نوومبر 26, 2020

ولې د کابل له ادارې خلک ناراضه دي؟

ولې د کابل له ادارې خلک ناراضه دي؟

حبیب مجاهد
د ارګ اوسني واکمن شاید د افغانستان په معاصر تاریخ کې منفور ترین واکمن وي چې نه خو د نړۍ په سطحه کوم حیثیت لري او نه هم په خپل ولس کې د پام وړ مقبولیت لري. د دې عدم مقبولیت ښکاره ثبوتونه په ټولنیزو رسنیو او عامه میډیا کې د ولس هغه نفرت دی چې په بیلابیلو بڼو څرګندیږي او له چارواکو او حاکمې ادارې سره خپله کرکه څرګندوي.
په تیرو ولسمشریزو انتخاباتو کې له ۳۵ میلیونه نفوس څخه یوازې د څو لکه خلکو برخه اخیستل، چې زیاتره یې دولتي کارمندان وو د دې بل ثبوت دی چې واکمنه اداره په ولس کې ځای نه لري. په هر حال . . . راځئ دلته هغه عوامل راوسپړو چې د ارګ او ولس تر منځ یې د نفرت او لریوالي دیوالونه درولي دي.
لومړی دلیل دا دی چې واکمنه اداره دیني او ملي صبغه نه لري. دا اداره ۱۹ کاله وړاندې د امریکایي الوتکو لخوا پراشوټ شوې او په دې مظلوم ولس د ټوپک او بمبار په زور تحمیل شوې ده. د اداره په هغو قواعدو بناء شوې کوم چې په غرب کې د نظام سازۍ لپاره ټاکل شوي دي. د دارې په جوړښت او طراحۍ کې زموږ د مؤمن ولس ارزښتونو او اصولو ته هیڅ پام نه دی شوی.
لکه څنګه چې د دې ادارې جوړښت او چوکاټ پردی دی، همدغسې یې چلوونکي او چارواکي هم اکثره له ولس څخه پردي او د نورو ګټو ته وفادار دي. د دې ادارې مشر اشرف غني هغه څوک دی چې د عمر ډیره برخه یې په غربي نړۍ کې تېره شوې ده. هغه کاملا په غربي روحیه او نظریه تربیه شوی دی او له افغان ولس سره فکري تړاو نه لري.
د کابل ادارې د نه مقبولیت بله وجه دا ده چې په نړۍ کې دولتونه د ولس لپاره د مور او پلار حیثیت لري. دولتونه ولس ته د آرام او عزتمند ژوند زمینه برابروي. د ولس د سرلوړۍ، عزت او پرمختګ لپاره کار کوي. اما د کابل اداره له افغان ولس سره داسې چلند کوي لکه لیوانو ته چې بې څښتنه رمه په لاس ورشي. په تیرو اتلسو کلونو کې حاکمو چارواکو د ولس او هیواد په نوم راغلې ټولې پیسې چور او په شخصي اکاونټونو کې یې جمع کړې. کله یې چې په دې پیسو خیټې نه شوې مړې، نو یې د ځمکو غصب، د رشوت په نوم د ولس لوټلو، اختلاس او د ملي شتمنیو په چورتالان پيل وکړ.
د دې چور تالان یوه ښه بیلګه د کابل بانک لوټماري وه، دغه بانک چې د افغان ولس د غریبو اقشارو لکه کسبګر، معلم، مامور او عادي کارمندانو پیسې په کې راجمع وې، د لوړ پوړو چارواکو لخوا یې پیسې په بیلابیلو نومونو وایستل شوې او د خلیج په هیوادونو کې ورباندې ځمکې رانیول شوې.
له مادي چور او تالان علاوه د ولس په وړاندې بې رحمي، وژل، بندیانول، تحقیر او تعذیب بل هغه څه دی چې دغه اداره یې د خلکو تر منځ د نفرت په سمبول بدله کړې ده. د کابل چارواکي خپل ولس ته د غلیم په نظر ګوري. کله چې په نیمه شپو په ولسي کلیو او کورونو چاپې وهي له خلکو سره داسې چلند کوي چې هغه د سخت ترین غلیم په وړاندې هم جائز نه وي. د ولسي کورونو ته په نیمو شپو ورلویدل. د سپین ږیرو، ځوانانو ، ښځو او حتی ماشومانو چارماري کول. د ولس کورونه لوټل او په آخر کې یې ولسي کورونه په بمونو الوزول هغه څه دي چې د کابل ادارې د ځانګړو ځواکونو له عمده کارونو ګڼل کیږي.
له دې علاوه زموږ د ولس معنوي اقدارو ته سپکاوی او نه پاملرنه بل هغه څه دی چې د کابل اداره ولس ته پردۍ معرفي کوي. د ارګ چارواکي درګرده لګیا دي په افغانستان کې د غربي فرهنګ د پياده کولو هڅې کوي. خپل دین، فکر، فرهنګ، رواجونه او عادات د پسماندګۍ او بدویت په تور تورنوي او کوښښ کوي چې د غربیانو دودونه او عادات په نوي نسل کې ترویج کړي.
د همدې عواملو په اساس د کابل ادارې خپل اعتبار او وزن له لاس ورکړی او حاکمیت یې یوازې د پلازمینې او ولایتي مراکزو تر حده را محدود شوی دی. په همدې محدودو سیمو کې هم د ارګ واکمنو حاکمیت یوازې د وسلې او پیسو په زور دوام لري. که د زر او زور خبره نه وای شاید دغه اداره وختي لا له منځه تللې وای.

Related posts