دسمبر 05, 2020

پر مقدساتو برید د زغملو نه دی

پر مقدساتو برید د زغملو نه دی

د ورځي خبره:

تېره ورځ مازیګر د تخار ولایت مرکز تالقان ښار په هزاره قرلق سیمه کې کابل رژیم یو مسجد بمبار کړی، د لومړنیو راپورونو په اساس په دغه بمبار کې ۱۲ تنه ماشومان شهیدان شوي او د ملا امام په ګډون ۱۸ تنه ټپیان شوي دي.

د ځایې خلکو په وینا برید هغه مهال وشو چې خلکو د ماسپښین لمونځ اداء کړ، وروسته د کلي ماشومان مسجد ته راغلل او له ملا امام څخه یې د معمول سره سم سبقونه ویل شروع کړل، چې ناڅاپه پر جومات برید وشو او پورته ذکر شوې مرګ ژوبله رامنځته شوه.

د همدې پیښې خبر  چې کله رسنیو کې خپور شو، دارګ لومړي مرستیال( امرالله خان) سمدستي په پیښه کې د ماشومانو له منځه وړل رد کړل او په ډير غرور سره یې وویل چې د خپلو وژل شوو کمانډویانو غچ یې واخیست!! همداراز د ارګ همدې مرستیال هغو رسنیو ته اخطار هم ورکړ، کومو چې دې پیښه کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې خبر خپور کړی و!!

د پاملرنې وړ داده هغه ارګ چې تل د بیان ازادۍ نارې وهي، د اشغال  د ۱۹ کلونو لاسته راوړنو په سر کې همدا د بیان ازادي پورته پورته کوي او آن د سولې غوندې مهمه او حیاتي پروسه هم د بیان له ازادۍ څخه قربانوي، مګر نن بیا د یو رښتوني خبر د خپریدو په جرم رسنیو او خبریالانو ته ګوتڅنډنې کوې.  واقعیت دادی چې ارګ مشر او مرستیالانو ته یې نه د بیان ازادي مطرح ده، نه د ښځو حقونو او…. بلکې  همدا بلواکه چوکۍ  تر هره څه  ورته مهمه ده او د همدې چوکۍ د ساتلو په موخه هر ډول جنایت او وحشت تر سره کولو ته لاس اچوي.

د بین الافغاني مذاکراتو د افتتاحیه ناستې وروسته کابل رژیم  له یوې خوا داسلامي امارت پر ضد پروپاګند، د جګړې اخطارونو او سولې ضد څرګندونو ته زور ورکړی، له بلې خوایې د مظلوم ولس شهیدولو، کور ورانولو او دمقدساتو په نښه کولو ته ملا تړلې ده.

اسلامي امارت د کابل ادارې له لوري د ولسي هیوادوالو په نښه کول او د جوماتونو، مدرسو او ښوونځیو له منځه وړل په سختو ټکو غندي. په تېره د مقدساتو ورانول مجاهدینو ته  په هیڅ صورت د زغملو نه دي، اسلامي امارت بار بار کابل رژیم ته وریاده کړې چې نور له ولس وژنې، کور نړونې او مقدساتو له ورانونې او سپکاوي څخه لاس واخلي، کنه د مجاهدینو له انتقامي بریدونو به خلاص نشي.

Related posts