نوومبر 30, 2020

اذربایجان د ارمنستان ۲ ډرون الوتکې نسکورې کړي او ۲ یې روغې را ښکته کړي.

اذربایجان د ارمنستان ۲ ډرون الوتکې نسکورې کړي او ۲ یې روغې را ښکته کړي.

د اذربایجان دفاع وزارت په تازه اعلامیه کې راغلي، چې د دوی اړوند دفاعي ځواکونو د ارمنستان دوه ډرون الوتکې نسکورې کړي او دوه یې روغې راښکته کړي دي.

اعلامیه زیاتوي، چې د اذربایجان د پوځ دفاعي ځواکونو بېګا د شپې له ۳ بجو څخه د سهار تر ۹ بجو پورې د ارمنستان د پوځ اړوند دوه ډرون الوتکې نسکورې کړې او همدا راز یې تخنیکي ځواکونو دوه نورې بې پیلوټه الوتکې روغې راښکته کړلې.

د اذربایجان او ارمنستان تر منځ پر لانجمنه سیمه ”نګورنو قره باغ“ نږدې یوه میاشت کیږي، چې جګړه روانه ده او د دواړوو خواوو تر منځ د روسیې په منځګړیتوب دوه ځلې لنډ مهالی اوربند هم اعلان شو، چې دواړه وارې تر نافذېدو وروسته ډېر ژر مات شو.

دا ځل روسیې هیله څرګنده کړې ده چې ښایي امریکا متحده ایالت به له دوی سره د اذربایجان او ارمنستان تر منځ په اوربند راوستلو کې مرسته وکړي، خو دا هیلې هغه وخت لا پیکه شوې چې دواړو رقیبو هیوادونو یو ځل بیا نښتې پیل کړې او ولسمشرانو یې د جګړې په دوام توندې خبرې وکړي.

تېره ورځ د اذربایجان ولسمسر ”الهام علیوف“ رسنیو سره په مرکه کې وویل، چې یوې سوله ییزې حل لارې ته رسېدل لرې دي.

د علیوف تر څرګندونو یوه ورځ تر مخه د ارمنستان ولسمشر ”نیکول پاشینیان“ ویلي و، چې نوموړی د دې اوږدې لانجې د حل لپاره کومه دیپلوماتیکه لاره نه ویني.

له دغو توندو څرګندونو سره سره روسیه بیا هم هیله لري چې ممکن د واشنګټن په مرسته به یوه دیپلوماتیکه حل لاره پیدا کړي.

Related posts