نوومبر 30, 2020

یو څو اندېښنې او ځواب یې

یو څو اندېښنې او ځواب یې

عابد:

دځینو خلکو په ځینو څرګندونو سړی ډېر حیران شي چې څرنګه هغه څوک چې په خټه دې افغان وي اوبیا دې هم د داسې څه اظهار وکړي، چې د ده دخاورې له اصلیت سره دې په ټکر کې وي، هغه خاوره چې اسلام یې داصلیت او معرفت نښه ده. خو درېغه!چې  داسلامي امارت دواکمنۍ په سقوط او دغربي کفارو په یرغل سره نولس کلن اشغال داسې څه ته هم زمینه مساعده کړه چې اوس ځیني خلک داسلامي نظام د راتلو له آواز سره په وېره کې شي او بېلابېلې اندېښنې ورته رامخته کیږي .

مخکې له دې چې په دغو اندېښنو له دوی سره وغږیږو  د دغو اندېښنو درامنځته کېدو له اسبابو به هم مخ نه اړوو . لومړی د دغو اندېښمنو خلکو سلنه که په ولس کې وکتل شي دنشت برابر ده اودافغانستان دمسلمان مجاهد ولس په منځ کې د دوی کچه له شک پرته چې هیڅ ده، خوداچې د دې خلکو لاسرسی تر تبلیغاتي وسایلو دی او تر ډېره په دستوري ډول دځینو مغرضو کړیو له لوري هم د دغه ډول اندېښنو راپورته کولوته کار کیږي، نو ځکه باید ترقلم لاندې راشي اوخلکوته حقیقت څرګندشي، هڅه به وکړو د دوی د داډول اندېښنو په دفع کې خپل معلومات له دوی سره شریک کړو .

څـــنګــه اسـلامـي نـظـــام ؟  هغوی چې داسلام له دین څخه ناخبر دي فکر کوي چې داسلام قواعد او اساسات هم دیوچا په لاس کې کیدلی شي، وخت په وخت به تغیر مومي اودخلکو له غوښتنو سره سم به دهغوی په مزاج برابریږي، یا دځینو خلکو فکر اوعمل اسلام بولي او وايي لکه دچا… اسلامي نظام، په ځای د دې چې خلک په اسلام وپېژني اسلام په خلکو پېژني، په داسې حال کې چې داسلام اساسات ډېر واضح دي او هیڅوک به داسې پیدا نه شي چې خپل حق پکې خوندي ونه بولي، طالبان هیڅکله نه شي کولای داسلام اساسات د ځان په نفع برابر کړي، هرڅوک کولای شي داسلام په اصولو داعتماد له مخې ډېر زړور وي او له هیڅ څه څخه وېره ونه لري .

په تېرو شلو کلونو کې چې  د یرغل په سیوري کې د دیموکراسۍ له لورینې کوم نظامونه په افغانستان  تپل شوي ایا داسې کوم څه به هم ولري چې له راتلونکي اسلامي نظامه یې پرې غوره وبولو، دتېرو شلوکلونو په موده کې دنظام په برخه کې مونږ کومې ناخوالې ونه لیدې ؟  تر دې چې دهمدغو نږدې څلوېښتو هیوادونو د عسکرو په شتون کې بیا هم ونه توانيدل چې لا اقل د دوی راوړې دغې ارمغان دیمکراسۍ اساسات خو پلي کړي ، بلکې دقدرت دوېش او جوړ جاړي په غرض څو ځله په خپله د نظام اداري بڼه ورته بدله شوه او داسې یوڅه به رامنځته شول چې په قانونیت اومشروعیت به یې دنړۍ په هیڅ دیمکرات هیواد کې بېلګه په ګوتو نه شي.

