نوومبر 26, 2020

ایا طالبان به ښارونو ته فاتحین ننوځي؟!

ایا طالبان به ښارونو ته فاتحین ننوځي؟!

لیکنه: همایون عیسی خېل

ګران افغانستان په تېرو دوو قرنونو کې درې ځله د انګریزانو او یو ځل د شوروي اتحاد له لوري اشغال شوی!

که څه هم دوی پر افغانانو خپل ټول زور وازموو، په بمباریو کې یې ډول، ډول بمونه وکرول، په میلیونونو ولس یې شهیدکړ، په میلیونو کسان یې ژوبل، بې کوره او هجرت کولو ته یې اړ ایستل…

 په زرهاوو کورونه، جوماتونه، بازارونه او مکتبونه یې ویجاړ کړل…

پخواني ټپونه مو لا جوړ نه وو چې غربیانو د ۴۲ هېوادونو په ملتیا یو ځل بیا له وحشت او بربریته ډک یرغل وکړ. افغانان یې وځپل، وټکول، شهیدان یې کړل، بندي خانې یې ترې ډکې کړې، ډول ډول شکنجې یې ورکړې او کورونو پرېښودلو ته یې اړ ایستل….

له انګریزانو څخه رانېولې تر غربیانو پورې، دې ټولو اشغالګرو زمونږ هېواد له معیوبینو څخه ډک کړ، د افغانانو کورونه به له شهیدانو، یتیمانو، کونډو، رنډو،بورو، کاڼو، ړندو، ګوډانو، شلانو او له نورو ډول ډول معیوبینو څخه خالي نه وو او  په ټول هېواد کې داسې څوک نه ترسترګو کیږي چې دغم خزان وهلی نه وي…

ښایي نور هېوادوالو ته دا خبره نا اشنا وي چې، په دکان کې دې یوازې د یوې پښې بوټ پلورل کیږي؛ خو په افغانستان کې بیا دا ډول دکانونه عامه خبره ده.

د شوروي اتحاد ماتې وروسته به خلکو کیسې کولې چې، په افغانستان کې داسې دکانونه(پلورنځي) هم شته چې د یوې پښې بوټان او څپلۍ پکې خرڅیږي؛ ځکه چې ځینو افغانانو ښۍ پښې او ځینو چپې پښې په جنګونو کې له لاسه ورکړې دي…

خو د دې ټولو ستونزو، کړاوونو او بدبختیو  باوجود، افغانان د خپل دین او وطن دفاع لپاره ټینګ ودرېدل، خپلې سینې یې سپر وګرځولې، په ښه اخلاص او جرأت یې مقاومت وکړ. دا هر څه یې په ځان وګالل، د الله جل جلاله بندګي یې په سر سترګو ومنله؛ خو د شیطان، ستر دجال او د طاغوت غلامي یې ونه منله. خپل استقلال یې واساته او خپلې شملې یې ټیټې نه کړې. صلیب یې رانسکور کړ، اشغال یې د الله جل جلاله په نصرت او  په بې سارې قربانۍ مات کړ!

 که څه هم افغانان هم ښه پوره وځپل شول؛ خو ډېری اشغالګر یې د امپراطورانو هدېرې ته ورټېل وهل او  ډېری یې له ماتو سرونو، ګوډو پښو او ړندو سترګو سره  خپلو هېوادو ته د نمونې لپاره ډالۍ کړل…

 بالاخره افغانستان د امپراطورانو په هدیره ونومول شو او د شجاعت دغه ستر میډال یې ترلاسه کړ!

 په دې وروستیو کې ډېرې داسې ویډیوګانې او انځورونه په سوشل میډیا کې خپره شوي، چې د ناټو سرتېري پکې تر سترګو کیږي، چا غبرګې سترګې، چا غبرګې پښې او چا غبرګ لاسونه له لاسه ورکړي دي. د چا یوه پښه، یو لاس او یوه سترګه د امپراطورانو په هدیره کې د خاورو سره خاورې شوي دي.

چا خپل مغزه له لاسه ورکړل او په رواني تکلیف اخته شوی دي.

د ځینو بیا د استشهادي بریدونو، تعرضونو، کمینونو او د ماینونو غږ او ډار په مغزو کې ثبت شوی او په ځان وژنه لاس پورې کړی!

په ډېرو بیا میندې بورې شوې دي او په قبرونو یې ورته جنګي بوټان، خولۍ او ټوپک نصب کړي دي.

دا څو ورځې کیږي چې، په فیسبوکونو او واټساپونو کې یوه ویډیو څرخيږي. په دې ویډیو کې لیدل کې کیږي، یو امریکایي سرتیري، خپل نیم مخ د دین او وطن ساتونکو شازلمو لخوا د یو ماین په ترڅ کې له لاسه ورکړی دی. لیدل کیږي چې نوموړی پلاستیکي سترګه او ځامه د خپل مخ څخه راجلا کوي. او په څېره یې د غم او پښیمانتیا اثرات ښکاري.

دا ډول ویډیوګانې او انځورونه باید په موزیم کې کېښودلی شي، او راتلونکو امپراطورانو ته وخت په وخت وروښودل شي. ګمان نه کوم چې  بیا به یو کفري هېواد د افغانستان نوم په خوله واخلي، دا خو لیرې ده چې، ښکیلاک کولو ته به یې زړه ښه کړي.

