دسمبر 05, 2020

د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره/۵۶ مه برخه

د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره/۵۶ مه برخه

لیکنه مفتي عبد الله رشاد

د علماؤ د ټولني د رئیس دکتور شیخ احمد الریسوني د خبرو په ځواب کي

د امریکایانو پر خلاف جهاد کول، له هغوی څخه د خپل اسلامي هیواد آزادول، د هغوی له شر او فتنو څخه مظلومو مسلمانانو ته نجات ورکول، راتلونکي نسلونه د هغوی له غلامۍ او ارتداد څخه ژغورل د دفاعي جهاد پر اساس یو فرضي او لازمي عمل دی.
پوره نولس کاله مو هیوادوال د نړۍ د مستبدو کفارو له خوا تر یرغل لاندي ونیول شول، ووژل شول، وتړل شول، د کور کلي او وطن پرېښودلو ته مجبور کړل شول، په خپل هیواد کې د افغانانو سر، مال او عزت خوندي نه و، رنګارنګه وحشتونه ورباندي تجربه شول، له بګرام او پلچرخي نیولې تر ګوانتنامو پوري بنديخانې ورباندي ډکي شوې، غم او ښادي، مسجد او مدرسه، عام المنفعه ځایونه ولسي غونډي، کلي کورونه او هر څه مو په ډیره بې رحمۍ سره بمبار شول، پر مظلومو او بې وسو ښځو او تنکیو ماشومانو مو له وحشت څخه ډکي شپنۍ چاپې ووهلې شوې، د دې هر څه په مقابل کې د افغانستان مظلوم ملت په تش لاس قیام وکړ، که څه هم د نړۍ پر مسلمانانو باندي زموږ د مظلومو خلکو مدد کول د شریعت له نظره لازم او یو فرضي عمل و، خو بیا هم د الله په نصرت او د مجاهدینو په بېدرېغه سرښندنو دا دی اوس معاصر فرعون د أنا ربکم الاعلی له نارې لوېدلی او أمنت برب موسی وهارون نارې وهي.

علامه زحیلي رحمه الله تعالی وايي: ويبقى الجهاد فرض عين إذا تعيّن بغلبة العدو على قطر من الأقطار، فيجب حينئذ على جميع أهل تلك الدار أن ينفروا ويخرجوا إلى الجهاد خفافا وثقالا، شبانا وشيوخا، كلّ على قدر طاقته، يخرج الابن بغير إذن أبيه، ولا يتخلف أحد يقدر على الخروج. فإن عجز أهل تلك البلدة عن القيام بدحر العدو، كان على من قاربهم وجاورهم أن يخرجوا لتحقيق الهدف المرجو، فالمسلمون كلهم يد واحدة على من سواهم، حتى إذا قام هؤلاء بدفع العدو سقط الفرض عن الباقين.
ولو قارب العدو دار الإسلام، ولم يدخلوها، لزم المسلمين أيضا الخروج إليه، حتى تعلو كلمة الله، وتصان البلاد، ويخزي العدو. التفسير المنير للزحيلي (10/ 225).

په تیرو نولسو کلونو کې امریکایانو د افغان مجاهدینو د ځپلو لپاره هر قسمه حربه وکاروله، سیاسي، اقتصادي او مذهبي فشارونه يې ورباندي وارد کړل، خو الله د خپلي وعدې او عادت مطابق د مظلومو مسلمانانو نصرت وکړ، او دښمن يې له سخت شکست سره مخ کړ، د امریکایانو په پالیسي کې تر ټولو مهمه برخه هغه مذهبي فشار و، ځکه چې د افغانانو قیام مذهبي صبغه لرله، په دې اړه د 2018 میلادي کار د مارچ پر 18 مه نیټه د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومی قومندان جنرال نیکولسن د بګرام په هوائي میدان کې په خپله وینا کې د دې وضاحت داسي وکړ:
(د روان 2018م کال په اوږدو کې به پر طالبانو ټولنیز، مذهبي او سفارتي فشارونه زیات شي، ترڅو هغوی سولې ته غاړه کښېږدي).

د دې په اقتفاء هغوی له ځینو سیاسي علماؤ هم په دې برخه کې کار واخیست، د افغانانو د جهاد د پيکه کولو لپاره يې په اندونیزیا، جده او کابل کې په مکرر ډول غونډي جوړي کړې او د جهاد او مقاومت پر خلاف يې فتواوي صادري کړې.

