نوومبر 26, 2020

د طالبانو پوځي عروج او موخې يې

د طالبانو پوځي عروج او موخې يې

ليکنه- أحمد خليل

کله کله به مې د شام او په نورو هيوادونو کې د مجاهدو جنګياليو پوځي تمرينات کتل نو دا فکر به مې کاوه چې کاش طالبانو هم د هغوی په شان زړه راښکونکي او په زړه پورې تمرينات ترسره کولای شوای.

د تيرو شلو کلونو راهيسي د طالبانو له لوري جهادي فلمونه جوړېږي او د ألإمارة، ألهجرة او منبع الجهاد سټوډيوګانو لخوا څخه خپرېږي. زه يې هم څارم؛ په دې فلمونو کې معمولاً د ألهجرة او منبع الجهاد سټوډيوګانو لخوا څخه خپاره شوي توکي تر ډيره معياري او په لوړه کچه ډيزاين کېږي. دا فلمونه ډير جذاب دي او ليدونکي يې هم ورځ پر ورځ زياتېږي.

د طالبانو په فلمونو کې له لومړۍ ورځې څخه تر ننه پورې ګڼ نوښتونه او ابتکارات ترسره کېږي او دوام لري؛ چې دا دی د (فاتح ځواک ) په نوم تر نورو ټولو په زړه پورې او نوښت لرونکی فلم دوهمه او دريمه برخه تازه خپرې شويدي.
ددې فلم لومړۍ برخه چې څو مياشتې وړاندې خپره شوې وه؛ په خپل ډول کې ډېره زياته جالبه وه. په کور دننه او بهر يې ډېر زيات هرکلی وشو، خلکو خوښه کړه، نړيوالو او کورنيو رسنيو راپورونه پرې جوړ کړل او ښه مطبوعاتي پوښښ ورکړل شو.

د فاتح ځواک د لومړۍ برخې د خپريدو سره هم مهاله د دوهمې او دريمې برخې په اړه اعلانونه خپاره شول چې د ژر خپريدو زيری يې ورکاوه. زه هم په ټولنيزو شبکو کې د هغو فعالانو او کتونکو له ډلې څخه وم چې د فلم خپرېدو ته يې په بې صبرۍ سره انتظار کاوه. بالآخره نن ورځ ياد فلم د طالبانو له رسمي رسنيزو شبکو څخه خپور شو.

د فلم د راښکته کولو لپاره مې اوږد مزل وکړ او داسې سيمې ته مې ځان ورساوه چې انټرنېټ پکې نسبتا ښه کار کوي. فلم مې په متوسط کيفيت کې راښکته کړ؛ په کتلو کتلو کې مې بې اختیاره له خولې ووتل چې: آفرين!
په ياد فلم کې چې (۴۱) دقيقې دې؛ د طالبانو اړوند (الفاتح معسکر) کې د ترسره شوو ترټولو غوره نظامي او پوځي تمريناتو صحنې نندارې ته وړاندې شوې دي. داسې غوره تمرينات چې مخکې چا نه وو ليدلي او څو کاله وړاندې یې چا تصور هم نشوای کولای.

دا چې طالبان له دا ډول پوځي تمريناتو او فلمونو خپرولو څخه کومې موخې لري؛ لاندې ورته اشاره کولای شو:

۱- د طالبانو د پوځي ځواک پياوړتيا
همدا ځواکونه د نړۍ په سطحه تر ټولو غوره نظامي قوتونه دي چې په لږ شمېر سره د دښمن په لويو مرکزونو او قرارګاوو هجومي بريدونه کوي او په ډير لنډ وخت کې يې نيسي.

۲- د اسلامي نظام د قيام په پار د نظامي قوتونو او استعدادونو د روزلو اهميت ته پاملرنه
طالبانو دا درک کړې چې د خپلې اسلامي طالباني مفکورې د تطبيق او د اسلامي نظام د قيام او بيا پياوړتيا لپاره د پوځي ځواک وړتياوې لوړول يو له هغو مهمو او اساسي مسائلو څخه دي چې په اوسنۍ نړۍ کې پرته له هغو څخه په آرامه ژوند کول او د نظام چلول ډېر سخت او حتی ناشونی کار دی. دا ځکه چې اوس هم په ټوله نړۍ باندې يوازې د امنيت شورا پنځه دايمي غړي واک چلوي؛ هغه چې د ځمکې پر مخ معاصر ستر پوځي او اقتصادي هيوادونه دي او دې حالت ته رسېدل زياته خواري غواړي.

۳- د يوه ټولشموله نظام ښکارندويي کول
په فلم کې دا څرګندېږي چې د طالبانو اسلامي نظام تر يوې ډلې او خاصې کړۍ پورې منحصر نه دی؛ بلکې د افغانستان ټولې پرګنې او قومونه د معلومو او خاصو ځانګړنو په اساس پکې راټول او په خدمت بوخت دي چې د طالبانو د رهبري شوری د غړو له پيغامونو څخه دا حقيقت ښه جوتيږي.

۴- د نظامي تشکيلاتو پرمختګ او د يوه منظم پوځ روزل
دا چی طالبان د يو نوي اسلامي نظام د جوړولو په درشل کې دي او د نظام لپاره د پوځ تشکيل اړين دی نو دوی هڅه کوي تر څو د چريکي تشکيلاتو پر ځای د يو منظم پوځ په بڼه را څرګند شي. د معلوماتو په اساس ياد پرمختګونه د يوه منظم پلان له مخې پيل شوي دي.

۵- له هرې ممکنې لارې څخه پر کابل اداره باندې فشار واردول
دا چې بين‌الأفغاني مذاکرات پيل شوي دي نو اړينه ده تر څو په مختلفو برخو کې په کابل اداره باندې فشار وارد شي. نتيجه به يې دا وي چې کابل اداره به له شرارته لاس واخلي او د سولې خبرو ته به په صادقانه ډول راوړاندې شي.

۶- د دښمن ويرول
طالبان د دا ډول پوځي تمريناتو په سرته رسولو سره غواړي خپل دښمنان مرعوب کړي تر څو د مقابلې پر ځای تېښتې او تسليمۍ ته ترجيح ورکړي؛ تر څو د زياتو وينه تويولو مخه ونيول شي چې دا تر ټولو غوره اقدام دی.

په پای کې بايد دا ووايم چې طالبان په پوځي او سیاسي ډګرونو دواړو کې د بريا لور ته روان دي.
لومړی يې د نړۍ تر ټولو ځواکمن هيواد او حشرګړي يې په پوځي ډګر کې په ګونډو کړل او وروسته يې په سياسي بحثونو کې خپل ټول شرایط پرې ومنل.
مشوره مې دوی ته داده چې خپلې پوځي وړتياوې لا نورې هم اوچتې کړي؛ په هره برخه کې کدرونه وروزي تر څو بياځلې د نظام چلولو لپاره شریرو عناصرو ته احتیاج نشي.

په افغانستان کې د سوچه اسلامي نظام د حاکمیت په هيله

Related posts