دسمبر 05, 2020

د تازه جریاناتو په هکله د اسلامي امارت له ویاند محترم ذبیح الله مجاهد صاحب سره مرکه

د تازه جریاناتو په هکله د اسلامي امارت له ویاند محترم ذبیح الله مجاهد صاحب سره مرکه

مرکه کونکی: مولوي احمد الله وثیق

یادونه:

د الاماره ویب پاڼي درونو لیدونکو

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

د افغانستان داسلامي امارت او امریکا د متحده آیالاتو ترمنځ د اشغال د خاتمې  توافقنامې تر لاسلیک وروسته چې د تېر هجري شمسي کال د کب په۱۰مه او روان زيږدیز کال د فبروري په ۲۹ مه د قطر هیواد پلازمینه دوحه کې لاسلیک شوه، یو شمېر جهتونه دغه سوال مطرح کوي چې له امریکایي لوري سره د اسلامي امارت له اوربند وروسته اسلامي امارت په کوم استدلال سره د کابل ادارې له عسکرو جګړه کوي؟ د همدې سوالونو او اندېښنود ځوابولو لپاره مو د اسلامي امارت له ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد صاحب سره مرکه کړې ده چې لوستلو ته یې تاسي را بولو

پوښتنه: محترم مجاهد صاحب له امریکايي لوري سره د اشغال د خاتمې د تړون تر لاسلیک وروسته له یو شمېر کسانو سره دا سوال دی چې نور اشغال پای ته رسیږي او له کفارو سره جګړه ودرېدله او اوربند وشو، ولي د کابل ادارې پر عسکرو باندي چې مسلمانان هم دي او افغانان هم دي بریدونه لا هم ادامه لري؟ مشخصاً د کوم دلیل له مخي اوسني بریدونه مشروع مقاومت ګڼلی شو؟

ځواب: بسم الله الرحمن الرحیم

حامداً و مصلياً اما بعد:

د الاماره سټوډیو اورېدونکو او ټولو مینوالو ته د زړه له کومي سلامونه وایم، څرګنده خبره ده چې په افغانستان کې د امریکایي اشغال وروسته دوه قضیې مخي ته راغلي وې، لومړۍ دا چې بهرنی اشغال یا تجاوز را منځ ته شو، کفري ځواکونو په یوه مسلمان هیواد باندي یرغل راووړ ، د خپلي وسلې په استعمال سره یې دلته بمبارونه او وحشتونه پيل کړل او هیواد یې عملاً اشغال کړ دا یوه مسئله ده، دوهمه مسئله داده چې دافغانستان په دننه کې یو اسلامي حاکمیت وجود درلود، د اسلامي امارت په چوکاټ کې موږ یو اسلامي نظام درلود هغه نظام د افغانستان دعلماؤ، د افغانستان د دیني طبقې په تائيد او فتواو او حکم سره جوړ شوی وو او داسلامي امارت په شکل سره یې فعالیت کاوو،  داشغال په نتیجه کې دغه امارت ظاهراً له سحنې نه لیري کړای شو او زموږ په ښارونو باندي کفار مستولي شول او هیواد له یوه هر اړخیز اشغال سره مخ شو.

دلته افغانانو ته د فریضې له مخي دوه مسؤلیته ور له غاړي شول، یو دا چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وشړي او دې ته یې اړ کړي چې د افغانستان اشغال پای ته ورسوي، دوهم دا چې اسلامي حاکمیت بیرته اعاده شي، نو اوس چې کله امریکایانو حقائق درک کړل له موږ سره یې مذاکرات وکړل او تړون لاسلیک شو، د همدغه تړون له مخي به بهرني ځواکونه زموږ له هیواده خپل عسکر په مکمله توګه باسي، دا د قضیې یو بعد وو چې حل شو.

دوهم د جهاد هدف دی چې هغه داسلامي حاکمیت جوړول دي چې په شرعي اصطلاح کې ورته  اعلاء د کلمة الله وایي چې دا هدف موږ ته لا په مخ کې پاته دی، څو پوري چې اعلاء د کلمة الله په ځمکه کې نه وي راغلې تر څو چې زموږ په ملک کې حاکمیت د اسلام په دائره کې نه وي تنظیم شوی تر هغو پوري موږ اړیو چې جهاد ته به دوام ورکوو، د جهاد د جاري ساتلو حکم په ځای پاته دی، په دې اړوند چې څه سوالونه کیږي یا اعتراضونه کیږي دا پر ځای نه دي، دا اکثره د هغو کړیو او اشخاصو له لوري کیږي چې هغه په شرعي اصطلاحاتو او شرعي علومو باندي عبور نه لري او له مسلکي لحاظه دیني پوهه نه لري، جهاد باقی دی تر هغو به وي چې دلته اعلاء د کلمة الله راشي، اسلامي حاکمیت جوړ شي، مجاهدین او افغانان مطمئن شي چې د کوم هدف لپاره یې قرباني ورکړې وه هغه تر لاسه شو، تر هغه وخته به جهاد مشروع هم وي او دوام به هم لري، ان شاء الله.

