اکتوبر 21, 2020

د افغانستان د اسلامي امارت پياوړي جهادي شخصیت او د رهبري شورا له غړي محترم ملا تاج میر جواد صاحب سره د څرک مجلې مرکه

د افغانستان د اسلامي امارت پياوړي جهادي شخصیت او د رهبري شورا له غړي محترم ملا تاج میر جواد صاحب سره د څرک مجلې مرکه

 

بسم الله الرحمن الرحيم

دافغانستان اسلامي امارت پیاوړی جهادي شخصیت او د رهبري شورا غړی محترم ملا تاج میر جواد صاحب !

لومړۍ پوښتنه : تاسې په جریان کې یئ چې د قطر په مرکز دوحه کې  بین الافغاني مذاکرات پیل او روان دي، تازه جریان که راته ووایاست چې په کومو پړاوونو کې قرار لري؟

ځواب :

بسم الله الرحمن الرحيم، الحمدلله والصلاة والسلام علی رسول الله و علی من تبعهم و من والاهم و بعد:

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته!

اولاً: د څرک د مجلې مديره هيئت، ټولو کارکوونکو، مينوالو، خپل مجاهد ولس، د سنګر اتلو مجاهدينو، استشهاديانو او خپلو هغو ملګرو او دوستانو ته چې له ډيرې مودې راپديخوا ليرې سره پاتې شوي يو، نيکې هيلې، سلامونه او احترامات تقديموم، الله جل جلاله د وکړي چې ټول به روغ، جوړ او په خپلو شرعي امورو کې به بريالي ياست.

ثانياً: هغه غم ځپلو کورنيو ته چې په دې وروستيو کې  د امريکايانو او د دوی د ګوډاګيانو په بريدونو کې يې شهيدان ورکړي دي او يا يې د حق په لاره کې اتلو فرزندانو د شهادت جام نوش کړی دی او يا يې استشهادي اتلوال بريدونه ترسره کړي دي د تعزيت او تسليت مراتب وړاندې کوم، الله جل جلاله دې د دوی شهادتونه په خپل دربار کې قبول کړي، الله جل جلاله د يې په جنتونو کې په عاليه مقامونو باندې ونازوي او الله جل جلاله د تاسو ته صبر جميل، اجر عظيم او نعم البدل درپه برخه کړي، الله جل جلاله دې د حق په لاره کې ټولو زخمي شوو مجاهدينو ته عاجله او کامله شفاء ورپه نصيب کړي.

ثالثاً: بايد عرض کړم چې د تاريخ او روان سپيڅلي جهاد په دې حساسه مرحله کې د افغانستان د مجاهد ولس د ريښتيني آواز د انعکاس په برخه کې د څرک د مجلې خدمتونه واقعاً د زيات قدر او ستايلو وړ دي، الله جل جلاله د په دې برخه کې د لا مزيدو خدمتونو توفيق ورپه برخه کړي.

اوس راځم ستاسو د پوښتنې ځواب ته :

تر دې دمه چې زه ستاسو مرکه ځوابوم په دوحه کې د دواړو لورو د مذاکراتي ټيمونو بحثونه د مذاکراتو لپاره په کړنلارې راټول دي، په ډيرو مواردو توافق صورت نيولی دی او تمه ده چې په پاتې مواردو به هم توافق رامنځته شي، بيا به بحثونه د اجنډا په ټاکلو پيل کيږي او وروسته به اصلي مذاکراتو ته داخليږو.

 پوښتنه: آیا واقعاً هم اسلامي امارت غواړي چې د خبرو او مذاکراتو په نتیجه کې هیواد ته امن او سلامتي راولي ، دا د اسلامي امارت آرزو ده که کوم بهرنی فشار؟

ځواب: د افغانستان د طالبانو اسلامي تحريک چې د جهاد او مبارزې په پايله کې يې اسلامي امارت رامنځته شو، په هيواد کې د ريښتيني امن او سولې لپاره د ولس ريښتينی غږ او غبرګون ؤ او د سولې او امن له پيغام سره يې خپل خوځښت پيل کړ؛ په هغه وخت کې يې د هغه انارشيزم او شر او فساد پر خلاف جهاد او مبارزه وکړه، کوم چې د افغانانو سوله او امن اختناق کړی ؤ؛ اوس هم زموږ جهاد او مبارزه د هغو عواملو د له منځه وړلو لپاره ده کومو چې له افغانانو څخه ريښتينی استقلال يرغمل کړی دی، ريښتينې سوله او ريښتينی امن يې ترې تروړلی دی، هغه که زموږ جهادي مبارزه ده او که د نبوي شرعي سياست په مبادي ؤ او اصولو ولاړه سياسي مبارزه ده.

د افغانستان اسلامي امارت خپلواک دی، د سولې او جنګ په څير ټولې مهمې پريکړې په خپله کوي، د هيچا تر فشار لاندې نه دی، نه يې د چا فشار ته تر اوسه پورې غاړه ايښې ده، په دې برخه کې يې خپل ولس ته مکرر امتحان ورکړی دی، د افغانستان د اسلامي امارت يوه تر ټولو ستره آرزو په سوله، امن او سوکالۍ کې د افغانانو اوسيدا او ژوند دی.

پوښتنه: د کابل ادارې ته منسوب مذاکراتي ټیم وایي چې زمونږ سرې کرښې جمهوریت، دیموکراسي، د ښځو حقوق او د بیان آزادي ده، ستاسو له نظره اسلامي امارت څومره چمتو دی چې په دغسې کرښو له هغوی سره بحث او مجادله وکړي؟

ځواب: زموږ په نظر که تر هر نامه لاندې وي بايد په هغه پردي فرهنګ، باورونو او مفکورو ټينګار ونشي چې په تيره يوه پيړۍ کې يې افغانانو په مقابل کې مبارزه کړې ده لکه کمونيزم او سيکولريزم او ځينې نور باطل افکار.

 اصلاً په افغانستان کې د روان جنګ يو تر ټولو ستر عامل دا دی چې په افغانانو باندې د پردي فرهنګ، پرديو باورونو او پرديو مفکورو د تحميل جبري هڅې کيږي، کورني او بهرني اړخونه پکې ښکيل دي او په مکرر ډول دغه تحميل تجربه کيږي.

