اکتوبر 27, 2020

بدخشان کې د مزدور والي په کتار برید کې دښمن ته دروند زیان واوښت

پرون مجاهدینو د بدخشان ولایت کې د یاد ولایت د والي د موټرو په کتار برید وکړ، دغه برید له بهارک څخه د دښمن د بیرته را ګرزېدو پر مهال د شورابک او خانقاه تر منځ ترسره شو، چې له کبله یې د نام نهاد والي د موټرو کتار د مازدیګر له ۴ بیا د ماخوستن تر ۹ بجو د مجاهدینو تر محاصرې لاندې و.

دغه برید کې د محافظتي قومندان خان شیرین په ګډون د مزدور والي ۷ ساتونکي ځای پر ځای وژل شوي، ۵ نور ژوبل شوي، ۲ رینجر او ۱ هایلکس موټر سوځول شوي دي.

2020/10/17

Related posts