پوښتنه: ډېری رسنی همدا سوال کوي چې آیا اوس دستي د کابل ادارې چې کوم نظام دی دا اسلامي نه دی؟ تاسي له کوم نظام سره جګړه کوئ؟

ځواب : زه بیا هم دا خبره تکراروم چې دا سوالونه په مسلکي ډول نه مطرح کیږي، یو دا چې موږ دا واضح کړو د کابل اداره چې جوړه شوې ده دا اسلامي حکومت نه دی، حتی یو ماشوم افغان هم د دې قائل نه دی او کېدای هم نه شي چې امریکا دي اشغال د دې لپاره کړی وي چې افغانستان کې موږ ته اسلامي نظام جوړ کړي، دا خو څرګنده خبره ده چې د کابل اوسنۍ اداره امریکایانو رامنځ ته کړې ده، نو بیا څرنګه کېدای شي  آیا زموږ منطق دا حکم کولای شي چې موږ ته امریکایانو اسلامي حکومت جوړ کړی دی؟ په نړۍ کې له یو چا پوښتنه وکړئ چې امریکا چیرته ورځي خلګو ته اسلاحکومت جوړوي او که خپل غربي سیسټم باندي ولاړ  حکومت او نظام به جوړوي؟ نو په ډېر صراحت سره باید ووایو چې د کابل اداره د امریکا د ګټواو دامریکا دمنافعو د تأمین لپاره جوړه شوې ده، چې همدا خبره په کراتو باندي د کابل ادارې مشرانو هم کړې ده چې موږ د نیویارک او واشینګټن د امنیت لپاره قرباني وکوو، نو یو نظام چې د نیویارک ساتني لپاره جوړ وي، د واشینګټن ساتني لپاره جوړ وي هغه ته موږ اسلامي نظام نشو ویلای.

دوهم تاسي د نظام په بدنه کې وګورئ له حاکم نه تر لاندي محکوم پوري ټول یې په دین باندي ناخبره خلګ دي، د همدې ادارې کارکونکي یواځي او یواځي په فسادونو کې ماهر دي، اخلاقي فساد، اداري فساد، سیاسي فساد حتی خپل بهرني تمویلونکي یې هم دا اعتراف کوي چې دا نظام د مختلفو کلونو په جریان کې په نړیواله سطحه باندي اوله دوهمه او درېیمه درجه مفسد نظام پاته شوی دی، نو دغسي نظام ته هیڅکله هم موږ اسلامي نظام نشو ویلی، دا ډول نظام ته په اسلامي ویلو باندي العیاذ بالله داسلامي نظام توهین او سپکاوی دی، دا څرنګه کېدای شي چې نظام اسلامي او هغه په نړۍ کې اول درجه مفسد نظام هم وي دا هیڅ منطقي نه ده، بله خبره داده چې امریکا چیرته لاړه شي هلته خلګو ته اسلامي نظامونه نه  ور جوړوي، هغوی خپل غلامان هلته حاکمان کوي، خپلي موخي او هدفونه لري.

بله موضوع داده چې موږ ځينو رسنیو او اشخاصو نه اورو چې اوس مسلمان وژنه ده، یا د کابل ادارې عسکر چې وژل کیږي، ګني دا مسلمانان دي باید مړه نه شي، دا خبره له شرعي پلوه د بر رسي وړ ده، ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه په زمانه کې یو قوم مانعین د زکات شول، د اسلام نور ټو ل احکام یې منلي وو د زکات له فرضیت نه هم نه و منکر یواځي ابوبکر صدیق رضی الله عنه ته یې ویل چې تاته زکات نه درکوو، موږ یې خپل قوم کې مسکینانو باندي ویشو.

ابوبکر صدیق رضی الله عنه جهاد ورسره اعلان کړ د حضرت عمر رضی الله عنه په ګډون صحابه کرامو ورته وویل چې ته څنګه له داسي چا سره جهاد اعلانوې چې هغه کلیمه وایي؟

حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه ورته وویل چې د همدې کلیمې په حکم جهاد ورسره کوم د کلمې تقاضا داده چې د کلیمې ټول احکام به پرځای کیږي، چې بالاخره جهاد ورسره وشو، ځيني ووژل شول ځينو توبه وکښله، سره له دې چې دې قوم کلمه هم ویله خو ابوبکرصدیق رضی الله عنه جهاد ورسره ترسره کړ.