که احیانا د ناټو کوم سرتېری خپل هېواد ته روغ سر او سالم بدن په تېښته بریالي شوی وي او هلته چا پیغور ورکړ(او باید وریې کړي…) چې، سره له دومره تجهیزاتو، پرمختللې ټیکنالوجۍ او د ۴۲ پرمختللي هېوادونو په ملتیا مو ولې بېوزله او ناچاره هېواد افغانستان  کنټرول نه کړی شو؟!

 ولې مو ماته وخوړه؟!

 ولې داسې مات ګوډ راستانه شوي یاستئ…؟!

دوی باید په ځواب کې د دغه سرتېرو د ماتو سرونو، ړاندو، کاڼو، ګوډانو او نیمچه بدنونو ویډیوګانې او انځورونه ورښکاره کړي. له پیغوره به خلاص شي او شاید(پیِغور ورکونکی) یې په ملا وټپوي چې، روغ سر راوتل دې هم توره، مېړانه او ستره لاسته راوړنه ده. آفرین شه او په تا شه!

او ځان سره به وایي:

دا څنګه افغانان دي چې، له روغ انسان څخه یې بل شی جوړ کړی؟!

دا څنګه افغانان دي چې، سړی روغ سر ورشي او بېرته مات سر راوړي؟!

دا څنګه افغانان دي چې، جګړې ته داسې په خوښۍ او په ترانو ویلو ورځي، لکه مونږ چې د فټبال تماشې ته ځو…؟!

تر ډېره وخته به غربي واکمنانو او رسنیو خپل تلفات پټ ساتل او یا به یې ډېر کم ښودل؛ خو بیا هم د قرباني شوو سرتېرو وارثانو، سیاسي کارپوهانو او نور کړیو د افغانستان اشغال سره خپل مخالفت وښود او پر ضد یې پراخه لاریونونه وکړل.

اخر مجبور شول چې د اسلامي امارت سیاسي ټیم سره په دوحه کې خپله ماتې امضاء کړي او له افغانستانه خپلې پښې سپکې کړي.

د تاریخ په اوږدو کې کله هم چې مسلمان هېواد د کفارو له لوري یرغمال شوی. د هغه هېواد ځینو بې ضمېره، بې وجدانه، نادان او تش په نامه مسلمانانو، هم په ډېرې سپین سترګۍ د اشغالګرو ملتیا وکړه. د پردیو  د ټوپک شپیلۍ یې په خپل ورور سړه کړې.

د اشغال سره سم دېته ورته کار ځینو بې وجدانه افغانانو هم وکړ. د اشغالګرو په لیکو کې ودرېدل او د الله ج په ځای یې د طاغوت غلامي غوره کړه. د یو څو ډالرو په خاطر یې، د واشنګټن کلکه دفاع وکړه. پخپلو افغانانو پسې بډې راونغاړلې او په ډېرې بې دردۍ سره یې مظلوم افغانان شهیدان کړل. اشغالګرو دومره وحشت ونه کړ، څومره چې خپلو افغانانو وکړ…

پښتو متل دی: څوک چې غلط ګرځي، غلط به پرځي!

 دوی هم ټکرې وخوړې. د واشنګټن ساتنې لپاره یې خپل سرونه قربان کړل، په دین، غیرت او شرم یې سترګې پټې کړې. خپل ځان یې خوار و زار کړ، خپلې مېرمنې یې کونډې، مورګانې بورې او اولادونه یې یتیمان کړل. دوی هم خپلې پښې، لاسونه او سترګې د پردیو په خاطر قرباني کړې او د یرغلګرو د برخلیک سره مخ شول!

څه وخت وړاندې د یوه افغاني سرتیري ویډیو رسنیزه شوه. یو سرتېری پکې ترسترګو کیږي، چې نیمه کوپړۍ یې د واشنګټن امنیت لپاره شیندلې ده، اوس په بازار او کوڅو کې خیر غواړي، ترڅو د ورله غاړې کورنۍ پالنه پرې وکړي.

 چا چې د خپل وطن سره خیانت کړی دی او د اشغالګرو ملتیا یې کړې ده، خوار او زار شوي دي، خپلو بادارنو یې پوښتنه هم نه ده کړې…

دا ټول د هغه قربانیو پایله ده چې، په دین او وطن مینو شازلمو د خپل دین او وطن د فاع په خاطر له ځانو تېر شول، خپل هډونه یې د خاورو سره خاورې کړل، بندیخانې، زولنې، ولچکې او شکنجې یې وزغملې، زخمونو، دردونو، کړاوونو، خپل، پردي، کور، کلي وطن پرېښودو  ته یې غاړه کېښوده؛ خو پردي یې د ارام څاه ایستلو ته پرې نه ښودل. د افغانستان خاوره یې ورته سره تبۍ وګرځوله، ګام په ګام یې پرې کمین، د ماین انفجار بریدونه او تعرضونه وکړل.

نو اوس هم چې طالبانو ته فاتحین نه ویلی کیږي بیا کله؟!

حتما دوی فاتحین دي او فاتحین به کابل ته ننوځي!

 ان شاء الله تعالی! وماذلک علی الله بعزیز!

Related posts