 د افغانستان اسلامي امارت د افغانستان لپاره سوچه اسلامي نظام غواړي او يوازې يو سوچه اسلامي نظام کولای شي چې د انسانانو تر منځ اجتماعي اړيکې په ښه توګه تنظيم کړي او انسان د دې جوګه کړي چې د خپل خلقت مقصود وپيژني، تعقيب يې کړي، د ځمکې پر مخ د الله جل جلاله له لوري ورسپارل شوې دندې په ښه توګه سمبال کړي؛ فرد او ټولنه دواړه په يو بل له ظلم او تيري څخه راوګرځوي او په دې توګه تر خپل منځ ستونزې حل کړي.

همدغه راز په اسلامي نظام کې د يو لړ اصولو او شرايطو له مخې د ټولنې هر وګړی د بيان د آزادۍ حق لري او دا اصول او شرايط یوازې د دې لپاره دي چې د بيان آزادي يوازې د حق د اظهار او د خپلو حقوقو د اعادې او استحصال لپاره وګرځي او  د يو مسلمان د عقيدې، شخصيت او حيثيت د سپکاوي د يوې وسيلې په توګه کار ترې وانخيستل شي، همدغه راز کوم حقوق چې ښځو ته اسلام ورکړي دي؛ که د هغو په رڼا کې  په وضعي قوانينو کې د ښځو حقوق تر مطالعې لاندې ونيسو دې پايلې ته رسيږو چې دا حقوق نه دي؛ بلکه د ښځو په حقوقو تيری دی؛ ځکه ښځې په ټولنه کې د خپلې اصلي دندې څخه منحرفوي او د نرانو يوه ملعوبه يې ګرځوي او بس.

  پوښتنه : د کابل ادارې مشر، چارواکي او پلويان يې تل خپل نظام او اساسي قانون د سيمې په کچه زيات اسلامي ګڼي؛ نو تاسو ولې په اصطلاح د دوی اسلامي جمهوري نظام، اسلامي نظام نه ګڼئ؟

ځواب : اسلامي شريعت د اسلامي نظام لپاره يو لړ مبادئ او اصول لري چې مهم يې دا دي : الله جل جلاله ته د حاکميت اعلی مختص کول، اسلامي شريعت د تقنين د يوازيني مصدر يا مأخذ په توګه منل او د اسلامي شريعت سره په ټکر کې د هيڅ قانون نه تسليمول.

کله چې يو نظام په دې مبا‎ديو او اصولو استوار وي د سپيڅلي اسلامي شريعت له مخې اسلامي نظام ګڼل کيدای شي او کوم  اساسي قانون چې د دې مباديو او اصولو بشپړ رعايت ته ژمن وي، اسلامي قانون بلل کيدای شي، د کابل د ادارې په اساسي قانون کې حاکميت اعلی، الله جل جلاله ته نه دی مختص شوی؛ بلکه د ولس حق ګڼل شوی دی، د دې قانون د لومړي فصل په څلورمه ماده کې په صراحت سره دا مطلب ذکر شوی دی. همدغه راز د تقنين په مصدريت او مأخذ کې له اسلام سره وضعي قوانين شريک کړای شوي دي او اسلام د تقنين د يوازيني مصدر په توګه نه دی پکې منل شوی او دا موضوع د بن په تړون کې ( چې د کابل د ادارې د اساسي قانون اساس دی ) په صراحت سره راغلې ده، دې ته ورته په اوومه ماده کې د بين المللي قوانينو او اعلاميو د مطلق او له کوم قيد او شرط څخه پرته د رعايت ژمنه شوې ده، حال دا چې په ځينو اعلاميو کې د ارتداد په څير عمل مشروع بلل شوی دی او هر څوک پکې اجازه لري چې خپل دين بدل کړي؛ نو پايله دا شوه چې د دوی په قانون کې ارتداد مشروعيت لري او له کابل څخه د ځينو مرتدينو مصئون خروج د همدې مادې پر بناء ؤ، دا يې يوه بيلګه وه دې ته ورته نور ډير موارد په نړيوالو تړونونو، قوانينو او اعلاميو کې شته چې دوی يې په خپل اساسي قانون کې بغير له قيد او شرط څخه د رعايت ژمنه ترسره کړې ده.

همدغه راز د نظام په مباديو او اصولو کې چې کوم مواصفات د زعامت لپاره ټاکل شوي دي، له هغه صفاتو څخه يې ډير د کابل د ادارې په اساسي قانون کې شتون نلري او نه يې زعامت هغه مواصفات لري، د کابل د ادارې په اساسي قانون کې تاسو هيڅ ځای هم د اسلامي شريعت کلمه نه شئ پيدا کولی، دوی هر ځای تنها اسلام ياد کړی دی، اسلام د دوی په نزد خاص تفسير او تعبير لري او یوازې يې په روح، عقل، ضمير او اخلاقو پورې منحصر ګڼي، د کابل د ادارې په اساسي قانون کې (۱، ۲، ۳، ۳۵، ۴۵، ۵۴ او ۶۳ ) مادې چې د اسلام په اړه راغلې دي، چې دوی او د دوی علماء سوء ډیر حساب پرې کوي، دا ټول په اساسي قانون کې د اسلام په اړه زينتي مواد دي، عبارتونه يې پيچلي، پوښلي او محتمل دي او په دې مادو کې يوه ماده هم د هغه مباديو او اصولو په باره کې نه ده راغلې او نه يې مفهوم افاده کوي چې اسلامي شريعت د اسلامي نظام لپاره ټاکلې دي.

سربيره پر دې د کابل اداره د اشغال په سيوري کې رامنځته شوې ده، د داسې اعمالو مرتکبه ده چې په اساس يې اسلامي شريعت له دوی سره جهاد او د دوی قتل واجب ګڼي، د افغانستان په پاکه ځمکه کې يې د فتنې، فساد او فحشاء خپراوي ته زمينه  برابره کړې ده، د مسلمانانو وينه مباح ګڼي، هر ځای د مسلمانانو پر ضد د کفارو مرسته او د کفارو امنيت د خپلو امنيتي او دفاعي قواؤ مسؤليت ګڼي او وياړ پرې کوي، بناءً داسې يو نظام ته هيڅکله هم اسلامي نظام نشي ويل کيدای او نه يې قانون اسلامي قانون ګڼل کيدای شي. د کابل د ادارې مشر، چارواکي او پلويان چې د خپل نظام د قانون د اسلامي توب په اړه کومې څرګندونې، ادعاوې او تبليغات کوي دا یوازې د عامه ذهنيت د مغشوشولو، د شکونو د ايجاد او د ولس د تير باسلو لپاره کوي.