بله قضیه داده فقهاء کرام وایي چې بېلابېلو جرمونو باندي مسلمان وژل کیږي، مثلاً  یو مسلمان کس دی څوک یې مړ کړ، قتل پرې ثابت شو، دا کس که څه هم مسلمان دی خو قصاص کیږي د ده مسلماني ده ته له قصاص څخه نجات نشي ورکولی.

بل مسلمان کس دی محصن/د واده څښتن دی العیاذ بالله زنا یې وکړه قضیه یې محکمه کې ثابته شوه دا کس به رجم کیږي که څه هم مسلمان دی په ډبرو به ویشتل کیږي او وژل کیږي به سره له دې چې کلمه هم وایي خو په سخت شکل سره به وژل کیږي، دا ځکه چې اسلام یې په وژلو حکم کړی دی.

زموږ په هیواد کې هم د کابل ادارې عسکر که څه هم مسلمان دي، له مسلمان مور او پلاره پيدا دي خو تېر شل کاله دوی له یرغلګرو سره په کومک او مرسته کې پاته شوي دي، د هغوی خدمت یې کړی دی، د دې لپاره دوه مثاله بیانوم، حدیث شریف کې راځي، (من مشی مع ظالم لیقویه ویعلم انه ظالم فقد خرج من الاسلام ) څوک چې له ظالم سره تګ وکړي د دې لپاره چې ظالم قوي کړي او دی پوهیږي هم چې په دې سره ظالم تقویه کیږي دا سړی له اسلام نه خارج شو.

یعني له ظالم سره تګ سړی له اسلام نه خارجوي، دا دحدیث شریف حکم دی، اوس نو تاسي قضاوت وکړئ امریکا ظالمه ده که نه ده ؟ او دا خلګ چې دا شل کاله له امریکا سره په همکاري کې پاته شوي دي دا له امریکا سره روان وو که نه وو؟ د امریکا د تقویې لپاره یې کار کاوو که یې نه کاوو؟

د همدې حدیث په حکم دا خلګ له اسلامه خارجیږي، په هر صورت امام ابوحنیفه رحمه الله د ارتداد په حکم کې احتیاط کوي موږ دوی ته کافران نه وایو خو جنګ ورسره کول جائز دي او عالي کار دی.

د حنفي فقهي یو معتبر کتاب فتوا هندیه هلته یوه جزئیه موږ لرو هلته وایي:  

و جمیع الظلمة والاعوان والسعاة یباح قتل الکل ویثاب قاتلهم

وایي د ظالمانو او دهغوی د مرستندویانو چې ظلم او فساد کې ورسره شریکان وي د دوی قتل جائز دی او قاتل ته به یې الله جل جله ثواب ورکوي په دې قتل د ظالمانو او اهل فساد، اوس نو له اشغالګر سره تر کومک او مرستي غټ فساد چیرته دی؟

د خپلو خلګو په وژلو کې مرسته ورکوي، که څه هم دا خلګ ایمان لري خو قتل یې جائز او د ثواب وړ عمل دی.

د فتاوی کاملیه چې د فقهي یو معتبر کتاب دی په ۲۵۰ مه صحفه کې هم یوه مسئله ده هلته راځي:
سئلت عن بلدة استولی علیه الکفار و تمکن منها فانضم الیهم بعض القبائل والعشائر وصاروا یقاتلون معهم المسلمین و ینهبون مالهم و ینصحون الکفار و یعینونهم علی اذی المسلمین فکانوا اشد ضرراً علی المسلمین من الکفار فمالحکم فیهم و هذا حالهم، و ظاهر ان حکم هؤلاء حکم اهل دار الحرب فی قتلهم و اخذ مالهم

فتاوی کاملیه لیکي : که کفار مستولي شول لاسبري شول او یو هیواد یې اشغال کړ، بیا یوه ډله یا یو ټولی د مسلمانانو هغه را ولاړ شول د کفارو مرسته یې وکړه کومک یې وکړ، دمسلمانانو قتل یې روسره پيل کړل، د مسلمانانو د مالونو اخیستل یې شروع کړل، د کفارو خیر خواهي یې شروع کړه او د مسلمانانو په وړاندي یې له کفارو سره مرسته کوله، که دا دوی حال وي د دوی حکم څه شی دی ؟ فتوا داسي اخیستل شوې ده.

فتاوا کاملیه لیکي: ښکاره خبره ده چې حکم د همدې خلګ د حکم د دار حرب د خلګو دی یعنی دکافرانو حکم لري  په څه شي کې ؟ فی قتلهم و اخذ مالهم هم به دوی وژل کیږي او هم به مال ورڅخه اخیستل کیږي. دا زموږ د فهقي معتبر کتابونه لیکي چې دغه خلګ چې له کفارو سره په معیت او همکاري کې پاته شوي دي د دوی هم قتل جائز دی هم یې مالونه اخیستل کېدلای شي البته که چېرته دوی توبه وکښله او را وګرځېدل بیا مسلمانان دوی ته امن ورکولای شي، دا چې دوی مسلمانان دی ایمان یې نه شو سلب کولای اما د دوی د عمل او کړونو له امله دوی وژل کېدای شي.

