نوومبر 26, 2020

بادغیس : جوندکې د۲ قومونو ترمنځ صلح وشوه اوبدۍ ته یې د پای ټکی کېښودل شو.

د بادغیس ولایت دجوند ولسوالۍ اړوند د کوریج په سیمه کې د ۲ قومونو( فرخنیانواو شبرغانیانو) ترمابین چې له ډېره وخته یې ترمابین بدي وه اویو له بله یې مړي هم سره کړي ؤ دعلماء کرامو ، قومي مخوراو مجاهدینو په توسط سره یې ترمابین صلح وشوه او بدي یې په دوستي بدله شوه.
خبرزیاتوي : دمړو لپاره د ۴۰ لکه افغانیو دیت مقرر کړی شو چې په ډېره خوښه د دواړو قومونو له لوري ومنل شو
دیادو قومونو مخورو اوسپین ږیرو له علماء کرامو او مجاهدینو نه مننه وکړه چې په یاده قضیه کې یې ډیري ستړیاوي او تکلیفونه وګالل او بالآخر یوې ښې نتیجې ته ورسیدل.
2020/10/23

Related posts