د اوسني افغانستان وضعیت او حیثیت

د امارت اسلامي او امریکایانو د اشغال د خاتمې له معاهدې وروسته مجاهدین د خپلي کړې وعدي مطابق پر امریکایانو باندي د حملو کولو شرعي جواز نلري، ولي چې مسلمانان په وفا بالعهد باندي مکلف دي.
الله رب العزت فرمايي:
{يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَوْفُوا بِالْعُقُودِ} [المائدة: 1].

او یاده معاهده پر دې بنا ده، چې اشغالګران به په کلي توګه له افغانستان څخه وزي، د افغانستان په داخلي او خارجي پالیسي کې به مداخله نه کوي.
خو بلخوا بیا اوس هم امریکا او ناټو د کابل له ادارې سره تعهدات لري، عملا د کابل اداري په څنګ کې پر مجاهدینو هوائي بریدونه کوي، په هلمند تخار، کندوز او په نورو ولایاتو کې د خپلو غلامانو ښه په کلکه دفاع کوي، پرون ناټو اعلان وکړ چې موږ به (د دوی په اصطلاح) له افغان دولت سره تر 2024م کال پوري خپلو مرستو ته دوام ورکړو، د هغوی سپوټ، ملاتړ، اسلحه او هر رنګه مرسته به کوو او برتانيې هم اعلان وکړ چې موږ افغان دولت ته 98 ملیونه ډالره د دې لپاره ورکوو، چې د تروریزم پر ضد مبارزه وکړي، او له تروریزم څخه د دوی په نا تعریف شوي اصطلاح کې جهادي ډلي مراد دي، بل طرف اشرف غني هم په پارلمان کې وویل: چې امریکایان له موږ سره معاهده لري، زموږ ملاټړ کوي، همدا اوس هم په هلمند او په نور ځایو کې زموږ کومک کوي، امریکایان هم په مکرر ډول دا خبره کوي: چې موږ خپل اهداف تر لاسه کړل، اوس زموږ د اهدافو ساتنه افغان دولت کولای شي، نو ځکه زموږ اړتیا نه لیدله کیږي.

د دې ټولو مطلب دا دی چې امریکایان پر کابل اداره ځکه پانګونه کوي چې د هغوی اهداف تعقیب او د مسلمانانو او مجاهدینو پر خلاف وجنګیږي، نو امریکایانو که له فزیکي پلوه ماتي وخوړه خو اوس کوښښ کوي چې د کابل د ادارې په توسط خپل شکست جبران کړي او د هغه چا چې دا نولس کاله يې د یرغلګرو پر خلاف مبارزه کوله د هغوی پر خلاف يې وکاروی، نو دغو زمیني حقائقو ته په کتلو په واضحه توګه ویلای شو چې یو خو د کابل اداره د یرغلګرو له ملګرتیا او د مسلمانانو پر خلاف د هغوی له همکاري او کومک څخه لاس په سر شوې نه ده، او بل د مسلمانانو پر خلاف اشغالګرو چې کومه پالیسي درلوده هغه اوس هم د کابل اداره عملي کوي او د اسلامي نظام په وړاندي دي ستر خنډ دی، نو پر دې بنا موږ ويلای شو چې په افغانستان کې عملا اشغال پاي ته نه دی رسېدلی او له معاهدې وروسته هم چې هر څوک د یرغلګرو کومک کوي، د هغوی اوامر مني د هغوی پالیسۍ عملي کوي د اسلامي نظام په وړاندي خنډ جوړیږي هغوی اوس هم د مناصرة الکفار علی المسلمین په حکم کې داخل دي، د محارب کافر د همکار حکم په صریحي نص کې واضح دی:

الله رب العزت فرمايې: {یاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا بِطَانَةً مِنْ دُونِكُمْ لَا يَأْلُونَكُمْ خَبَالًا وَدُّوا مَاعَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الْآيَاتِ إِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُونَ} [آل عمران: 118]

او علامه الشيخ عبد العزيز بن باز رحمه الله وايي:
أما الكفار الحربيون فلا تجوز مساعدتهم بشيء، بل مساعدتهم على المسلمين من نواقص الإسلام لقول الله عز وجل: ومن يتولهم منكم فإنه منهم.