دښـځــــو حـقـــوق :  دښځو حقوق په څه معنا؟  که هرڅومره وویل شي چې ښځو ته داسلام مبین دین کوم حقوق ورکړي هیڅوک تر هغو پورته حق نه شي ورکولای،ولې بیا هم ځیني لږکي دا غږ پورته کوي چې که په افغانستان کې اسلامي نظام راشي، نو دښځو حقوق! به څنګه شي او داسې ښيي چې رښتیا هم دوی د ښځو دحقوقو رښتوني مدافعین دي. لومړی خو به په مذاکراتو کې اصولو ته کتل کیږي  چې په اصولو کې موافقت راشي بیا فروع مسائل د هغو په رڼا کې خامخا حل کېدلای شي، د اسلام په اصولو هیڅکله معامله شونې نه ده، پاته فرعي مسائل د دې نه وي چې علیا مصالح په خطر کې پرې واچول شي، داهم ده چې دښځو له حقوقو بایدهغه څه مقصود نه شي چې دښځو د حقوقو غږ پورته کوونکي مدعیان یې دغرب عریاني او دخپلو غریزو داشباع لپاره کاروي، په داسې حال کې چې زمونږ دین، کلتور ، عنعنات  اواجتماعي جوړښت  یې هیڅکله هم اجازه نه ورکوي او دا واقعیت به تر بل هرچا پخپلو ښځوته د اشغال په تېره شل کلنه دوره کې ښه معلوم شوی وي، په تېرو شلوکلونو کې چې د دیمکراسۍ په سیوري کې ښځې دکوم تیري ښکار شوې دي بل څوک به دومره نه وي او هغه ناخوالې چې دوی په دغه موده کې ولیدې دافغانستان په تاریخ کې یې بېلګې نه شي موندل کېدای . دغه راز دې دښځو حقوق یواځې تر ښارونو هم نه محدودیږي راشئ په کلیو او اطرافو کې چې ښځې دکوم ظلم ښکار دي د هغوی دې هم غم وخوړل شي او ښکاره ده چې دهغوی غم له اسلامي نظام پرته بل هیڅ بشري نهاد نه شي خوړلی .

د ښځــو کـار او تعلــــیم :  دښځو کار او تعلیم هم له همدې قبیلې څخه دي، اسلامي امارت بار بار دا خبره واضح کړې چې د خپلو خپلو شرایطو او امکاناتو په برابرېدو سره به په دې اړه اقدام کوي،که یو وارې ځان مسلمان بولو نو بیا ولې له قرآني هدایاتو څخه وېره ولرو او د ښځو دکار اوتعلیم په اړه داسلام لارښوونې زیانمنې وګڼو، زمونږ جګړه هم دشخصي مفادو، واک او مقام ترلاسه کولو لپاره نه ده، بلکې انساني بشریت ته دهمدې ناجي دین اسلام د احکامو د پلي کولو لپاره ده، دښځو کار که دنړۍ او په ځانګړي ډول په افغانستان کې وارزول شي ، دغه اصطلاح د ځانګړو موخو لپاره کارول کیږي او یوداسې څه نه دي چې سړی په دې مطمئین شي چې په دې شعار کې رښتیاهم د ښځو دحقوقو غم خوړل شوی، خو که په دې اړه اسلام ته رجوع وشي نو هلته دښځې حقوق ډېر خوندي دي، دمال دمالکیت، تجارت، او دژوند په ډېرو نورو برخو کې داسلام په خپلو اصولو کې له ډېر څه برخمنه ده، خو مونږ مخکې له دې چې دښځې دغه حقوق په یوه اسلامي نظام کې ووینو اویایې ځان ته معلوم کړو، له نورو سره دهغوی داغراضو شعارونه بدرګه کوو .

د بـیــــان آزادي :  دبیان ازادي که داسې وي لکه داشغال په داتېرو شلو کلونو کې خو سمه ده مونږ پرې راضي یو اوباید چې همداسې دحاکم نظام طرف  نیول دبیان ازادي وي ، مونږ ولیدل چې دبیان آزادي څه ډول ازادي وه او مطبوعاتو کوم طرف نیولی و؟  چې نه تنها خپل دغه عمل یې خپله خطا نه ګڼله بلکې په ډېر ټینګار یې توجیه کاوه هم او که نه په راتلونکي نظام کې  بل ډول ازادي غواړي او له اوسه ورته کمپاینونه کیږي، نو دا به بیاډېره  بې انصافي وي .

دلته دبیان ازادي له عقیدې سره تړاو نه لري، داهیواد او داخلک دیوې عقیدې خلک او کلک مسلمان ملت دی،البته  که دذمیانو او لږکیو حقوق هم دبیان په ازادي کې شاملووو لکه څنګه یې چې دیمکراسي ښوونه کوي نو هغه خو داسلامي نظام په راتلوسره پخپله خوندي کیږي ، بلکې د هغوی دحقوقو دخوندیتوب او دلته د نورو مذهبونو دپیروانو سره دښه چلند ښه بېلګه دافغانستان اسلامي امارت وړاندې کړې اوبیا یې هم وړاندې کولای شي چې د حاکمیت په دوره کې یې په دې اړه هیڅ کومه ستونزه رامنځته نه شوه.

Related posts