پوښتنه : د کابل د ادارې مشران تل په خپلو بيانيو کې ټينګار کوي چې مونږ به هيڅکله سابق ته ور ونه ګرځو ، يا (بازګشت به سابق ) د منلو نه دی، معنی دا چې مونږ اسلامي امارت نه غواړو او نه پخوانيو زمانو ته ورګرځو ، د حاضر عصر له غوښتنو سره سم به نظام جوړوو  او خپلې اتلس کلنې لاسته راوړنې به ساتو او دا لاسته راوړنې د يوې سرې کرښې په توګه تلقي کوي، که لطفاً د اسلامي امارت دريځ په دې هکله راته بيان کړئ؟

ځواب : که (بازګشت به سابق ) په دې معنی وي چې د عصر له ساينسي او علمي پرمختګ څخه دې استفاده ترک شي، د دې مونږ هم مخالف يو او داسې (بازګشت به سابق) نه غواړو او که له (بازګشت به سابق ) څخه هدف د هغو الهي لارښونو ترک وي چې لوی الله جل جلاله څوارلس سوه کاله دمخه د انسانانو د اجتماعي اړيکو د تنظيم، د انسان د خلقت د مقصد او د ځمکې پر مخ د الله له لوري انسان ته د سپارل شوې دندې د سمبالښت لپاره راليږلې دي؛ نو موږ د داسې (بازګشت به سابق) طرفدار يو او دا زموږ د ايمان او عقيدې برخه ده .

مونږ کله هم دا الهي لارښوونې د ديموکراسي په څير په هغو عقلي مفکورو نه شو تبديلولای چې د عقل د محدودې دايرې په اساس اختراع شوې دي، که د يو چا عقل د الله جل جلاله د لارښوونو حکمت ته نه شي رسيدلای دا دې ده د عقل کمزوري ده؛ نه د الله جل جلاله د سپېڅلو لارښوونو.

تاسې وګورئ! د انسانانو د اجتماعي اړيکو د تنظيم، د انسان د خلقت د مقصد او د ځمکې پر مخ د انسان د دندې د نوعيت او سمبالښت په اړه د عقل لارښوونې کله هم ثابتې نه و ، هروخت د تغير په حالت کې وي او دا تغیر هر وخت په کوم منطق نه وي ولاړ؛ بلکه د هوا او هوس تابع وي.

 پاتې شوه د اتلس کلنو لاسته راوړنو خبره! کومې اتلس کلنې لاسته راوړنې چې دوی يادوي دا بايد د اسلامي شريعت په اساس تفکيک شي، کومې چې  د فتنې، فساد او فحشاء په زمره کې راځي موږ په کلکه دا مستردوو او  مسترد به يې کړو او زموږ په اسلامي ټولنه کې چې کوم ويجاړی د دې له امله رامنځته شوی دی په ټول توان به د دې ويجاړي د ازالې کوشش وکړو؛ البته هر هغه څه چې د عصر له ساينسي او علمي پرمختګونو څخه واقعي استفاده ګڼل کيږي، زموږ د ټولنې له مصالحو څخه وي او له سپيڅلي اسلامي شريعت سره په ټکر کې نه وي هغه به لا تائيد او تشويق کړو.

 پوښتنه: ځينې خلک دا پوښتنه کوي چې طالبان په افغانستان کې څه ډول اسلامي نظام غواړي؟ د پاکستان په څېر؟ د ايران په څېر؟ د مصر په څېر؟ د سعودي په څېر ؟  او دوی دا هم وايي چې د اسلامي نظام يوه واحده بڼه نشته؛ نو که لطفاً دا راته وواياست چې تاسو کوم ډول نظام غواړئ؟

ځواب: د اسلامي شريعت له مخې اسلامي نظام خپل تعريف، خپل مبادئ او اصول او خپل ډولونه لري، موږ په اسلامي نړۍ کې موجود نظامونه د اسلامي شريعت په رڼا کې مطالعه کوو  او موږ د اشخاصو، ډلو او هيوادونو د سليقو او افکارو له مخې د نظام نوعيت نه وړاندې کوو؛ بلکه د اسلامي شريعت د لارښوونو له مخې د نظام غوره ډول د خپل هيواد او خپل ولس له مصالحو څخه ګڼو، پاتې دې نه وي چې دا ډول پوښتنې څوک مطرح کوي هغوی د نظام په اړه د اسلامي شريعت له لارښوونو څخه يا ناخبره دي او يا زموږ مسلمان ولس ته د اسلامي نظام په اړه د شکونو د ايجاد په هدف دا پوښتنې مطرح کوي او د يو ډول تلبيس په هڅه کې دي.

 پوښتنه: د کابل د ادارې چارواکي په خپلو څرګندونو کې د افغانستان اسلامي امارت له مخکينيو شاهي سلطنتونو سره پرتله کوي او ادعاء کوي چې د اسلامي امارت پر مهال افغانستان د يوې هديرې مثال درلود، نه خلکو آزادي پکې لرله او نه له حقوقو څخه برخمن وو، تاسو دوی ته څه ځواب لرئ؟

ځواب : اسلامي امارت د يو واقعي اسلامي نظام ممثل ؤ، زعامت يې د جيدو ديني علماء کرامو له لوري ټاکل شوی ؤ او ټاکل کيږي، مقتدره د رهبري شوری يې درلودله او لري يې چې غړي يې د اهل حل او عقد له صفاتو او صلاحيتونو څخه برخمن دي، د زعامت په اړه تصميم نيسي او اهليت ته په کتو د هيواد د هرې برخې وګړي پکې موجود دي. د زعامت ټولې ټاکنې هغه صفاتو ته په کتو ترسره کيږي چې په يو اسلامي نظام کې يې بايد يو زعيم ولري، د مشروعيت اساسي سرچينې يې شريعت او شوری وه او ده، د اسلامي شريعت له مخې د نظام لپاره په ټاکل شوو مباديو او اصولو ولاړ ؤ او ولاړ دی، سوچه اسلامي دستور يې تدوين کړی ؤ چې تر توشيح پورې د امريکايي اشغالګرو د حملې له وجهې ونه رسيده.

رياست الوزراء او کابينه يې درلودله چې د يو حکومت ممثله وه چې خپل ولس ته يې ټول اړين خدمات سرته رسول، رئيس، مرستيالان، د کابيني وزیران او واليان د اهليت پر بناء ټاکل کيدل، په منظم او نا منظم ډول يې په پراخه کچه له ولس سره د دوی د (نماينده ګانو ، قومي مشرانو او جهادي شخصيتونو) په توسط د مرکز، ولايتونو، ولسواليو او قريو په کچه تماس او مشورې درلودلې. په هر ولايت کې يې د جيدو ديني علماء کرامو يوه شوری  تشکيل کړې وه چې د ولايتونو چارې يې له نيږدې څخه څارلې، فيصلې په شرعي محاکمو کې ترسره کيدلې، د سمع شکاياتو کميسيون به ولايت په ولايت او ولسوالۍ په ولسوالۍ ګرځيده، د مسؤلينو په اړه به يې د ولس شکايتونه اوريدل او د اسلامي شريعت په رڼا کې به يې په هکله فيصلې کولې.

