اکتوبر 21, 2020

د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره/۵۵ مه برخه

د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره/۵۵ مه برخه

لیکنه مفتي عبد الله رشاد

سرور دانش اوسنی جهاد غیر منطقي بولي، حقیقت څه دی؟

د اشرف غني دويم مرستیال سرور دانش هغه ورځ يوې غونډې ته پخپله وينا کې وویل چې:
له امریکایانو سره تر معاهدې وروسته، د طالبانو جهاد غیر منطقي دی.

موږ به د نوموړي دا خبره د شریعت له نظره وڅېړو چې واقعا د طالبانو اوسنی جهاد غیر منطقي،، او کنه اوس هم سپېڅلی جهاد دی.؟!

د خبري د لا ښه وضاحت لپاره مناسبه ده چې د سرور دانش و امثالهم لږ بيګراونډ او شالید ته ولاړ سو، او ورسره د سرور دانش تر سیاسي نبوغ او د یرغلګرو تر اشغال وړاندي افغانستان لږ مطالعه کړو، نو به دا راته واضحه شي، چې په افغانستان کې د شریعت له نظره اصل واکمن او حاکم څوک دی؟ د چا مبارزه د شریعت په ترازو سپېڅلی جهاد او د چا هغه د بغاوت نتیجه ده؟

د امارت اسلامي د زعامت شرعي حیثیت

د طالبانو تر سیاسي وجود وړاندي په نویمو کلونو کې په ټول هیواد کې فساد اوج ته رسېدلی و، د عامو خلکو سر، مال، عزت او ناموس خوندي نه و، د تنظيمي هرج او مرج له امله هیواد له تجزيې سره مخ و، هیواد مو د یو حاکم تر تسلط لاندي نه و، بلکي د شریعت له نظره د زعامت خلا موجوده وه، په هر ځای کې د قدرت مستقلو جزېرو شتون درلود، په داسي سختو شرائطو کې اصيلو مجاهدینو او طالبانو د ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په قومانده د افغانانو د عزت، مال او سر د حفاظت پخاطر د علماؤ د فتوا پر اساس د فساد په مقابل کې مسلح قیام وکړ.

وروسته پنځلس سوه علماء کرامو په کندهار کې د 1416 هجري کال د ذو القعدې د میاشتې پر پنځلسمه مرحوم ملا محمد عمر مجاهد ته د امیر المؤمنین لقب ورکړ او بیعت یې ورسره وکړ، له دې سره د امارت اسلامي بنسټ کېښودل شو.
د یاد بیعت په نتیجه کې مرحوم ملا محمد عمر شرعي امیر مقرر شو، ورسره د زعامت خلا ډکه شوه، او د هیواد ټولو متدینو افغانانو يې د امیر په حیث اطاعت کول پر ځان لازم وګڼل د هيواد په طول او عرض کې يې امر د یو شرعي امام په حیث نافذ العمل و، او دا سلسله د شرعي اصولو مطابق تر شیخ الحدیث جناب هبة الله اخندزاده صاحب پوري را ورسېدله.
مشهور حنفي عالم علامه ابن نجیم د امیر د ټاکلو په هکله داسي وايي:

وتنعقد بيعة أهل الحل والعقد من العلماء المجتهدين والرؤساء لما عرف اهـ. البحر الرائق: 6/299.

یعني: کله چې له یو امیر سره د وخت متدین علماء بیعت وکړي، بس دايي د امارت لپاره کافي دی.
ثم إذا وقعت البيعة من أهل الحل والعقد صار إماما يفترض إطاعته. قرره عين الأخيار لتكملة رد المحتار علي الدر المختار: 7/466.

يعني: کله چې اهل حل او عقد له یو امام سره بیعت وکړي، بس هغه شرعي امام دی او اطاعت يې واجب دی.
د فقهي حنفي له یادو عباراتو څخه په واضحه توګه ښکاري چې له امیر المؤمنین ملا محمد عمر رحمه الله څخه نیولې بیا تر شیخ صاحب هبة الله حفظه الله پوري د امارت اسلامي امراء ټول شرعي حیثیت لري.

