نوومبر 26, 2020

جګړه د مذاکراتو په پریښودلو نه ختمیږي…!!

جګړه د مذاکراتو په پریښودلو نه ختمیږي…!!

د ورځي خبره:

د کابل ادارې بې واکه پارلماني وکیلانو پرون پخپلې یوې غونډې کې پر چارواکو غږ وکړ چې نور دې له اسلامي امارت سره په قطر کې روانه مذاکرتي پروسه په ټپه ودروي، اوخپل پلاوی دې بیرته کابل ته را وغواړي.
د دوی په خبره، طالبان له سولې سره علاقه ځکه نه لري، چې اوربند ته غاړه نه ږدي، دوی ویلي ترڅو چې طالبانو اوربند نه وي اعلان کړی؛ د کابل مذاکراتي ټیم دې سمدستي راوغوښتل شي او خبرې دي ودريږي.
د کابل پارلمان دا سپارښتني په داسي حال کې کوي، چې د کابل لخوا لیږل شوی مذاکراتي پلاوي تراوسه لا د مذاکراتو رسمي بهیر ته ځان داخل کړی نه دی، تراوسه لا هغوی له اوربند او نورو آساسي موضوعاتو پرته د نورو فرمایشاتو منلو پرسر له اسلامي امارت سره چنې وهي، تراوسه لا د دوی مذاکراتي ټیم د اوربند غوښتني ته اوزګار شوی نه دی، تراوسه لا هغوی په دې لټه کې دي چې د دوحې د مذاکراتو بنسټ د هغي په اصطلاح لویې جرګې فرمایشات وګرځوي، چې هغه جرګه خپله د یاد پارلمان لخوا هم ناقانونه بلل شوې وه.
تراوسه لا هغوی په دې لګیا دي چې څنګه وکړای شي، د مذهبي او مسلکی فقهو خبري د تفرقې د تخم شیندلو لپاره وکاروي، د کابل مذاکراتي پلاوی لا دې ته بیخي وزګار شوی نه دی چې د رسمي مذاکراتي بهیر په جریان کې د اورکم، اوربند او یا اور ختم غوندي اهم مسایل مطرح کړي.
د کابل پارلمان په داسي یو حالت کې د خبرو اترو پروسه بندول غواړي، چې میلیونونه افغانان ورته سترګي په لاره دي، چې ګوندي د خبرو اترو په پایله کې دا بل اور د تل لپاره ختم شي.
مګر د کابل د فاسدې ادارې فاسد پارلماني وکیلان، بیا په دې پلمه چې ګویا د جګړې درولو پلویان دي؛ د مذاکراتي پروسې بندول غواړي.
که رښتیا دوی په هیواد کې د اور وژني طرف دار وي، او په همدې جنګ جګړو کې خپلي ګټي نه سنجوي، نو لومړی دې دوحې ته د لیږل شوي پلاوي نه غوښتنه وکړی؛ چې وخت دې پر فروعي موضوعاتو نه ضایع کوي، د اسلامي امارت له پلاوي سره دي رسمي مذاکراتي بهیر ته له هغي کړکۍ داخل شي؛ د کومي له برکته چې دې بین الأفغاني مذاکراتو ته لاره پرانیستل شوې، او په هغي کې د هیواد د استقلالیت او اسلامی حاکمیت تضمین خوندي ګڼل شوی.
کله چې یې پلاوی مذاکراتي پروسې ته دننه شي، نو لومړی دې د اوربند موضوع ورسره مطرح کړي.
حقیقت دا دی چې د کابل اداره او د هغې اړوند اکثریت وګړي، هیڅکله د تلپاتي اوربند په حق کې نه دي، له همدې ځایه ده چې همیشه د مؤقتي اوربند نارې وهي، د جګړې د آساسي ختمولو په اړه هیڅ راز اماد ګي نلري.
متاسفانه د سولې په وړاندي د کابل ادارې له لوري د خنډونو ایجادولو خبره نن تقریباً ټولي نړۍ ته د لمر غوندي څرګنده ده. پکار دا ده چې پارلمان او نور چارواکې دي د مؤقت اوربند پرځای د تلپاتي اوربند غم وخوري، د مذاکراتي پروسې په بندولو سره جګړه نه ختمیږي، بلکي د مذاکراتي پروسې په تقویه کولو او خپل پلاوي ته د ګذشت او سمو لارښوونو له لاري د جګړې اور مړ کیدلای شي.

پای ……..!
/ 2020 / 10 / 20

Related posts