نوومبر 26, 2020

د کورنۍ جګړې ګواښونه د څه دپاره..!؟

د کورنۍ جګړې ګواښونه د څه دپاره..!؟

د ورځي خبره:

د حمدالله محب په نامه د کابل رژیم یو چارواکي ویلي، که چېرې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووزي، هیواد به د کورنۍ جګړې له ګواښ سره مخ شي. مطلب دا چې اوس خو هیڅ جګړه نشته، د دوی بهرني ډونران باداران دې نه وزي، کنه جګړه به پیښه شي.
عین همدا خبره د مخکني اشغالګر، شوروي فدراسیون، یو لاسپوڅي ببرک کارمل خپلو بادارانو ته هغه مهال زمزمه کوله چې کله هغوی د افغان ولس د سپیڅلي جهاد په برکت د تيښتې په حال کې وو، ببرک روسانو ته ویل:
( که د شوروي اتحاد نظامي قطعات اوس له افغانستانه بیرته وغوښتل شي، د شوروي اتحاد رهبري به مجبوره وي چې بل ځل یو میلیون عسکر افغانستان ته داخل کړي.)
په دې کې شک نشته چې په افغانستان کې د دې څلویښت کلن ناورین پیل د بهرني اشغال له امله شوی، چې تر ننه پوري دوام لري.
له ډېره بده مرغه چې د اشغالګرو په راوستلو، د هغوی په بقا او د اشغال په جاري ساتلو کې تر ټولو ستر لاس د داخلي ګوډاګیانو اوسیدلی.
حقیقت دا دی، کله چې بهرنی ناروا تجاوز پای ته رسیږي، د هغوی لاسوهني د تل لپاره بندیږي او کورني لاسپوڅي یې له واکه لري کیږي؛ په اتومات شکل به د جګړې اور هم ورسره مړ کیږي، ځکه چې عامل یې له منځه وړل کیږي. دا د افغانانو په تاریخ کې په ځلونو تکرار شوې مشاهده ده.
دا چې نن د کابل عاقبت نا اندیشه چارواکي د بهرنیانو وتل د افغانستان لپاره ناورین معرفي کوي، او اعلانونه کوي چې د دوی د بادارانو له وتلو سره به کورنۍ جګړې پیل شي؛ دا په حقیقت کې د اشغال د دوام لپاره او په هیواد کې د روان وحشت د جاري ساتلو او د سولې د مخنیوي لپاره د ګوډاګیانو ځانګړی بې رحمانه کمپاین دی.
هغوی غواړي چې د دوی خارجي بادارن دې ورته ولس بمباروي، شپنۍ چاپې او وحشتونه دي انجاموي، زندانونه او هدیري دې پراخوي، خو د دوی ډالر او دا نیمګړی واک دي، له لاسه نه وځي.
پرځای د دې چې چارواکي د سولې په دې رامنځ ته شوي فرصت کې د سولې یو نوید ولس ته واوروي، او د ښه نیت یو اظهار وکړي. فقط د جنګ جګړو، د اشغال د دوام او د سولې د مخنیوي هڅو ته یې کار ویلی.
برعکس اسلامي امارت په ځلونو ولس ته ډاډ ورکړی او ور کوي یې چې د اشغال له پای ته رسیدلو سره سم به له هیواد څخه د جنګ جګړو ټغر ټولیږي، ان شاءالله.
هغه عناصر چې د جګړو، اشغال او پردیو د ډالرو تږي دي؛ هغوی به داسې له صحنې لرې کیږي، لکه څنګه چې یې بادارانو بالآخره حقایق درک کړل. او د افغان ولس له مقابلې لاس پرسر شول. وما ذلک علی الله بعزیز.

پای ……..!
2020 / اکتوبر/ 21

Related posts