نو د کابل اداره کې چې کوم عسکر دي یا نور مأمورین دي دوی په تېرو شلو کلونو کې د مسلمانو په ضد جګړه کړې ده، عادي خلګ نه دی بلکی دوی مجرمین دي قاتلین دي، د اسلامي به ضد باندي درېدلي دي، سره له دې چې دوی مسلمان هم دي په قتل کې یې هیڅ خبره نشته، ترڅو چې دوی توبه نه وي ایستلې او اسلامي حکومت یې منلی نه وي او داسلامي حکومت په مخ کې د پروت خنډ غوندي لیري نه شي، تر هغه وخته به دوی وژل کیږي او مرګ کې یې هیڅ خبره نشته.

پوښتنه: یو شمېر کسان د ځینو بهر میشتو علماؤ خبري دلیل ګرځوي او په همدې خبرو باندي  استدلال کوي کله په دې وروستیو کې د علماؤ د نړیوالي ټولني مشر شیخ احمد الریسوني له د یوې رسنۍ د سوال په ځواب کې وویل چې په افغانستان کې روانه جګړه روا نه ده، دغي او دېته ورته نورو څرګندونو ته مو ځواب څه دی؟

ځواب: په اړوند په واحضو ټکو باندي دومره ویلی شم چې هغه علماء چې له افغانستانه بهر دي، دوی د افغانستان له حالاتو څخه سم واقف نه دي، دوی اول دې ضرورت لري چې وضعیت له نژدې مشاهده کړي او حالت ورته تشریح شي، همدا شیخ صاحب (الحمد الریسوني) له امریکایانو سره زموږ جهاد تائیدوي، دغه ټولنه یې تائیدوي، نو کله چې له امریکایي یرغلګرو سره زموږ جهاد تائيدوي نو له امریکایانو سره زموږ د جهاد پيل تر اوسه انتهاء ته نه دی رسېدلی، ځکه لاهم امریکایي ځواکونه په افغانستان کې شته، لاهم د خپلو اجیرو ځواکونو همکاري ته دوام ورکوي، حمایت یې ورسره دی او که چیري دا نه وي نو هغه داسلامي حاکمیت چې د جهاد په نتیجه کې منځ ته راځي تر اوسه نه دی راغلی، جهاد  مشروع په هدف سره دی، که چیري له جهاد څخه هدف اسلامي نظام نه وي جهاد له لویه سره جائز کیږي هم نه، نو موږ خو هدف د اسلامي حکومت د جوړېدو لرو، که چیري دې هدف ته ونه رسیږو په نیمایي لار کې خو موږ سفر نشو پرېښودلای، بله خبره داده چې همدغه علماء کرامو ته د افغانستان قضیه په سمه توګه معلومه نه ده، سمه نه ده ورته تشریح شوې، که دوی د افغانستان له مسئلې په سمه توګه اګاه شي بیا دغه ډول خبره نه کوي، کومي رسنۍ چې له داسي علماؤ نه پوښتني کوي هغوی د تلبیس په شکل باندي پوښتنه مطرح کوي، دوی د تېر ایستلو په شکل خپله پوښتنه وړاندي کوي، مثلاً ورته وایي د مسلمانانو قتل څرنګه دی؟ نو دا خو هیڅ څوک هم نه وايي چې د مسلمانانو قتل جائز دی هرڅوک یې ناروا ګڼي خو که ورته ووایې چې یو ټولی چې شل کاله دامریکایانو سره په رکاب کې همکار پاته شوی دی او د اسلامي نظام مخه یې نیولې د همدې مسلمان قتل څه ډول دی؟  به د دغه عالم ځواب دا نه وي کوم چې یې اوس ویلی دی.

بیا به یې ځواب دا وي چې د همدې مسلمان قتل جائز دی د اسلام د حاکمیت په وړاندي چې څوک خنډ کیږي د هغه له منځه وړل جائز دي دا داسلام حکم دی، موږ سره له دې چې دې ټولني او علماؤ ته یې احترام لرو د دوی خبره په ځای نه بولو، دا خبري په داسي حالت کې شوي دي چې دوی د افغانستان له قضیې نه پوره آګاهي نه لري او په فقهي احکامو کې یو اصل له اصولونه دادی چې څوک حکم کوي یا فتوا ورکوي هغه کس باید په موضوع باندي خپل علم سل په سلو کې راولي

پای …..

Related posts