نوومبر 26, 2020

قاري وزيرګل (نافذ) له رښتونو مؤمنانو څخه

قاري وزيرګل (نافذ) له رښتونو مؤمنانو څخه

عبدالرحمن (کافي)

من المؤمنين رجال صدقوا
د شهيدانو په هکله الله جل جلاله فرمايي چې هغه خلک دي چې له الله سره خپله کړې ژمنه يې پوره کړه ، يعنې الله تعالی د دوی د ژمنې په پوره کولو ګواهي ورکوي ، يقيني چې د اسلام لپاره قربان شوي شهيدان رښتوني مؤمنان دي او له الله سره يې د سر سودا رښتونې کړه .
په مجموع کې ټول اسلامي امت خو په اوسني عصر کې په ځانګړي ډول افغان مؤمن ، باتور او مجاهد ولس يقيناً چې ډېرې سترې قربانۍ ورکړې او د اسلام بله ډيوه يې په خپلو پاکو وينو لا روښانه ساتلې او دا سلسله لا دوام لري ، د شهادت په اميل کې نوي او قيمت بها غمي ورځ په ورځ زياتيږي ، که څه هم له شا دردونه پرېږدي خو دوی خپل ستر مرام ته ورسيږي او د خپل رب لقاء ته واصل شي ، د شهيدانو په دې زرين اميل او بابرکته سپېڅلې قافله کې يو بل اتل او قيمت بها غمی هم ور اضافه شو ، دا اتل نوميالی شهيد قاري وزيرګل (نافذ) ده ، نوموړی شهيد مې په ژوند کې ونه ليده خو له نوم سره يې څو مياشتې کيږي چې آشنا شوی يم او له ملګرو څخه يې نوم زيات اورم ، کله يې چې ملګري يادوي له پيله مې دا تاثر ترې اخستی چې د اخلاص ، همت او ښائسته اخلاقو يوه نمونه او د الله د لارې رښتونی مجاهد ؛ تل به مې په ياد وو ، په زړه کې به مې ويل چې ان شاء الله يوه ورځ به يې حتماً وينم ځکه خو مې د ده د ليدو تلوسه دومره نه وه خو پرون ورځ سهار د اطاق له دروازې سره ولاړ وم چې یوه ملګري د اطاق له دننه را غږ کړ چې قاري نافذ خو هم شهيد شو ، د دې جملې له اوريدو سره سم حيران دريان شوم او په همدې يوه لحظه کې مې ډير ارمانونه زړه ته را ټول شول ، ورو ورو مې خفګان زياتيده ، له هغه ملګري سره مې د ده په اړه لږ مجلس وکه خو چې زما په ذهن کې د ده لپاره د ښو خويونو څه راتلل هغه ملګري به وويل بالکل همداسې وو او انتهايي عاجزي پکې وه ، ده به وای ويل چې د دښمن له لسو ټانګونو الوزولو څخه دا بهتره بولم او خوند راکوي چې يو مجاهد له عمومي سړک څخه واړوم او خپل منزل ته يې ورسوم ؛ يعنې د ملګرو خدمت دومره خوند ورکاوو.
قاري نافذ د ميدان وردګ ولايت د سيداباد ولسوالۍ د شنيز درې اوسيدونکی وو ، د الله د لارې رښتونی مجاهد وو ، ډير تکليفونه او ستړياوې يې وګاللې او د مجاهدينو خدمت يې ډير په اخلاص سره وکړ ، تل به له ده سره د مسافرو مجاهدينو ګڼه ګوڼه وه او د ډيرو ملګرو تکيه به پر ده وه ، شهادت يې ستر ارمان وو ، په همدې خاطر يې له هيڅ راز قربانۍ څخه دريغ نه کاوو ، بالآخره پرون د جمعې مبارکې په ورځ سهار د شهادت لوړ مقام ته بريالی شو او د تل لپاره له دار فنا څخه دار بقا ته رخصت شو . روح دې يې ښاد او ياد دې يې تل وي
کورنۍ ته يې جميل صبر او عظيم اجر له الله جل جلاله څخه غواړو او رب دې د ده د پاکو وينو په برکت شرعي نظام نافذ کړي . آمين
دا څو کرښې دې د ده تلپاتې ياد ته ډالۍ وي .

Related posts