په خپله مرحوم عاليقدر اميرالمؤمنين له ولس سره د امارتي مسؤلينو د تعامل د څار يو ځانګړی مخفي سيستم درلود چې قاصدان به يې په ولس کې ګرځيدل او د چا به چې چارې د اسلامي شريعت او مسلک سره برابرې نه وې په اړه به يې د اسلامي شريعت له مخې فيصله کوله، په تعليمي او اقتصادي برخو کې خلکو ته د خپل وس تر حده چوپړ روان ؤ، د ځوانانو د تفريح لپاره هغه وخت چې څه ممکن وو هغه ټولو ته د اسلامي شريعت له مخې د يو لړ اصولو په چوکاټ کې اجازه ورکول شوې وه او تشويقيدل، په جبري توګه د ښځو ودول، په بديو کې د ښځو ورکول او له ښځو سره ځينې نور زور زياتي ممنوع اعلان شوي وو او په کلکه يې مخه نيول کيده.

نو اوس تاسو قضاوت وکړئ چې د داسې یو نظام پرتله کول له هغه شاهي نظامونو سره کوم عقل او منطق دی چې د يوې کورنۍ په اختيار کې وو، پريکړې به يې يوه شخص کولې، زعامت او کليدي پوستونه پکې ميراثي وو او زياترو يې له خپل هوا او هوس څخه پرته نور څه نه پيژندل، په لستوڼو کې يې مارانو ته ځای ورکړی ؤ، په قدرت کې د بقاء په خاطر يې هيواد له ډول ډول کړاوونو سره مخ کاوه، کله به يې د شرق لمن نيولې وه او کله د غرب او د ډول ډول شيطاني مفکورو راواردولو ته يې زمينه برابره کړې وه .

له داسې پوچو تبليغاتو څخه يوازينی هدف د مذاکراتو له لارې د افغانستان د معضلې له حل څخه ويره، په بين الافغاني مذاکراتو کې د بې باورۍ د فضاء راپيدا کول او د اسلامي امارت او اسلامي نظام په اړه د کمترۍ د احساس پنځول او دښمني ده، چې کله به هم د دې تبليغاتو ډنډورچيان دې شومو اهدافو ته ونه رسيږي، يوازې به په ولس کې خپل ځانونه لا زيات سپک، منفور او منزوي کړي.

دا چارواکي بايد د اسلامي امارت څخه د مخه هغه ورځې وريادې کړي چې د سمتي او لساني تعصبونو، هوا او هوس په اور کې د کابل ښار وسوځيده او په کنډواله بدل شو ، ۶۰ زره ښاریان ووژل شول، په هره پوسته او هر پاټک کې د خلکو په مال او عزت لوبې کيدلې، د خلکو په سرونو ميخونه ټک وهل کيدل، د رقص مرده نندارې جوړيدلې، له انسانانو څخه د کُلابو کار اخيستل کيده او دوی يې يا مخکښان او يا د مخکښانو لاس په نام عسکر وو، دوی بايد د هغه جنايتونو له کبله چې په تيرو شلو کلونو کې يې په اصطلاح د اسلامي جمهوري دولت د قانون د واکمني، اجتماعي عدالت، د بيان د آزادۍ، د ښځو د حقوقو تر رنګينو شعارونو لاندې ترسره کړل وشرميږي، مړه شي او په ځمکه ننوزي.

د لويديځ د غلامۍ قبلول، له لويديځوالو سره يو ځای د خپل ولس قتل عام، د فتنې ، فساد او فحشاء خپرول، بې دينۍ او ارتداد ته د زمينې برابرول، کمساری اداري فساد، د خلکو لوټ تالان، په لويو ښارونو کې کمساري جنايي جرمونه، د ښځو په عزت او ناموس ډلئيز تيري، د اسلامي مقدساتو توهين، له ۹۰ سلنې څخه زياته د فقر کچه، له هيواد څخه د سلګونه زرو ځوانانو تښتيدل، په مخدره موادو د ميليونونه ځوانانو معتاد کيدل او په شپنيو چاپو کې د پوره پوره کورنيو له منځه وړل کيدل، دا ټول د دوی د جمهوريت ارمغانونه دي. افغانان به په لويو ښارونو کې په څو بلند منزلونو، ښارګوټو، د شپې له مخې په نايټ کلبونو کې په ګډا، بلو څراغونو، شرابو، په سلګونو راډيوګانو، ټلويزيونونو او ټولنيزو شبکو کې په څلورويشت ساعته ساز، سندرو، فحاشي، د يو بل په سپکاوي او توهين او د خرو په لمانځلو څه وکړي؟! او د کوم درد دوا به يې شي؟! او تر اوسه يې کوم درد پرې دوا شوی دی ؟!.

پوښتنه : اسلامي امارت د افغانستان ولس ته څه ورکړي دي، په خپل وخت کې يې په سياسي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې کوم خدمتونه ورته ترسره کړي دي؟ که لطفاً په دې اړه يو څه رڼا واچوئ!

ځواب : د افغانستان اسلامي امارت خپل ولس ته ډیر څه ترسره کړي دي او خپل ولس ته د ډیرو خدمتونو افتخار لري؛ خو څنګه چې هغه مهال اسلامي امارت په سخته سياسي او اقتصادي محاصره کې قرار درلود له همدې امله يې رغنيزې چارې په خلاص مټ په پراخه کچه او د نړۍ له نوو علمي او ساينسي پرمختګونو څخه په استفادې نشوای سرته رسولای او کوم خدمتونه يې چې ترسره کړي دي له مهمو څخه يې دلته يادونه کوو:

۱ – د شورويانو او کمونستانو پر خلاف د سپيڅلي جهاد د دوو سترو ارمانونو ( ريښتني استقلال او سوچه اسلامي نظام د حاکميت ) پر خلاف د يوې سترې دسيسې پر وړاندې پاڅون.

۲ – د انارشي او ملوک الطوایفي او هغه زرګونو پاټکونو ختمول چې هره لحظه د خلکو مال، عزت او ژوند پکې لوټل کيده.

۳ – هيواد له تجزيې څخه ژغورل.

