نوومبر 30, 2020

د دوحې تړون ته ژمنتیا د حل لاره ده

د دوحې تړون ته ژمنتیا د حل لاره ده

د ورځې خبره:

د اسلامي امارت او امریکا تر منځ د اشغال د خاتمې له تړون وروسته مقابل طرف په مختلفو مواردو کې د یاد شوي تړون څخه سرغړونې کړې،خو اسلامي امارت همدې تړون ته خپله ژمنتیا په اثبات رسولې او مقابل جانب هم د اسلامي امارت پر تعهد اعتراف کړی دی.
تېر کال د اسلامي امارت او امریکا تر منځ د مذاکراتو په جریان کې کابل رژیم هلمند کې د مجاهدینو پر ضد عملیات ترسره کړل، مجاهدینو عقب نشیني وکړه، د رژیم وسله وال چې همدې سیمې ته راغلل، د خپل عادت سره سم یې د ولسي خلکو په ځور او تهدید او د ملکي وګړو د شتمنیو په لوټ او تالان پیل وکړ، خلک له دې حالت څخه سخت په عذاب شول، مجاهدینو له یاد شوي حالت څخه د مظلوم ولس نجات خپله دنده وګڼله او پر همدې سیمو یې چې تېر کال یې خوشي کړې وي، تېره اونۍ عملیات ترسره کړل، عملیات ډیر موفق وو، دښمن له سیمې پښې سپکې کړې او خلک یو ځل بیا دراحت او امنیت څخه برخمن شول.
امریکایي ځواکونو د کابل رژیم د وسله والو په حمایت د اسلامي امارت پر مجاهدینو او عامو وګړو هوایې بریدونه و کړل، په دې بریدونو کې که څه هم ولسي وګړو ته ډير زیان ورسید، خو مجاهدینو خپل سنګرونه خوشي کړي نه دي او په ټولو مفتوحه سیمو کې دخلکو په خدمت او امنیت بوخت دي.
امریکایانو د جګړې له ډګر او وخت څخه بهر هم هوایې بریدونه جاري ساتلي چې تر دې مهاله ګڼ ولسي وګړي پکې شهیدان او تپیان شوي او خلکو ته پراخ مالي زیانونه اوښتي دي. د دوحې تړون کې امریکا ژمنه کړې چې د جګړې د جریان او ځای پرته، بل ځای او وخت برید نشي کولای، مګر له تېرې اونۍ راهیسې یې د جګړې له ډګر پرته دهلمند په بیلابیلو سیمو او آن فراه کې هم ډرون حملې او بمبارونه ترسره کړي دي.
د جنګ له میدان او وخت پرته په نورو سیمو کې د امریکایي ځواکونو بریدونه په ښکاره د دوحې له تړون سره ټکر کې دي، امریکا ژر تر ژره باید د افغان ولس او مجاهدینو پر ضد بریدونه ودروي او له تړونه نورې سرغړونې تکرار نه کړي. که امریکا د دوحې له تړون څخه تخلفاتو ته دوام ورکړي،د جګړې د شدت او عواقبو مسؤولیت به ورته راجع وي.
اسلامي امارت د خپلو ارزښتونو، خاورې او خلکو ساتنه خپله دنده ګڼي او د همدې اهدافو د ترلاسه کولو په موخه یې مبارزه روانه ده،د روان کال د فبروري په ۲۹ مه یې چې دوحه کې له امریکا سره تړون امضاء کړ،همدې تړون ته متعهد دی. زموږ په نظر د جګړې د خاتمې او سولې راتلو تر ټولو مؤثره حللاره د دوحې د تړون بشپړ تطبیق دی.امریکا باید خپل مسؤولیت درک کړي او د دوحې له تړون څخه نه یوازي داچې سرغړونې ونه کړي، بلکې همدا تړون په بشپړه توګه عملي کړي.

Related posts