دسمبر 05, 2020

د اسلامي امارت مبارزه، نورو اسلامپالو ته د لارې مشال

د اسلامي امارت مبارزه، نورو اسلامپالو ته د لارې مشال

عبدالستار سعید:
د افغانستان اسلامي امارت په داسې حال کې د اسلامي نظام دحاکمیت لپاره د مبارزې بیرغ پورته کړ، چې په اسلامي نړۍ کې د شلمې پیړۍ زیاتره اسلامي خوځښتونه د عروج له کنډو څخه د نزول پر خوا راغبرګ شوي وو. په مصر او اکثره عربي هیوادونو کې اخواني حرکت چې د واک تر لاسه کولو هڅې یې ناکامې شوې وې یوازې د پایښت لپاره یې لاس او پښې وهل او خپل فعالیتونه یې له سیاسي هڅو په اجتماعي ــ رفاهي خدماتو بدلول. په بر صغیر کې د مولانا مودودي د فکري خوځښت هم کومه نغده پایله نه تر سترګو کیده. په الجزائر کې اسلامپالو ګټلی میدان سیکولرانو ته بایلود او په افغانستان کې چې کمونیست سیکولران مات شوي وو له بده بخته د یوه فکر (اخوان) او یوه مسلک ( انجنیرۍ) سره تړلي اسلامپال (مسعود او حکمتیار) د قدرت په جګړه سره کښیوتل چې په پایله کې د مبارزې دغه میدان هم د فتحې او نظام سازۍ د حماسې پر ځای د خپلمنځي جګړې پر غمیزه واوښت.
د شلمې پیړۍ په وروستۍ لسیزه کې د اسلامپالو خوځښتونو همدا بده ورځ وه چې فرانسوي مستشرق اولیو رای ته یې جرأت ورکړ تر څو ( د سیاسي اسلام شکست) تر عنوان لاندې کتاب ولیکي. اولیو رای ولیکل د شلمې پیړۍ له اسلامپالو خوځښتونو څخه یوازې د ایران د خمیني مبارزې رنګ راوړی او نورې مبارزې په شکست محکومې شوي دي.
د سیاسي اسلامپالو شکست بهرني او داخلي عوامل درلودل. له بهرنیو عواملو یې مهم هغه له دوهم جنګ جهاني وروسته نړیوال نظم و چې د امنیت شوری پنځو دایمي غړو هیوادونو په کې ټاکونکی رول درلود. دغه وخت چې مسلمانان د ټاکونکي فکتور په حیث د نړیوالو سترو لوبو له موقف څخه غورځیدلي وو، اسلام دښمنه زبرځواکونو په دې اجماع درلوده چې باید د نړۍ په هیڅ کونج کې سیاسي اسلام ته د حاکمیت مخه ورنکړل شي.
د داخلي عواملو له جملې مهم یې د ځینو اسلام پالو خوښتونو انحراف او له خپلو هغو مبادئو سره جفا وه چې په مټ یې دوی په اسلامي ټولنو کې اعتبار او مقام موندلی و. د ډيرو خوځښتونو دوهم او دریم نسل هغه اهدف هیر کړل د کوم لپاره چې دغه خوځښتونه رامنځته شوي وو.
کله چې د طالبانو اسلامي تحریک راپیل شو که څه هم په پيل کې د اسلامي مبارزو ځینو سیالو خوځښتونو ورته په حقارت کتل او هغوی یې د یوه موسمي او نامنظم خوځښت په حیث تعریفول، اما د وخت په تیریدو ثابته شوه چې د دین کارونه ډير ځله تر قابلیت نه بلکې تر مقبولیت پورې اړه لري. په اسلامپالو مبارزو کې ظاهري ساخت و ساز دومره اغیزناک نه وي لکه اسلام او اسلامي اهدافو ته اخلاص او وفاداري چې د الله تعالی د نصرت او مؤمنانو د تائید سببب ګرځي.
اسلامي امارت له پیړیو وروسته یو ځل بیا د اسلامي حاکمیت لویدلی بیرغ راهسک کړ. پرته له اوږدو مقدماتو او سازماني سابقې یې نړۍ ته د اسلام د سیاسي اقتدار نغده بیلګه وړاندې کړه. د امیر المؤمنین، شریعت، اسلامي عدالت، حدود، قصاص، امر بالمعروف و نهی عن المنکر او اسلامي واکمنۍ نور هیر شوي مفاهیم یې راژوندي او عملي کړل. د الله تعالی پر ځمکه یې د الله تعالی نظام تطبیق کړ. او هغه باور یې غلط ثابت کړ چې په دې زمانه کې اسلامي نظام نه شي تطبیق کیدلای.
