اکتوبر 21, 2020

فرانسه کې د پيغمبر صلی الله عليه وسلم په شان کې په ګستاخۍ تورن کس وژل شوی دی

فرانسه کې د پيغمبر صلی الله عليه وسلم په شان کې په ګستاخۍ تورن کس وژل شوی دی

د اسوشیټیډ پريس خبري اژانس د خبر له مخې، د فرانسې پلازمېنې پاريس ښار څخه شمال لوېدیځ لور ته پروت اروانه کلي کې د جمعې په ورځ د هغه ښوونکي سر غوڅ کړل شوی، چې زده کوونکو سره یې د پیغمبر صلی الله عليه وسلم په شان کې بحث او مباحثه کړې وه.

سیمه ییزو چارواکو رسنیو ته ویلي، چې د ښوونکي د قتل له ځای نه یې ۶۰۰ متره لرې یو تن مشکوک کس وژلی دی، دوی زیاتوي چې له یاد کس څخه یوه چاړه او یو میل چره دار ټوپک هم تر لاسه شوي دي.

د ځایي پولیسو د مالوماتو پر اساس، یاد ښوونکي ته چې د تاریخ په مضمون کې یې زده کوونکو ته درس ورکاوه؛ له پاروونکو بحثونو وروسته اخطارونه هم ورکړل شوي وو.

فرانسه کې په ۲۰۱۵ میلادي کال هم د چارلي هیبډو مجلې پر دفتر، چې د پیغمبر صلی الله عليه وسلم په شان کې یې ګستاخانه خپرونې کولې، حمله شوې وه، چې له امله یې ۱۲ کسان وژل شوي وو.

Related posts