځه د یو ستر خاندان بنسټ جوړ شي، او ټوله کورنۍ په هغه روحیه روزي په کومه روحیه چې دغه ښځه په مختلط ماحول کې روزله شوي وي، له دې سره ټولنه د هغو ناخوالو شاهده شي، له کومو سره چې نن سبا ټول انسانیت لاس او ګرېوان دی، او دا هر څه د ښځو د ازادي او د مساوات نتیجه ده.
زموږ هیواد او د ښځو ازادي
زموږ په اسلامي او افغاني ټولنه کې تر ټولو اول د ګډ تعلیم او د ښځو د ازادي شعار امان الله خان ورکړ، خو د امریکايي اشغال سره سم د ښځي له کور څخه راوتلو ته بیا دومره کار وشو، چې بل هیڅ وخت هم ندی شوی، ټول سیکولر مزاجه خلک مو په پټو سترګو د غربیانو او امریکایانو دا قاتل شعار زمزمه کوي، او د ځان لپاره يې نولس کلني لاسته راوړني بولي!!
او حال دا چې دا خلک د ښځو ا د ازادي او مساوات له تاریخ څخه نا خبره دي، او له هغو اهدافو هم نا خبره دي کوم چې غربیان يې د ښځو په ازادي او مساوات کې لټوي.
په راتلونکي قسط کې به پر دې مفصل بحث وکړو، چې غربیان مسلمانه ټولنه ولي خلط او اختلاط ته را بولي په دې کې د دوی اهداف څه دي؟ او زموږ (مسلمانانو) لپاره يې تاوان او نقصان څه دی؟
2020-10-04

Related posts