اکتوبر 21, 2020

فراه مرکز کې ددښمن په وحشت کې یوبندي له یوې لور او ۳کلیوالوسره شهید اویو بل بندي له ۱۰ کلیوالو سره بندي شوی

فراه مرکز کې ددښمن  په وحشت کې یوبندي له یوې لور او ۳کلیوالوسره شهید اویو بل بندي له ۱۰ کلیوالو سره بندي شوی

بېګا شپه دفراه دمرکز اړوند کوره ګز سېمه کې چې دجګړې له ډګره 30 کيلومتره ليري موقعيت لري دهغه بندي په کور باندي دګډدښمن له لوري دپراخ هوايي ملاتړ په مټ چاپه ووهل شوه چې څو ورځي وړاندي دبګرام له زندان نه خوشي کړل شوی ؤ
دبندي مشخصات په لاندي توګه دي :
شــهـید مــحــمد قــاسم د مــحمــدعــیســی زوی د محــمد زمــان لمسی ولایـت فـراه مرکز د ګوره ګز سیمي اوسیدونکی چې په پل چرخي کرغیړن زندان کې د اعدام په سزا محکوم ؤ او په ۲۰۲۰/۹/۲ نېټه د دوحې دتړون مطابق له زندان نه ازاد شوی ؤ
ددښمن په دې وحشي چاپه کې خپله بندي له یوې وړوکۍ لور او ۳ تنه کلیوالو سره ځای پرځای شهید او ۲تنه نور کلیوال زخمیان شوي
همداشان ګډ دښمن یو بل بندي محمداسماعيل د ابراهيم زوی د دادمحمد لمسی چې دپلچرخي کرغیړن زندان نه د دوحې دتړون دلست موافق ازادشوی وو په شمول لس تنه کليوال اسيران کړي.
وروسته سيمي ته مجاهدين دمرستي لپاره راغلي اوجګړه يې پيل کړي چې په دې جګړه کي ګډدښمن ته هم درانه تلفات واوښته
دجګړې په مهال ددښمن الوتکو بمباري کړي چې پکې ۴ تنه مجاهدین شهیدان شوي. انالله واناالیه راجعون
او دښمن سهار لس بجې له سیمي نه دتلفاتو په لیدلوسره په تېښته مجبوره شوی
2020/10/17

Related posts