دسمبر 05, 2020

د را خلاصو شوو زندانیانو په اړه د بندیانو کمیسیون اعلامیه

د را خلاصو شوو زندانیانو په اړه د بندیانو کمیسیون اعلامیه

د دوحې د تړون له مخې د اسلامي امارت اړوند ۵۰۰۰ بندیان له بند څخه را خوشي شول او له خپلو کورنیو سره یوځای شول، د مخکنۍ لارښونې په تعقیب یادو ټولو بندیانوته یوځل بیا هم هدایت کیږي چې خپل عادي ژوند ته متوجه شي، د چا چې تعلیمي بهیر نیمګړی دی، هغه بشپړ کړي، د چا چې نور د ژوند چارې ټکنۍ شوې وې هغه سمبال کړي او استراحت وکړي.
له دې سره سره باید ټول بندیان خپل امنیت ته هم جدي متوجه و اوسئ، ځکه په دا وروستیو کې د دښمن لخوا د بندیانو په وړاندې لاندې اقدامات شوي:

۱:په کورونو يې بیا بیا چاپې ووهل شوې، شهیدان او وځورول شول.
۲:د تداوۍ او نورو اړتیاوو لپاره ښارونوته د تګ په مهال بیرته ونیول شول او بندیان شول.
۳: ډرون بریدونه پرې وشول، شهیدان یا زخمیان شول.
۴: د بندیانو په کورونو د چاپې په مهال به چې کله بندي په لاس ورنغی خپل خپلوان يې ور بندیان کړل.
اولسګونه نورې پیښې هم ترسره شوي دي.

بناء  ټول بندیان باید خپل امنیتي تدابیر ولري او د دښمن له دسیسو څخه مطمین نشي.
موږ یوځل بیا په نړیوالو بشري نهادونو، حقوقي بنسټونو او د بندیانو په چارو کې دخیلو ارګانونو غږ کوو چې د را خلاصو شوو بندیانو ستونزو ته متوجه شي، ترڅو دغه بندیان اړ نه کړای شي چې د ځان د امنیت د ساتنې په موخه بیرته سنګرونوته لاړ شي.

د اسلامي امارت د بندیانو چارو کمیسیون
۴/۳/۱۴۴۲هـ ق
۳۰/۷/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/10/21م

Related posts