دسمبر 05, 2020

په هلمند کې د امریکايي عسکرو د بمبارونو او له تړون څخه د مکررو تخلفاتو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

په هلمند کې د امریکايي عسکرو د بمبارونو او له تړون څخه د مکررو تخلفاتو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

په هلمند ولایت کې له وروستیو تحولاتو بعد امریکايي عسکرو په بې موردو بمبارونو سره د دوحې له تړون څخه ګڼې سرغړونې کړې دي.
د دوحې د تړون له مخې امریکايي عسکر نشي کولای چې ماسوا له جنګي سیمې او د جنګ له وخته په نورو ځایونو کې بمبار وکړي او څوک په نښه کړي.
خو په تیرو ورځو کې يې د ورځې او شپې له مخې د ډرون او نورو الوتکو په مټ د هلمند ولایت په نهرسراج، خوشکاوه، باباجي، د ګرشک ولسوالۍ په مالګیراو بند برق، د سنګین، مرجې، ناوې او نادعلي ولسوالیو په مختلفو سیمو کې يې ګڼې بمبار ۍ وکړې، همدا ډول يې په فراه او ځينو نورو ولایتونو کې هم بمبارونه کړي دي چې د دوحې له تړون څخه ښکاره او څرګند تخلف دی.
د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د دوحې د تړون ټول محتویات څرګند دي، ولې مقابل جانب دا څوم ځل دی چې د تړون څخه سرغړونه کوي، په پارونکو کړنو لاس پورې کوي او د جنګ له ساحې او د جنګ له جریان څخه پرته په نورو سیمو کې بمبارۍ کوي.
د دغه راز کړنو په تکرار سره به د عواقبو مسؤلیت امریکايي جهت ته راجع وي.

قاري محمدیوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند
۱/۳/۱۴۴۲هـ ق
۲۷/۷/۱۳۹۹هـ ش 2020/10/18

Related posts