د امارت اسلامي د زعیم په شتون کې د بل چا سره د بیعت شرعي حیثیت

د یو شرعي امام په شتون کې که څوک د امامت دعوه کوي، د مسلمانانو په منځ کې تفرقه اچوي، فساد او ګډوډۍ ته وده ورکوي، دا عمل يې د شریعت له نظره ناروا او ښکاره بغاوت دی، د دې په مقابل کې د وخت پر حاکم او شرعي امام باندي واجبه ده، چې تر ټولو اول يې د خبرو له لاري له فتنې څخه راوګرزوي او که بیا هم د بغاوت هڅه کوي، نو باید مسلحه مبارزه ورسره وشي، تر څو سمي لاري ته راشي.
د داسي فتنه ګرو په هکله رسول الله صلی الله علیه وسلم. فرمايي:
إذا بويع لخليفتين، فاقتلوا الآخر منهما. صحيح مسلم: 3/1480.
د دې حدیث په شرح کې علامه نووي رحمه الله وايي: چې د دوهم امام پر وژلو باندي د امت اجماع هم ده.
ملا علي قاري الحنفي رحمه الله د یاد حدیث په تشریح کې لیکي: قال الطيبي: لأن الآخر منهما خارج على الأول باغ عليه فتجب المقاتلة معه حتى يفيء إلى أمر الله وإلا قتل. . . واتفقوا على أنه لا يجوز أن يعقد لشخصين في عصر واحد اتسعت دار الإسلام أم لا. مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح: 6/2399.

یعني: چې دوهم امام پر اول امام باندي تېری وکړ او بغاوت يې وکړ، نو لهذا تر هغو قتال ورسره واجب دی، تر څو د الله حکم ته راجع شي، وروسته وايي: چې پر دې باندي د علماؤ اتفاق دی چې په یو وخت کې له دوو امامانو سره بیعت کول نا روا دي.

د ابو داود په حدیث کې بیا داسي راځي: من بايع إماما، فأعطاه صفقة يده، وثمرة قلبه، فليطعه ما استطاع، فإن جاء آخر ينازعه، فاضربوا رقبة الآخر. سنن أبي داود: 4/97.

یعني: کله چې له یو امام سره بیعت وشي، او وروسته بل څوک د امارت دعوه وکړي، بس سر یې له تنه جدا کړئ.

نو د امارت اسلامي د شرعي امیر په شتون کې له کرزي او یا له اشرف غني سره بیعت کول ناروا عمل دی، او که څوک د مسلمانانو پر تفرُّق بیا هم اصرار کوي، د شريعت د حکم پر اساس لازما باید مسلح مبارزه وسره وشي، تر څو مو هیواد د دوی له شر او فتنې څخه په امان شي.

د سرور دانش وامثالهم سیاسي نبوغ

امارت اسلامي تر یرغل وړاندي پر ټول افغانستان تقریبا سلطه درلوده، او د الله احکام يې په کې جاري کړي ول، په دغه وخت کې نه د کرزي سیاسي وجود و، نه د اشرف غني او نه هم د سرور دانش او امثالهم. د امریکایانو او ناټو بلاک د کفري یرغل سره، اشغالګرو له ځانو سره د سرور دانش په څیر څه غلامان هم هیواد ته را وارد کړل، او د یرغلګرو د B52 تر وزرو لاندي سرور دانش، اشرف غني او کرزی تر ارګه ورسېدل، په دغه حالت کې د شریعت له نظره دوی نه صرف چې د کفارو او یرغلګرو همکاران او مناصر بلل کیږي او قتل يې د یرغلګرو په شان واجب دی، بلکي دوی د مسلمانانو په منځ کې تفرقه اچونکي او پر شرعي امام باندي تېري کونکي هم دي نو د محارب کفارو سره همکاري کول او د یو امام په شتون کې د بل اعلانول، دا ټول ستر جرمونه دي.