د کابل ادارې ته که له بلي زاوي وګورو د اداري، اقتصادي او اخلاقي فساد په تر ټولو لوړه درجه کې قرار لري، اوس هم د افغانانو وژل او پر هغوی چاپې وهل مساجد او مدارس بمبارول په همهغه اندازه تر سره کوي کوم چې به یرغلګرو کول، همدا پرون په تخار کې يې پر مسجد په داسي حالت کې بمبار وکړ چې واړه ماشومان د کلي ملا امام ته د معمول مطابق درس ویلو ته راغلي ول، تر لسو پوري يې په شهادت ورسول استاذ يې سخت ور ته زخمي کړ، هم دا نن شپه يې بیا په تخار کې پر یو کور بمبار کړی دی، تر شپږ پوري بې دفاع او مظلوم هیوادوال يې په شهادت رسولي، موږ د افغانستان شرائط او زمیني حقائق په سترګو ګورو، د کابل د ادارې ظلمونه، وحشتونه او فساد هغې درجې ته رسېدلی کوم چې په نویمو کلونو کې و، نو یو داسي اداره چې پوره نولس کاله د محارب کفارو سره همکاره پاتي شوي وي او في الحال هم د کفارو په چوپړ کې لتاړه وي او فساد يې هم نړيوال ريکارډ لري پر افغانانو باندی له هر رنګه ظلم درېغ نکوي،
نو ایا په شرعي لحاظ د داسي ناروا او افغان وژونکې ادارې اطاعت ته افغانان شرعا ملزم بلل کيږي؟؛ کلا وحشا!
د کابل اداره په سترو جرمو مبتلا او د اسلامي نظام په وړاندي خنډ او د یو شرعي حکومت چې د امارت اسلامي تر عنوان لاندي و په مقابل کې د کفارو دفاع کونکې، کله هم شرعي دولت او یا شرعي نظام نشي بلل کېدلای.

د اسلامي امارت په شتون د کرزي او اشرف غني د ادارې حیثیت

کله چې په نویمو کلونو کې په افغانستان کې د زعامت خلا موجوده وه، تر پنځلس سوو علماء کرامو علیقدر امیر المؤمنین ملا محمد عمر رحمه الله سره بيعت وکړ او د شرعي اصولو موافق هغه د مسلمانانو زعیم مقرر شو، دا سلسله همداسي د علماؤ په قیادت کې تر شیخ الحدیث علیقدر هبة الله حفظه الله پوري را ورسېدله، نو کله چې امریکایانو یرغل وکړ او یو څو وارد شوي غلامان يې تر ارګه ورسول او د افغانستان د زعیم په حیث يې مقرر کړل، د شریعت له نظره کفار د مسلمانانو د شرعي امیر په مقابل کې بل څوک امیر نشي جوړولای، الله رب العزت فرمايي:
{وَلَنْ يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا} [النساء: 141].

او بل حدیث پاک کې راځي چې د یو امیر په شتون کې چې له بل امیر سره بیعت وشي، د دوهم امیر سر ووهئ.
إذا بويع لخليفتين، فاقتلوا الآخر منهما. صحيح مسلم: 3/1480.
د دې حدیث په شرح کې علامه نووي رحمه الله وايي: چې د دوهم امام پر وژلو باندي د امت اجماع هم ده.
ملا علي قاري الحنفي رحمه الله د یاد حدیث په تشریح کې لیکي: قال الطيبي: لأن الآخر منهما خارج على الأول باغ عليه فتجب المقاتلة معه حتى يفيء إلى أمر الله وإلا قتل. . . واتفقوا على أنه لا يجوز أن يعقد لشخصين في عصر واحد اتسعت دار الإسلام أم لا. مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح: 6/2399.

