نوومبر 26, 2020

د ایثار یوه جالبه کیسه ګۍ

د ایثار یوه جالبه کیسه ګۍ

موسی فرهاد:

 د صحابه کرامو رضی الله عنهم او بیا د تابعینو په شان کې خو موږ او تاسو ډېر حیرانوونکې روایات او کیسې لوستي دي، خو د ډېر تعجب وړ ځکه نه وي، چې هغوی خو هسي هم د امت بلکي د ټول بشریت ترټولو غوره او برګزیده هغه قشر دی، چې په سلګونو نصوص یې په شان کې راغلي دي، مثلاً د هغوی ډېري داسي کیسې دي چې له یو او بل نه یې ځان، مال، اهل، منصب او هرڅه قربان کړي دي.

مګر د دا ډول کړنو څښتنان چې د ۱۴مي پیړۍ په دې کمزوري امت او دې پُرفِتنه زمانه کې را پیدا کیږي؛ نو رښتیا هم چې د ډېر تعجب او د یو ريښتیني مؤمن لپاره د غبطې وړ دی.

 ځکه خو د همدې کمزوري امت په شان کې پیغمبر علیه السلام داسي فرمایی: صحابه کرامو له نبي علیه السلام نه وپوښتل: “يا رسول الله هل من قوم أعظم منا اجرا؟” آیا داسي قوم به هم وي چې ترموږ به یې د عمل اجرونه زیات وي؟ هغه صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: “قوم يكونون من بعدكم يؤمنون بي ولم يروني” هو!  داسي خلک به له تاسو وروسته راځي چې پر ما به یې په غیاب کې ایمان را وړی وي.

یعني د هغوی اعمال که څه هم واړه وي، خو اجرونه به یې ډېر لوړ وي. نو کله چې سړی په دې امت کې د ځینو داسي خلکو اعمال ویني، نو باوري کیږي چې همدا به هغه خلک وي چې په شان کې یې نبی علیه السلام فرمایلی، چې د دوی ځینی اعمال به الله ته ډېر محبوب وي.

 د پورتنیو دوو تاریخي شخصیتونو بلکي د دوی په څیر د اکثرو مجاهدو غازیانو د جهاد د دورې ډېر خارق العاده داستانونه د افغان معاصر تاریخ په پاڼو کې ثبت دي، خو د دوی دوو یوه داسي کیسه ډېره مشهوره ده چې سړی هک پک ورته پاتي کیږي، د سیمي د عیني شاهدانو له خولې یوه کیسه داسي روایت شوې چې وایی، کله چې د وخت د مسلط رژیم د کمونیستي عناصرو له لاسه د هیواد په لر او بر کې د هیواد متنفذین مسلمانان خصوصاً علماء تر سخت فشار لاندي شول، حتی د مرګ، زخم، زندان، تعذیب او تري تم کیدو له چیلنج سره په جدي توګه مخ وو؛ هغوی مجبور شول چې د دین، عزت او ناموس د حفاظت پخاطر هجرت وکړي، خپل کور کلی او مېنه پریږدي،

نو په دې لړ کې مرحوم حقاني او مرحوم منصور صاحب لومړی درجه هغه کسان وو چې په لویه پکتیا کې د رژیم د کمونیستي ملیشو لخوا تر مستقیم تعقیب لاندي وو، په دې خاطر هغوی پریکړه وکړه چې نور له سیمي ولاړ شي، له همدې ځایه وه چې هغوی پرته له زاد او راحلې، له خپلو میرمنو او ماشومو اولادونو سره د پکتیا د اسمانڅکو غرونو په ګړنګونو او پرښو کې د هجرت سفر پیل کړ. هغوی نه په لارو ورتلای شوای، نه هم په هوارو او کلیو او نه یې هم په رڼا ورځ سفر کولای شوای، ولي چې کمونیستي چارواکو ورته هرځای د جاسوسۍ جال غوړولی و.

