نوومبر 30, 2020

بادغیس : بالامرغاب کې ددښمن په هاوان یو سپين ږیری شهید کور یې تخریب اوښځه یې زخمي شوي

دبادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ اړوند د بازار په سیمه کې تېره ورځ مازدیګر د کابل ګوډاګۍ ادارې محاصره شوي کنډک وحشي صفته عسکرو خپل جنایت ته په دوام سره پر ملکي او بیګناه هیواد والو د هاوان په مټ برید ترسره کړ
دهاوان یوه مرمۍ د سپین ږیري ګل آغا پر کور لګیدلي چې له امله یې د مالي تلفاتو تر څنګ په خپله ګل آغا شهید او سپین سرې ښځه یې سخته زخمي او کور یې تخریب شوی.
انالله واناالیه راجعون
2020/10/19

Related posts