۴ – د يو پياوړي مرکزي نظام ټينګښت.

۵ – د اسلامي شريعت تطبيق، د حدودو جاري کول، امر بالمعروف او نهي عن المنکر او له پيړيو څخه وروسته د اسلامي نظام د عملي نمونې وړاندې کول.

۶- د سرتاسري کمساري امنيت ټينګول.

۷- د کمساري اسلامي اخوت د نمونې وړاندې کول او د ناپييلتوب د دريځ ساتل.

۸- د حکومتي نظام، وزارت خانو او نورو اداري واحدونو د تأسيساتو ترميم او فعالول.

۹- د پوهنتونونو، مکتبونو او مدرسو ترميم او فعالول، د نصاب ورته چاپول، د استادانو د معاشاتو اجراء کول او د ديني او عصري تعليم تر منځ د توازن کرښه راکشول او د لسيزو راپديخوا د هغه تعصب ورکول چې د عصري او ديني تعليم د مؤسساتو تر منځ لمن ورته وهل کيدله.

۱۰- سره له دې چې طالبانو په اقتصادي محاصره کې قرار لاره، سخت اقتصادي بنديزونه پرې لګيدلي وو؛ خو د ګمرکي محصولاتو په کمولو او د مضاربت د سيستم په ترويج سره يې تجارت بيرته وغوړاوه، د ژوند د اوليه موادو ډیره ارزاني وه او ډيرو غريبو کورنيو هم د خپل ژوند د سوکالۍ په خاطر پرمختللي نقليه وسايط درلودل.

۱۱- د سروبي، نغلو او کجکي د بريښنا د بندونو رغول، کابل، هلمند او کندهار ته د بريښنا د مزو تيرول او ښاريان يې له بريښنا څخه برخمن کول.

۱۲- د بغلان د نساجۍ او سمڼټو د فابريکې د ماشينونو ترميمول او توليد ته يې آماده کول، د شبرغانو د ګازو د استخراج د ماشينونو فعالول، مزار ته د ګاز د پايپ لين غځول او د مزار د کود کيمياوي د فابريکې فعالول (چې له مخکې څخه يې زيات توليدات درلودل) او د سمنګان او کرکر د ډبرو سکرو د کانونو فعالول او توليد ته يې آماده کول. همدغه راز شخصي پانګوالو د کابل په صنعتي پارک کې تر سلو پورې فابريکې فعالې کړې او د بريښنا مزي ورته راکش او بريښنا ورته راتيره شوه، په کندز کې د سپين زر فابريکه بيرته فعاله او په توليد يې پيل وکړ، په جلال آباد کې د پلاستيک فابريکه هم فعاله شوه او د هيواد په نورو لويو ښارونو کې هم ډيرې کوچنۍ فابريکې فعالې شوې چې زرګونو افغانانو ته د کار زمينه پکې برابره شوه، همدغه راز ډير زيات مارکيټونه، دوکانونه او ښارګوټي شخصي پانګوالو او تجارانو جوړ کړل.

۱۳- له هغو ډیرو لږو امکاناتو څخه په استفادې چې اسلامي امارت درلودل د طورخم – جلال آباد، جلال آباد – کابل ، کابل – پکتيا ، کابل – غزني ، غزني – کندهار ، کندهار – هرات ، هرات – تورغونډۍ  او کندهار – بولدک د سړکونو ترميمول، همدغه راز له طورخم څخه تر جلال آباد پورې د سړک پخولو اساسي کار روان ؤ ، له جلال آباد څخه تر کابل پورې د سړک پخولو اساسي کار روان ؤ چې تر درونټې پورې رسيدلی ؤ ، له کابل څخه تر غزني پورې د سړک پخولو اساسي کار روان ؤ چې تر ميدان ښار پورې رسيدلی ؤ ، له کندهاره تر بولدکه، له کندهار تر هرات او له هرات څخه تر تورغونډۍ پورې د سړک پخولو اساسي کارونه روان وو او دې ته ورته د کندهار، هرات، جلال آباد ، کابل او ځينو نورو ښارونو د داخلي سړکونو د پخولو کار هم روان ؤ.

د يادونې وړ بولم چې اسلامي امارت د رياست الوزراء د اقتصادي مرستيال جناب مولوي صاحب عبدالکبير په مشرۍ يوه اقتصادي شوری درلودله او دې شوری د خپلو داخلي عوايدو او تجارانو د شخصي پانګونې او د تجارانو د مرستې په مټ د داؤد خان د وخت د هيواد د بيا رغونې پنځه کلن پلان دوباره تر غور لاندې ونيو او د هغه برخو د عملي کولو پلان يې جوړ کړ چې عملي کول يې ممکن او په ګټه وو، د کنړ په سيند د بريښنا د بند د جوړولو ، د ګنبيري دښتې ته د نهر د راتيرولو او په ځينو نورو ځايونو کې د نهرونو د تيرولو، د اوبو د ذخيره کولو او د بريښنا د بندونو د جوړولو سروې ګانې روانې وې او په بانکونو کې يې د دې پرمختيايي پروژو سره د کومک لپاره يو ځانګړی حساب خلاص کړی ؤ، زما اوس هم يوه دردوونکې خاطره په ياد ده چې د جلال آباد ښار د سړکونو د پخولو د چارو لپاره د ماشين آلاتو اخيستلو ته ضرورت ؤ، هغه ماشين آلات په يو ګاونډي هيواد کې واخيستل شول او په ډیره سختۍ سره په قاچاق جلال آباد ته رانقل شول او د امريکايانو د يرغل له وجې دا چاره نيمګړې او ماشين آلات په سړکونو ولاړ پاتې شول.

۱۴- له ولس سره د خير ښيګڼې په هدف ټولو بهرنيو خيريه مؤسسو ته د فعاليت د آسانتياؤ برابرول، پاتې د نه وي چې د دې تر څنګ يې په شفافيت سره د کومکونو د مصرف او خدمتونو د سرته رسولو لپاره د پلان د وزارت په چوکاټ کې يو ځانګړی ميکانيزم رامنځته کړی ؤ، همدغه راز يې خپله هم عشر او زکات په مسکينانو تقسيماؤ، پخه ډوډۍ يې په نيمايي بيه په مسکينانو پلورله او معيوبينو ته يې د معيوبينو د وزارت له لارې خاص کارتونه توزيع کړي وو، وخت په وخت به يې کومکونه ورسره کول او شخصاً مرحوم عاليقدر اميرالمؤمنين هر هغه چاته چې دواړه پښې يې د سرو لښکرو او کمونستانو پر خلاف په جهاد کې له لاسه ورکړې وې او يا فلج وو د ګرځيدا راګرځيدا لپاره موټر ورکول.

