اکتوبر 21, 2020

د اوربند د عملي کېدو په موخه روسیه نګورونو قره باغ ته خپل سرتیري استوي

د اوربند د عملي کېدو په موخه روسیه نګورونو قره باغ ته خپل سرتیري استوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ”سرګي لاوروف“ نن د شهار شنبې په ورځ یوې خبرې غونډې ته په وینا کې ویلي، چې د اذربایجان او ارمنستان د شوي اوربند د عملي کېدو په موخه نګورو قره باغ لانجمنې سیمې ته د دوی اړوند سوله ساتي سرتیري استوي.

د سپوتنیک خبري رسنۍ د راپور پر بنسټ لاوروف یادې سیمې ته د خپلو سرتېرو د لېږلو غوښتنه کړې او ویلي دي، چې په نګورونو قره باغ لانجمنه سرحدي سیمه کې د دوی اړوند سوله ساتي ځواکونه ځای پر ځای کول به مثبت ګام وي.

نوموړی وایي، دواړه هیوادونه باید د خبرو له لارې د روانې شخړې سولییز حل ولټوي او دوی چمتو دي چې د ارمنستان او اذربایجان تر منځ وروستۍ پرېکړه وکړي، د ده په خبره چې روانه شخړه له نظامي لارې نشي حل کېدلی.

په ورته وخت کې د اذربایجان ولسمشر ”الهام علیوف“ ویلي، چې سوله ساتي ځواکونه به هغه وخت نګورونو قره باغ ته واستول شي چې ”باکو“ او ”ایروان“ یې په وړاندې شنه څراغونه روښانه کړي.

هېره دې نه وي چې د اذربایجان او ارمنستان تر منځ درۍ ورځې وړاندې د دریو هیوادونو په منځګړیتوب په مسکو کې د لنډ مهالي اوربند تړون لاسلیک کړ، خو لا هم نه دی عملي شوی او دواړه هیوادونه یو بل له شوي تړون نه په سرغړونې تورونوي.

Related posts