یعني: چې دوهم امام پر اول امام باندي تېری وکړ او بغاوت يې وکړ، نو لهذا تر هغو قتال ورسره واجب دی، تر څو د الله حکم ته راجع شي، وروسته وايي: چې پر دې باندي د علماؤ اتفاق دی چې په یو وخت کې له دوو امامانو سره بیعت کول نا روا دي.
د ابو داود په حدیث کې بیا داسي راځي: من بايع إماما، فأعطاه صفقة يده، وثمرة قلبه، فليطعه ما استطاع، فإن جاء آخر ينازعه، فاضربوا رقبة الآخر. سنن أبي داود: 4/97.
یعني: کله چې له یو امام سره بیعت وشي، او وروسته بل څوک د امارت دعوه وکړي، بس سر یې له تنه جدا کړئ.
له یادو روایاتو واضحه شوه، چې د مسلمانانو پر امیر باندي لازمه ده، چې د فتنو د مخنیوي لپاره د باغیانو سر ووهي.

دکتور ریسوني او د بُغاتو په حکم کې يې تېروتنه

جناب دکتور ریسوني وايي: چې په افغانستان کې جهاد نشته بلکي جرائم دي، او که څوک وايي: چې د کابل اداره باغیان دي نو ځکه جهاد ورسره روا دی، په دې هکله یاد دکتور وايي: چې د بغاتو حکم موقتي دی، نو لهذا د امارت اسلامي او امریکایانو له معاهدې وروسته د کابل له ادارې سره جهاد روا ندی.
حقیقت دا دی چې له اسلامي حکومت او شرعي امیر څخه چې څوک بغاوت وکړي د هغه لپاره په شریعت کې وخت مقرر ندی، بلکي تر هغو به شرعي امیر د دغو فتنګرو سره مسلحه مبارزه کوي، او سرونه به یې وهي تر څو هغوی د بغاوت اسلحه پر زمکه کښېږدي، او امارت اسلامي همداسي کړي کله چې د کابل ادارې افراد ورته تسلیم او له بغاوت څخه لاس په سر شي نور يې سر په امن وي.

له بغاتو سره د مسلحي مبارزې په هلکه علامه سرخسي رحمه الله وايي: وهذا لأنه ما دام حاملا للسلاح فهو قاصد للقتال إن تمكن منه فيقتله دفعا لقتاله. المبسوط للسرخسي (10/ 133)

علامه سرخسي رحمه الله وايي: تر څو چې د بغاتو په لاس کې سلاح وي، د دې مطلب دا دی، چې دوی د مسلمانانو د قتل اراده لري، نو د مسلمانانو څخه د دفاع په خاطر به وژل کیږي.
نو د کابل د ادارې مسلح ځواکونه باید د علامه سرخسي د فتوا پر بنا تر هغو ووژل شي، تر څو له مخالفت څخه لاس په سر شي.

او که د دکتور ریسوني په خبره هغوی ته وخت ورکړل شي، فتنو او فساد ته يې مخه ورخلاصه شي، نو په حقیقت کې دا د اسلامي نظام د مخنیوي په معنا ده، چې کله به هم اسلامي نظام حاکم نشي او دغه د ډمکراسي او سیکولري ګډوله به راباندي حاکمه وي، چې د شرعي نقطه نظره څخه سیکولري نظام غیر اسلامي نظام دی، نو مطلب باید په غیر شعوري توګه د غیر اسلامي نظام لپاره کار وکړو. والعیاذ بالله

او که د جناب ریسوني خبره حقیقت وبلله شي، نو حکم به دا شي، چې که یو څوک له شرعي امام څخه بغاوت وکړي، نو اول دي په خبرو وپوهول شي، که لاري ته را نشي نو مسلحه مقابله دي ورسره وشي، خو که یاده مقابله وخت واخلي بیا نو له بغاتو سره هم د ریسوني په خبره جهاد روا ندی!
د دې نو مطلب دا دی چې بغات باید خپل بغاوت ته لږ طول ورکړي تر څو تر شرعي حکم لاندي رانشي، چې دا خبره نا سمه ده.

شيخ ریسوني د افغانستان له حالاتو ناخبره دی

هغه څوک چې عملا د یرغلګرو او د هغوی د غلامانو تر ظلم، وحشت او ستم لاندي دي هغوی ته زمیني حقائق ښه واضح دي او د سر په سترګو يې ګوري، نو ریسوني چې د اشغال په ټول طول کې د افغانستان خاوره لیدلې نده، او د افغانانو په غم کې يې کله هم ځان شریک ندی بللی، نو داسي څرګندوني ترې د تعجب وړ خبره نده.
2020-10-24

Related posts