اکتوبر 27, 2020

پروان: کوه صافي کې ۲ پوستې فتحه، ۷ اربکیان مړه او ژوبل شول

پروان کوه صافي کې مجاهدینو د مزدور دښمن لخوا په نوو جوړېدونکو پوستو وسله وال بریدونه ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې دواړه پوستې په مکمل ډول فتحه، ۲ اربکیان وژل شوي، ۵ نور ژوبل شوي، ۱ ټوپک، ۱ چانډه او یوه اندازه مهمات د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.

له یوې مودې را په دېخوا د کابل اداره غواړي په کوه صافي ولسوالۍ کې نوي اربکیان جوړ کړي چې دغه ۲ پوستې هم د هغې لړۍ یوه برخه وه، دوی سیمه کې تر ۲۰۰ میله پورې وسلې هم وېشلې، خو مجاهدینو یې د دغه شوم پلان په وړاندې سخت غبرګون ښوولی، یادې ۲ پوستې یې په مکمل ډول فتحه کړې او د نورو حرکاتو د خنثی کولو لپاره هم کار روان دی.

2020/10/17

Related posts