۱۵- د مدرسو او جوماتونو آبادول.

۱۶- د ټاپي د سترې څو هيواديزې اقتصادي پروژې پيل، د نوو افغانيو د بانک نوټونو ډيزاين او د اتصالاتو او د عصري ټليفوني سيستمونو د نصبولو په برخه کې له اړونده شرکتونو سره خبرې او په قراردادونو کار، چې دا هر څه د امريکايي تيري له امله ناتکميل پاتې شول.

۱۷- په مطبوعاتي برخه کې هم راډيوګانې فعالې وې، د هيواد د استقلال ورځ په ښه جوش سره لمانځل کيدله، ادبي غونډې، مشاعرې، تمثيلي ټوټې او مسابقې جوړيدلې، مجلې اخبارونه او کتابونه چاپيدل.

۱۸- په ټول هيواد کې د سپورټ ټولو ډولونو ته د اسلامي شريعت له مخې د يو لړ خاصو شرايطو په اساس اجازه ورکول شوې وه او سپورټي مسابقې تشويقدلې.

۱۹- اسلامي امارت هوايي ميدانونه ورغول او يو کوچنی هوايي نظامي ځواک يې (چې يو شمير هليکوفټر، بار وړونکې او جنګي جيټ طيارې يې درلودلې ) رامنځته کړ، ټول نظامي سپک او درانه وسايل يې راجمع او ترميم کړل، پوځي تأسيسات يې ورغول او ټول يې د وزارت دفاع تر کنټرول لاندې راوستل او داسې پوځي او امنيتي ځواک يې رامنځته کړ چې په ډيرو کمو امکاناتو او داخلي عوايدو يې پالنه کوله، نه د ولس د اوږو بار ؤ او نه د بهرنيو مرستو په بدل کې غلامۍ ته اړ ؤ، بلکه د احمدشاه بابا د پېر په څير يو مستقل او سرلوړی پوځي ځواک ؤ، چې د سيمې هيوادونو هم ترې سترګه کوله.

۲۰- د مخدره موادو د کښت او قاچاق صفر ته راښکته کول (چې اوس يې په جمهوريت کې کچه بيرته د نړۍ پر مخ تر ټولو لوړې درجې ته رسيدلې ده او په کور د ننه تر درې ميليونه پورې د مخدره موادو معتادين شتون لري).

۲۱ – د اداري فساد ختمول.

د يادونې وړ ده چې اسلامي امارت ياد ټول خدمتونه د خپلو کمو داخلي عوايدو په مټ ترسره کول، هيڅ ډول بهرنۍ مرسته نه وه ورسره حال دا چې په څو جبهو کې له شر او فساد سره پر مصرفه جبه ئي جنګونه هم روان وو او د ملګرو ملتونو له لوري له سختو اقتصادي بنديزونو سره هم مخ وو.

اشغالګرو او د دوی ګوډاګيانو هغو سلګونه ميليارده ډالرو ته په کتو ( چې د افغانستان له بيا رغونې سره د مرستې په نامه اعلانيدل ) د بيا رغونې په برخه کې له څو سمبوليکو کارونو څخه پرته هيڅ د پام وړ بنسټيز کارونه نه دي ترسره کړي او په څه چې سترګې لګيږي او ترسره شوي دي هغه هم زياتره خصوصي پانګه والو ترسره کړي دي.

پاتې د نه وي چې له پيل څخه تر اوسه پورې اسلامي امارت او زموږ شهيد پرور ولس په مطبوعاتي محاصره کې قرار لري او زيات مجال د دې نه دی پيدا شوی چې خپل ولس ته د اسلامي امارت خدمتونه او  په دې برخه کې لاسته راوړنې په درسته توګه منعکسې شي او زه شخصاً په دې برخه کې له اسلام پالو ليکوالانو څخه هم ګيله لرم چې خپل ولس ته د اسلامي امارت له لوري د ترسره شوو خدمتونو انعکاس او په دې برخه کې تحقيقاتو ته زياته پاملرنه نه کوي او ډیر ارزښت د حاضرو حالاتو انعکاس ته ورکوي، الله جل جلاله دې وکړي چې دې برخې ته يې توجه راوګرځي او زياته پاملرنه ورته وکړي.

 پوښتنه: د کابل ادارې په داخل کې له امرالله صالح څخه نيولې د احمدشاه مسعود تر ورور پورې، هغوی وایي چې مذاکرات کومه نتیجه نه ورکوي او له خپلو جګړه مارو يې غوښتي چې يوې بلې جګړې ته تيار شي؛ داډول خبرې څه معنا لري او آیا دغه څیرې دومره ځواک او نفوذ لري چې یو ځل بیا انارشیزم رامنځته کړي؟!

ځواب : احمدضياء مسعود، امرالله صالح او د دوی په څير نورو کسانو ته  له خپلو شخصي منافعو او د افغانستان دښمنه هيوادونو استخباراتي سازمانونو ته له جاسوسۍ پرته بل څه ارزښت نه لري؛ له خارجي استخباراتي سازمانونو څخه د استخباراتي پروژو ټيکه کول او د خپل ولس او خپلې اسلامي عقيدې پر ضد فعاليت د دوی د ژوند تر ټولو ستره موخه ده، دوی د افغانستان د ټولنې د هيڅ برخې نماينده ګي نه کوي او دا دوی ته د پرديو افغان دښمنه قوتونو څخه پيچکاري شوی نظر دی.

 د افغانستان خلک ريښتينې سوله او امن غواړي او د مذاکراتو له لارې د اشغال خاتمه او په افغانستان کې د يو سوچه اسلامي نظام حاکميت غواړي؛ نور هغه دور تير شوی دی چې څوک دې د افغانستان د خلکو د ارمانونو او د دې ارمانونو د ستر ممثل ( اسلامي امارت ) پر وړاندې ودريږي، ډلې ټپلې او مليشې دې جوړې کړي؛ که د بهرنيانو پوځي او مالي مرستې نه وي، دوی ټول د اسلامي امارت د مجاهدينو د يوې نظامي ډلګۍ د مقابلې وس هم نه لري.

