دسمبر 05, 2020

الهجرة جهادي سټوډيو خپلو درنو مينوالو ته د فاتح ځواک (۱) ، دوهمه او دريمه برخه په ډير درنښت ډالۍ کوي.

الهجرة جهادي سټوډيو خپلو درنو مينوالو ته د فاتح ځواک (۱) ، دوهمه او دريمه برخه په ډير درنښت ډالۍ کوي.

اصدار د معنوي او مادي جهادي اعداد په اړه په يوه ژوره علمي مقاله پيل شوی او بيا په ترتيب سره د فاتح ځواک (۱) دوهمه او دريمه برخه راغلي دي.

د فاتح ځواک (۱) دوهمه برخه په جنګي مهارتونو راټوله ده، جمع نظام، بدني ورزش او ډول ډول حيرانوونکي پوځي حرکتونه د دوهمې برخې له منځپانګې څخه دي.

د فاتح ځواک (۱) دريمه برخه جنګي تکتيکونو ته ځانګړې شوې ده، د ليزري جنګ، د ورځني تعرض او تصفيې، د شپنيو استشهادي عملياتو او تصفيې، د ځنګله د جنګ او د غليم د چاپو د ماتونې په زړه وړونکو او جالبو نمايشاتو په دريمه برخه کې خپلې سترګې يخې کړئ.

د فاتح ځواک (۱)، دوهمه او دريمه برخه د اسلامي امارت د رهبري شوری غړي او د ختيځې حوزې د تميز د مسؤل شيخ الحديث مولوي صاحب محمد شريف حفظه الله، د رهبري شوری او مذاکراتي ټيم د غړي مولوي محمد قاسم حفظه الله، د رهبري شوری د غړي او د زراعت د کميسون د رئيس مولوي عبدالرحمن راشد حفظه الله او د اسلامي امارت د سياسي دفتر د مذاکراتي ټيم د غړي شيخ الحديث مولوي شهاب الدين دلاور حفظه الله په ځانګړو سياسي او علمي پيغامونو مزين شوې دي، دا پيغامونه په فارسي، ترکمني، ازبکي او پښتو ژبو کې دي.

همدغه راز په اصدار کې د ترنم د وتلو بلبلانو په خوږو آوازونو کې د جهادي ادب د مشهورو شاعرانو نوو او زړه وړونکو ترانو ته هم ځای ورکول شویدی.

پاتې دې نه وي چې اصدار په عربي او انګليسي دواړو ژبو ژباړل شويدی او ان شاءالله په څو ورځو کې به فاتح ځواک (۱) مکمل ( درې واړه برخې يو ځای ) هم نشر ته وسپارل شي.

الهجرة جهادي سټوډيو له خپلو درنو مينوالو څخه په ډير درنښت هيله کوي چې د اصدار په نشر کې خپلې هڅې ونه سپموي.

الهجرة سټوډيو ستاسو د فکر، ژبې او قلم سنګر

تاسې درانه مینوال کولی شئ چې د لاندې لینکونو له لارې یې هم وګورئ او هم یې ډاونلوډ کړئ.

 

پښتو

اعلی کيفيت

 

 

متوسط کیفيت

 

 

موبايل کيفيت

 

 

اعلی کيفيت متوسط کیفيت

    موبايل- فارمټ

 


عربي

اعلی کيفيت

 

 

 

متوسط  کيفيت

 

 

موبايل کيفيت

 

 

 

 

 

اعلی کيفيت متوسط کیفيت

    موبايل- فارمټ

دالاماره ویب پاڼي د ویډيو څانګه

http://www.alemarahvideo.org/

Related posts