د سرور دانش وامثالهم تر تړون وړاندي حیثیت
د یرغل له پیله تر دا اوسه پوري سرور دانش او همنوا يې د اشغالګرو په څنګ کې ولاړ، له یرغلګرو څخه په سر او مال ښه په کلکه دفاع کوي، د هغوی برنامې عملي کوي، له یرغلګرو سره یو ځای د افغانانو په وژلو شپنیو چاپو او په هر رنګه تعذیب کې شریک دي، د هیواد زمکه، فضا، خارجي او داخلي فالیسي يې ټوله د اشغالګرو په واک کې ورکړې، دوی یوازي اشغالګرو ته د مامور حیثیت لري، په دې دې وجه، دوی په ښکاره د شریعت له نظره د مناصرة الکفار په ستر جرم کې ککړ دي، چې حتی ډیری علماء خو دا رنګه مسلمانان د اسلام له دائرې خارج او مرتد بولي.

علامه ابن تیمیه رحمه الله تعالی، علامه ابو الحسن تسولي رحمه الله تعالی او علامه شیخ احمد شاکر رحمه الله تعالی دوی د قرآن په صریح نص د اسلام له دائرې وتلي بللي.

کله چې فرنګیانو او فرانسویانو پر مصر داسي یرغل ور ووړ لکه نن چې امریکایانو پر افغانانو را وړی دی، نو د هغه وخت مشهور او وتلي عالم شیخ احمد شاکر اعلان وکړ، چې له دغو یرغلګرو سره که چا هر رنګه تعاون وکړ، هغه که لږ وي، او که ډیر، دا په ښکاره مرتد او صريحي کفر دی، په دې کې هیڅ عذر هم قابل قبول نه دی، په دې باره کې نه جاهلانه قومیت او نه هم شیطاني سیاست معتبر دی، دا تعاون که د افرادو لخوا وي، او که د حکومت یا د قومي مشرانو له لوري؛ ټول په کفر او ارتداد کې سره یو دي، د ښځو سره يې نکاح ماته ده، لمونځ يې نه دی صحیح، زکات يې نه دی صحیح، تر دې چې هيڅ ډول عبادت يې هم نه صحیح کیږي، ځکه د عبادت لپاره ایمان شرط، او دوی له ایمانه وتلي او مرتد دي. کلمة الحق: ص: 130.

البته احناف په دې مسئله کې له اعتدال څخه کار اخلي او مرتد يې نه بولي، علامه طحاوي رحمه الله تعالی د حاطب بن ابي بلتعه په کیسه سره استدلال کوي، او مرتد نه ورته وايي، بلکي دوی یوازي لار ورکي، فسادګر او فتنه ګر دي.
الله رب العزت فرمايي: وَمَنْ يَفْعَلْهُ مِنْكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاءَ السَّبِيلِ [الممتحنة:1]. دوی یوازي لار ورکي بلل کیږي.
خو د فسق او جرم په اعتبار د اولي درجې مجرمین دي، په وژلو کې يې حکم د کفارو په شان دی، تر هغو به مسلحه مبارزه وسره کیږي، تر څو دوی د یرغلګرو له همکاري لاس په سر او د شرعي نظام په وړاندي غنډ نشي.

الله رب العزت فرمايي: وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ [المائدة: 51].
علامه بیضاوي رحمه الله تعالی د سورة المائدة 51 ایت په تفسیر کې وایي: ومن والاهم منكم فإنه من جملتهم، وهذا التشديد في وجوب مجانبتهم. تفسير البيضاوي: 2/130.
علامه جصاص رحمه الله تعالي وايي: چې یاد ایت پر دې دلالت کوي، چې کافر د مسلمان دوست نشي جوړېدلای، نه په تصرف کې او نه هم په کومک او همکاري کې، او پر دې دلالت کوي، چې له کفارو پرېکون او له هغوی سره دښمني واجبه ده.
أحكام القرآن للجصاص: 4/99.
له دې ایت کریمه څخه په واضحه توګه ښکاري چې دوی هم د کفارو په شان دي، تر هغو باید مبارزه ورسره وشي، تر څو د شرعي نظام په وړاندي له خنډ جوړولو څخه لاس په سر شي.
له تړون وروسته د سرور دانش او امثالو يې حیثیت