 پوښتنه: امرالله صالح ډیر ځله د امارت د نورو مشرانو تر څنګ ستاسې نوم یادوي چې د هغوی جهادي تکتیکونه مو په خپل وخت کې خنثی کړي دي ، محترم جواد صاحب د صالح دغو غورځو پرځو ته څه ځواب لرئ؟

ځواب: زه دا منم چې امرالله صالح به د (CIA)، (MI6)، (DGSE) او  (RAW)  د جاسوسانو د روزلو په کومو روزنيزو پروګرامونو کې برخه اخيستې وي؛ خو  د ګوډاګۍ ادارې د ملي امنيت د رئيس په توګه د دندې پر مهال د ده ناکامۍ  او د ګوډاګي نظام په پلويانو کې د ده په اړه موجود نفرت دا راښيي چې نوموړی يو مسلکي استخباراتي کدر نه دی او د استخباراتي مسلکي کدر په توګه نه خپلې چارې په سمه توګه سرته رسولای شي او نه په خپله نفعه رواني مثبتې اغيزې پريباسلی شي. د اسلامي امارت د استشهادي مجاهدينو هغو تکتيکونو چې امرالله صالح يې تصور هم نشوای کولای؛ نوموړی د ګوډاګۍ ادارې د ملي امنيت د لوی رياست له منصب څخه راپريباسه او لاندې يې راخطاء کړ؛ نو په کومو سترګو دی بيا دا شرموونکې دروغجنه ادعاء کوي چې ما د استشهادي عملياتو د تنظيموونکو تکتيکونه ناکام کړي دي؟

که د امرالله صالح په وخت کې وو او که له هغه څخه راوروسته، څه چې د ګوډاګۍ ادارې د ملي امنيت د لوی رياست په نامه ترسره کيدل، دا هر څه د غربي استخباراتو له لوري ترسره کيدل او د هر رياست چارې يې په حقيقت کې هغو خارجي اجنټانو مخته وړلې او مخته يې وړي چې د لويديځو استخباراتي سازمانونو له لوري په هر رياست کې نصب شوي او د دوی مسلکي  اجنټان دي.

موږ امرالله صالح ته د يو ښه لفاظ او قوال څخه ويلای شو، د جاسوسۍ ښه اکټونه او تمثيلونه يې تمرين کړي دي؛ خو کله هم يو مسلکي استخباراتي کدر نه دی، الحمدلله د استشهادي عملياتو تکتيکونه او تخنيکونه ډير پيچلي، پرمختللي او بريالي دي، هميشه پکې د نوو نوو تجربو په اساس له نوو نوښتونو او ابتکاراتو څخه کار اخيستل کيږي او نن چې د دښمن ماغزه ځای ته راغلي دي او د زور د ژبې پر ځای د خبرو ژبه کاروي، دا د اسلامي امارت د نورو مجاهدينو د کمسارو قربانيو تر څنګ د استشهادي عملياتو برکت دی؛ نه د امرالله صالح په وخت کې د ګوډاګۍ ادارې د ملي امنيت ادارې مخکې له مخکې د استشهادي عملياتو د کشف او مخنيوي توان درلود، نه يې تر اوسه دا توان پيدا کړی دی او نه يې فزيکي امنيتي موانع د استشهادي عملياتو د تکتيکونو پر وړاندې د مقابلې وړتيا او وس لري، له ډیرې ناتوانۍ څخه يې تل هڅه کړې ده چې د استشهادي عملياتو د رواني اغيزو پر وړاندې د خپل تبليغاتي ماشين په مټ مورچل ونيسي.

 پوښتنه: دوحې ته له کابله له راغلي ټیم پرته نور افغان جهتونه هم شته چې د خبرو له بهیر څخه بهر پاتې دي، له هغوی سره به د تفاهم بهیر څنګه وي؟

ځواب: بلې؛ د افغانستان اسلامي امارت له ټولو مطرحو افغاني جهتونو سره په تماس کې دی او د مسئلې ريښتينی حل هم هغه وخت راوتلی شي چې کله په روانه بين الافغاني پروسه کې ټول مطرح جهتونه دخيل وي، اسلامي امارت به اجازه ورنکړي چې يوه خاصه شريره کړۍ په بين الافغاني مذاکراتي بهير کې د ټولو مطرحو افغاني جهتونو شموليت او ښکيلتيا يرغمل او سبوتاژ کړي.

 پوښتنه: آیا رښتیا هم امریکا دې ته چمتو شوې چې خپل اشغال ختم کړي او که  مذاکراتو ته، خپلو موخو ته د رسیدو د یوې لارې په توګه ګوري؟

ځواب: امريکايانو د زور ټولې لارې وکارولې او دې نتيجې ته رسيدلي چې خپل اشغال ته دوام نشي ورکولای او نه خپل ګوډاګيان په افغانانو باندې د ډير وخت لپاره تحميلولای شي، له همدې امله يې د مذاکراتو او منطق لاره خپله کړه . دا چې دوی په خپله محاسبه کې د مذاکراتو له لارې د خپلو کومو اهدافو تحقق په پام کې لري دا په دوی پورې اړه لري، خو موږ له امريکايانو سره توافقنامې ته د کلکې ژمنتيا تر څنګ پوره ويښ او بيداره يو، ان شاء الله نه به مو څوک په اغفال کې واقع کړي او نه به د تاريخ د هغه ترخو تجربو تکرار ته اجازه ورکړو، کومې چې له اسلامي او جهادي حرکتونو سره د دښمنانو د مذاکراتو په اړه موجودې دي.

 پوښتنه : د روان ميلادي کال د جون په مياشت کې ملګرو ملتونو په يو راپور کې ادعاء وکړه چې اوس هم د افغانستان په يو شمير ولايتونو کې بهرنۍ جهادي ډلې شتون لري، د غړو تعداد يې سلګونو ته رسيږي، د طالبانو په پلوۍ جنګيږي، طالبان دوامداره اړيکې ورسره لري او د طالبانو په ليکو کې يې د ځينو نوو ترسيمونو ادعاء هم وکړه، ستاسو په نظر د ملګرو ملتونو د داسې راپورونو سرچينې کومې دي؟ په دې راپور څومره باور کيدای شي؟ او ولې داسې راپورونه خپروي ؟

ځواب : په افغانستان کې د بهرنيو استخباراتي سازمانونو يوه شريره کړۍ (چې د دوی بهرني او افغاني اجنټان پکې شموليت لري )شتون لري، د دې شريرې کړۍ د بهرني اړخ مخکښ ( مايکل سمپل ) دی چې (MI6) ته کار کوي، يو وخت د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې د استازي مرستيال هم ؤ، نوموړی په افغانستان او سيمه کې د پټو، خطرناکو او مرموزو استخباراتي کړنو سابقه لري او تازه يې له ارګ سره اړيکې قايمې کړې دي، نوموړی د مذاکراتو د روان بهير له سرسختو مخالفينو او مخربينو څخه دی، د دې شريرې کړۍ د کورني اړخ مخکښان د ګوډاګۍ ادارې د ملي امنيت پخواني چارواکي دي، دوی ټول د مذاکراتو او سولې له روان بهير، د امريکا او د افغانستان د اسلامي امارت تر منځ د اشغال د خاتمې له تړون او بين الافغاني مذاکراتو سره کلک مخالفت لري او د تخريب او سبوتاژ په هڅه کې يې دي.

