دسمبر 05, 2020

د هغوی‌ به دواړي خطاء وي چي د دوی په خبرو باور کوي…!

د هغوی‌ به دواړي خطاء وي چي د دوی په خبرو باور کوي…!

مولوي کریم الله کامران:

د کابل ادارې د بيلابيلو چارواکو د تازه څرګندونو څخه ښکاري چې دوی د سولې سخت ترين مخالفين دي او په قطر کې روان بين الافغاني مذاکرات هم د دوی د مخالفت له امله د خنډ او ځنډ سره مخ دي، د کابل رژيم چارواکې که له يوه اړخه د طالبانو سره ناست مذاکره کوونکي افغان جهت ته د سولي د مخالفت په پار د نويو خنډونو د ايجادولو لپاره ډول ډول مواد پيچکاري کوي؛ بل اړخ ته د مزدورو رسنيو د ډول ډول تبليغاتو، درواغو او تهمونو په مټ د طالبانو د بدنامولو هڅې کوي. دوی کوښښ کوي د طالبانو او سولي له راتګ څخه ولس وويروي اړ داسې څه طالبانو ته منسوب کړي، چې يا خو بيخي هغه په طالبانو کې شتون نه لري، او يا هم طالبانو د هغه د له منځه وړولو لپاره قيام کړی دی.
که څه هم د سولي د پروسې د پيل سره سم د کابل رژيم چارواکو د سولې مخالفت هم پيل کړی دی، او هر ځل يې سولې ته د شګو بندونه تړلي دي، خو د بين الافغاني مذاکراتو د پيل سره يې په خپل دې کار کې د پخوا په پرتله څو چنده زياتوالی راوستلی دی، د دې مذاکراتو د اولي ورځي څخه يې داسې څرګندوني کړي دي، چې د سولې سره هيڅ اړخ نه لګوي، په هغه کې د امرالله صالح په نوم د سي ای اې د يوه جاسوس اسلام ضد څرګندوني د يادوني وړ دي.
تر هغه وروسته تيره ورځ د حمدالله محب په نوم د کابل ادارې بل چارواکي د اشغال د خاتمي سره د کورنۍ جګړې د بيا پيل د ګواښ د شتون خبره وکړه، د ده په اند اوسمهال زموږ هيواد د مثالي امنيت خاوند دی چې هيڅ جګړه په وجود نه لري(!)، خو که  د اشغال ټغر ټول شي او سوله راشي، د هيواد دغه مثالي امنيت (!) به په کورنۍ جګړه بدل شي.
تر ده وروسته د کابل رژيم مشر اشرفغني پرون وکيلانو ته په يوه غونډه کې وويل، ايا غواړئ، چې طالب ته د بيرته راتګ زمينه برابره شي؟ غني په ډيره عصباني توګه دا جمله تيره کړه، له دې خبري څخه يې په داسې حساس وخت کې له ورايه ښکاري، چې په قطر کې د روانو بين الافغاني مذاکراتو سرسخت مخالف دی او ناستو وکيلانو ته هم دغه ذهنيت ورکول غواړي چې ګواکې په قطر کې په روانو بين الافغاني مذاکراتو پورې هيڅ هيلي نه وتړئ، ځکه هغه مذاکرات د طالبانو راتګ ته زمينه برابروي.
د کابل رژيم د اقتدار ليوني په همدې سوله ضد، پوچو او له درواغو ډکو څرګندونو د اقتدار او ملي شتمنيو د غلا د تمديدول غواړي، خو د پښتنو په خبره؛ د هغوی به بيخي دواړي خطاء وي، چې اوس هم د دوی په څرګندونو باور کوي او پرې غوليږي، ځکه کابل ادارې د اشغال له پيله پرلپسې مظلوم ولس د پرديو د خوښۍ لپاره ځورولی او د خپل ناروا هوس قرباني کړی دی.

Related posts