 نو ځکه یې په تپو تیارو کې د ګړنګونو او پیچومو لاره وهله. د شمالي وزیرستان تر دته خیلو پورې دغه پنځه ورځنی سفر خورا ستونزمن او له مشقته ډک و.

عیني شاهدان د دې سفر په دوران کې د ډېرو کیسو نه یوه داسي جالبه کیسه کا چې وایی، د شپې په غرونو کې دوی روان وو، له هري پرښې او څوکي نه د دې وېره وه چې کمونیستي ملیشو به چیري ورته کمین نیولی وي، خو په ځینو څوکو کې د هغوی پوستې او کمینونه یقیني وو.

په همدې خاطر دوی په ډېره احتیاط په خاموشۍ سره تلل. ترڅو دښمن ورباندي خبر نسي، ناڅاپي داسي وشوه چې د نصرالله منصور صاحب یو ماشوم و د مور په غیږ کې و، هغه په ژړا پیل وکړ، مور او پلار یې ډېر کوشش وکړ ترڅو ماشوم بیغمه کړي او دښمن ورباندي خبر نکړي. خو ماشوم هیڅ نه غلی کیده، دوی حیران شول چې نژدې ده دښمن را خبر شي، حقاني صاحب د هغه کورنۍ، او یو شمېر نور مجاهدین سره له خپلو کورنیو په سفر روان دي، که چیري دښمن خبر شي، نو تباهي به رامنځ ته شي.

په همدې خاطر منصور صاحب خپلو نورو ملګرو ته وویل چې تاسو درمخکي شئ، زه د ماشوم چاره کوم، بیا یې له خپلي میرمني سره په مشوره، ماشوم تر یوې وني لاندي څملاوه ترڅو چې بیده شو، او دوی ځیني روان شول.

کله چې ښه لیري نسبتاً پناه ګاه ځای ته ورسیدل، هلته ملګري سره یوځای شول، حقاني صاحب له منصور صاحب نه پوښتنه وکړه چې ماشوم څنګه غلی شو، څه چل مو ورسره وکړ، منصور صاحب ورته وویل، هغه خو مې په همغه سیمه کې تر یوې وني لاندی بیده پریښود، ماویل هسي نه دا ملګرو ته لوی تاوان ورسیږي، بیا به یې سهار غم وخورو.

خلک کیسه کا چې حقاني صاحب هک پک حیران پاتي شو، نور یې ده ته څه ونه ویل، او خپله بیرته غلی شاته را روان شو، همغه ځای ته یې په همغه خطراتو کې ځان را ورساوه، ماشوم یې پیدا کړ، په غیږ کې یې را اوچت کړ او بیرته یې خپلو ملګرو ته را ورساوه، مور او پلار ته یې وسپاره.

نو پرته له دې چې سړی د دې پیښې په اړه دیانةً او قضاءً وغږیږي؛ یوه داسي خارق العاده پیښه ده چې د دې خلکو ایثار او قربانۍ ته سړی ګوته په غاښ پاتي کیږي، دواړو د یو او بل لپاره د ځان او اولاد د په خطر کې اچولو سره داسي یو مثال ریکارډ کړی؛ چې کیدای شي بیلګې یې یوازي د صحابه او تابعینو په زمانو کې وموندلي شي.

د افغانستان د معاصر جهاد، چې لومړی د سره شوروي، او بیا اوس د غربي کفري ټلوالي په وړاندي د افغان مسلمان ملت له لوري ترسره شو؛ په زرګونو دا ډول پیښې د تاریخ په پاڼو کې ثبت شوې چې د للهیت، فداکارۍ او خارق العاده ایثار بیلګې بلل کیدای شي.

له همدې ځایه ده چې دا ډول وګړي د آینده نسلونو لپاره د تاریخ ستوري وګرځي. الله دې پر دوی رحم وکړي.

Related posts