زما د معلوماتو له مخې د ملل متحد د دې راپور له خپراوي څخه د مخه (مايکل سمپل ) په سرينا هوټل کې ديره ؤ او له خپلو خارجي او داخلي همکارانو سره يې يو ځای د دې راپور لپاره معلومات برابرول چې زياته برخه يې جعلي وه، همدغه راز مايکل سمپل يوه بله تخريبي څیړنه د زندانيانو د پروسې له تکميل څخه د مخه له (فلیکس کوهن ) سره په ګډه د بلفاسټ پوهنتون لپاره هم ترسره کړې وه چې د سپتمبر د مياشتې  په اوايلو کې د فارن پاليسي لخوا خپره شوه ، په دې څيړنه کې هم ده ادعاء کړې وه چې د خلاص شوو طالبانو ډیری برخه بيرته د جنګ ليکو ته ستانه شوي دي او هڅه يې کړې وه چې د زندانيانو د خلاصون پروسه تخريب او په دې توګه بين الافغاني مذاکرات سبوتاژ کړي .

مايکل سمپل او له خارجي او داخلي اجنټانو څخه جوړه دا شريره کړۍ د داسې دروغجنو راپورونو د ليکلو، د جعلي څيړنو د ترسره کولو او د دروغجنو افواهاتو د خپرولو سابقه لري، د افغانستان اسلامي امارت متحد دی، په راپور کې ادعاء شوی ترسيم هيڅ حقيقت نه لري تر دې چې د ياد شوي ترسيم ادبيات هم د اسلامي امارت له ادبياتو سره هيڅ اړخ نه لګوي .

د افغانستان اسلامي امارت (د خپل شرعي مکلفيت له مخې) له امريکايانو سره شوې توافقنامې ته په کلکه ژمن دی او د توافقنامې د عملي کولو لپاره چې کوم ميکانيزم جوړ شوی دی، د هغه ميکانيزم له مخې قدم په قدم وړاندې ځي او له امريکايانو څخه هم ورته تمه لري او توافقنامې ته د دوی ژمنتيا له نيږدې څخه څاري، امريکايان او نړيواله ټولنه بايد ډيره متوجه واوسي او د يادې شريرې کړۍ او نورو هغه شريرو کړيو په دام کې ونه نښلي چې غواړي د خپلو شخصي ګټو او منافعو په خاطر له امريکايانو سره شوې توافقنامه او د بين الافغاني مذاکراتو روان بهير تخريب او سبوتاژ کړي، همدغه راز بايد هغه کاذبو او جعلي ترسيمونو او موجوديتونو ته هم متوجه واوسي چې د مذاکراتو او سولې د روان بهير د مخالفو شريرو منزوي اجرتي استخباراتي کړيو له لوري ترسيميږي، د جعلي موجوديت د تثبيت هڅه يې کيږي او له آدرسه يې په جعلي نومونو داسې مواد خپريږي چې شکونو او بې باورۍ ته لمن وهي .

 پوښتنه: څومره هیله شته چې له هغو خلکو سره روغې جوړې ته ورسیږو چې دا اتلس، شل کاله د اشغال په چوپړ کې وو؟

ځواب: د افغانستان د اسلامي امارت په مشرۍ د افغانانو له روان سپيڅلي جهاد سره د الله تعالی ځانګړی نصرت دی او د دې نصرت په مټ د هغو سختو پړاوونو وهل او هغو سختو منزلونو ته رسیدل ممکن شول چې چا يې تصور هم نشوای کولای، ان شاء الله لوی الله جل جلاله به داسې شرایط برابروي چې مقابل لوری به مسخر کيږي او د مذاکراتو له لارې به حق ته غاړه ږدي، موږ جنګ هم د لوی الله جل جلاله د نصرت په اتکاء مخته وړو او سياست هم او په دې باور يو چې تر څو له حق څخه کاږه نشو وروستۍ فتحه او بری زموږ په برخه دی.

 پوښتنه: افغان ولس ته مو پیغام څه دی؟

ځواب: زما پيغام خپل مجاهد ولس ته دا دی چې د روان سپيڅلي جهاد دوام، له فتنې او فساد څخه زر ځله بهتر دی، يا بايد د سياست او مذاکراتو له لارې فتنه او فساد له منځه لاړ شي، اشغال پای ته ورسيږي، له ريښتينې آزادۍ څخه برخمن شو او سوچه اسلامي نظام حاکم شي او يا بايد روان سپيڅلی جهاد دوام وکړي، تاسو ته به ځور وي ، کړاو به وي، بربادي به وي؛ خو د فتنې او فساد زيانونه له دې څخه په زرهاؤ مراتبه زيات، سخت او خطرناک دي او که روان سپيڅلی جهاد او د نبوي شرعي سياست په اساس مبارزه نه وي روانه او او فتنه او فساد په خلاص مټ د نمو، ودې او خپراوي فرصت ولري؛ نو کيدای شي په نيږدې راتلونکي کې زموږ نوی نسل خپل اسلامي او ملي هويت له لاسه ورکړي او زموږ په هيواد کې يوازې په نوم مسلماني او افغانيت پاتې شي او موږ به د ريښتينې آزادۍ او سوچه اسلامي نظام د حاکميت په شکل کې د هغه ميليونونه  قربانيو له ثمرې څخه  بې برخې شو چې په تيره يوه پيړۍ کې مو د دريو امپراطوريو او ظالمو او مفسدو نظامونو پر ضد ورکړې دي؛ نو له صبر او استقامت څخه کار واخلئ، د سيکولرانو او کمونستانو او د شر او فساد د بانډونو د مخکښانو تبليغاتو ته غوږ مه ږدئ. ان شاء الله ډير ژر به د سختۍ دا ورځې تيرې شي او آساني به راشي او دا د الله جل جلاله حقه وعده ده، ډیر ژر به د يو سوچه اسلامي نظام په سيوري کې له خواږه او آرام ژوند څخه برخمن شئ. ان شاءالله وماذلک علی الله بعزیز.

پــــــــــای

Related posts