دسمبر 05, 2020

بغلان: نهرین کې ۷ کلي او فراخه سیمه تصفیه شوه

 

له تېرو ۳ ورځو را په دېخوا د بغلان ولایت، نهرین ولسوالۍ اړوند کوه بغری سیمه کې د قومندان قدیر، قومندان نورالله او قومندان اسلم په سنګرونو او مرکزونو تصفیوي عملیات ترسره شول، چې په نتېجه کې یې د پنجشیریان، قوي بغل بالا، قوي بغل پاين، ګردک بالا، ګردک پاین، سنګرقصبه او تل خاکزار کلي د دښمن له وجود څخه تصفیه او د مجاهدینو د حاکمیت بیرغ ورباندې ورپول شو.

د یادو سیمو په فتحه کېدو سره د ده صلاح او جلګې ولسوالۍ له نهرین سره وصل شوې،چې خلکو به یې د قومندانانو د شخصي دښمنیو له کبله د موټر د یو ساعت پر ځای د غرونو په لاره ۱۴ ساعته پیاده مزلونه کول.

2020/10/23

Related posts