له یرغلګرو سره اوږه په اوږه د مسلمانانو په مقابل کې تقریبا دوه لسیزي وجنګېدل د اسلامي نظام په وړاندي يې مسلحه مقابله وکړه، کله چې یرغلګر له شکست سره مخ کیږي، او سرور دانش او امثال يې پر ځای پاتي کیږي، نو که بیا هم د شرعي نظام په وړاندي خنډ جوړيږي، او له هغه شرعي امام څخه چې تقریبا دوه لسیزي د هغه په سرپرستي کې له محاربو کفارو سره وسلوال جهاد شوی؛ بيا هم دوی بغاوت کوي، نو د مسلمانانو پر امام باندي لازمه ده، چې د خبرو له لاري دوی وپوهوي، که بیا هم سم مسیر ته راجع نشي، نو د وخت پر حاکم باندي واجبه ده، چې دغو فتنګرو سره مسلحه مبارزه وکړي، ترڅو د دوی د فتنې مخه ډب شي او مسلمانان يې له شر څخه په امان او یو اسلامي شرعي نظام قائم شي.

علامه ابن نجیم رحمه الله وايي: چې باغي هغه چا ته ویل کیږي، چې له شرعي امام څخه سرغړونه وکړي. الباغي في عرف الفقهاء الخارج عن الإمام الحق. البحر الرائق: 5/151.
مشهور حنفي عالم علامه سغدي رحمه الله د باغیانو په هلکه وايي: وَالثَّانِي اذا اجْتَمعُوا وَصَارَت لَهُم شَوْكَة يُجهز الامام اليهم بعساكره ويستنفر عَلَيْهِم الْمُسلمين. النتف في الفتاوى للسغدي: 2/692.

د اشغال د خاتمې له تړون وروسته د اسلامي امارت مسؤلیت

د اسلامي حکومت او شرعي امیر له مسؤلیتونو څخه ترټولو اهم مسؤلیت د شرعي احکامو نفاذ دی. علامه ماوردي رحمه الله وايي: “مهام الخليفة ومسئولياته”: أحدها: حفظ الدين على أصوله المستقرة، وما أجمع عليه سلف الأمة. الأحكام السلطانية للماوردي (ص: 40).

تقریبا پوره نولس کاله د اشغال خلاف د شرعي امیر تر قیادت لاندي جهاد روان و، څرنګه چې اشغال پای مومي نو د امیر له مسؤولیتونو څخه تر ټولو اهم مسؤلیت د الله د احکامو نفاذ دی، که هر څوک د شرعي نظام د نفاذ خلاف قدم اخلي، د الله د احکامو د تعمیل په وړاندي د امام ښکاره مخالفت کوي، او له شرعي امام څخه بغاوت کوي، په هیواد کې فساد فتنې او فحشا خپروي د داسي خلکو په مقابل کې پر امام واجبه ده، چې مخه يې ډب کړي او د الله احکامو ته يې راجع کړي، دوی اوس هم کوښښ کوي چې خپل ناروا وجود نور هم پر خلکو باندي په یو او بل نوم سره وتپي، د عامه خلکو اذهان مغشوش کړي.

کله وايي: چې جهاد غیر منطقي دی او کله بیا وايي چې زموږ دولت اسلامي او یا مو جمهوریت اسلامي دی، او کله بيا وايي چې کوم ډول اسلامي نظام راولئ؟
خو دا هر څه دوی د خپل ناروا قدرت د بقا لپاره تر سره کوي.
ځکه چې اسلام د شرعي زعیم د نصب او عزل واضح اصول بیان کړي دي او د جهاد او فتنو په منځ کې يې په ښکاره فرق کړی دی.
نو دوی یا له اسلام څخه نا خبره دي او یا قصدا اسلام مجمل تعبیره وي، غلط توجيهات يې کوي.

نور بيا ….

2020-10-14

Related posts