دا چې اسلامي مبارزې همیشه له ابتلاوو او ازمونونو سره مخامخ کیږي اسلامي امارت د نړیوال صلیبي یرغل له ابتلاء سره مخامخ شو. ټوله کفري نړۍ او ورسره د اسلامي هیوادونو ځینې نامرده واکمن د یوه پراخ یرغلیز اشر په لړ کې په افغانستان راغلل. خپل ټول جنګي توان، تبلیغاتي امکانات او استخباراتي دسیسې یې په کار واچولې تر څو د اسلامي حاکمیت هغه ډيوه مړه کړي چې وروسته له پیړیو یې مسلمانانو ته د بیدارۍ یو نوی احساس ورکاوه.
د اسلام دښمنانو خپل ټول توان وکاراوه. له زر، زور، تزویر او حتی زاریو پورې یې هیڅ وسله او وسیله پرې نه ښوده. خو اسلامي امارت د دښمن د دې پراخ تهاجم په وړاندې په خورا لوړه حوصله او متانت د اوږدې او صبر ازمویونکې مبارزې لاره ونیوله.
اسلامي امارت خپل مؤمن ولس له ځان سره وساته، ورسره یې د زمان او مکان اړتیاوو ته په پام سره ددیني علم او فقهې په رڼا کې د مقدس جهاد او څو اړخیزې مبارزې داسې لاره غوره کړه. چې بالاخره دا دی وینو چې هم یې په نظامي ډګر کې د ناټو په شان یو لوی یرغلګر د شکست په ژۍ درولی دی او هم یې په سیاسي برخه کې د یوه الهام بښونکي جهادي ــ سیاسي خوځښت په حیث د عالم اسلام او اسلامي حرکاتو لپاره د بیلګې او ایډیال موقف د ځان کړی دی.
دا څو ورځې وړاندې چې د قطر په دوحه کې د اسلامي امارت استازي له خورا ویاړمن موقف سره په نړیوال سټیج د امریکایي زبرځواک غوندې له لوی طاقت سره د سیال اړخ په حیث مخامخ او د مایک پمپیو تر څنګ د ملا برادر اخند انځور رسنیز شو. که تاسو په سوشل میډیا کې د اسلامي نړۍ د بیلابیلو پرګنو اظهاراتو او تأثرات لیدلي وای نو ایله به درمعلومه شوې وای چې د شرق او غرب مسلمانان اسلامي امارت ته په کوم عقیدت قائل دي او مبارزه یې په څومره درنو کاڼو تلي.
د اسلامي نړۍ له شرق او غرب څخه اسلامپالو فعالانو د اسلامي امارت په اړه په دې د نظر اتفاق درلود چې دغه صف د دې عصر تقریبا یوازینی صف دی چې د خپلې مخلصانه، مدبرانه او عقلمندانه مبارزې په پایله کې بالاخره خپل هدف ته رسیدونکی دی. د دوی په باور د اسلامي حاکمیت لپاره دنړۍ په ګوټ ګوټ کې بیلابیلې مبارزې شوې او لا هم روانې دي. خو په دې مبارزینو کې اسلامي امارت ځکه تر ټولو سرلوړی او بریالی دی چې هم یې اشغالګر ځواکونه په نظامي ډګر کې مات کړي او یو ځل بیا یې د في سبیل الله جهاد په برکت مسلمانانو ته د اتلولۍ احساس ورکړی دی. دغه راز یې په سیاسي ډګر کې هم ځان د یوه انکارناپذیر حقیقت په حیث ثابت کړی دی. اسلامي امارت د دې په ځای چې له حالاتو سره ځان بدل کړي، د سیمې او نړۍ هیوادونو یې دې ته اړ کړي چې د اسلامي امارت په اړه خپل نظر بدل، په خپلو پالیسو له سره کتنه وکړي او له خپلو هغو مواقفو شاتګ وکړي چې پخوا یې د اسلامي امارت په وړاندې اعلان کړي وو.
دا چې اسلامي امارت د یوه جهادي صف په حیث څرنګه د بریا مزل لنډ کړ، اصلي سبب خو یې د الله تعالی نصرت دی چې اسلامي امارت ته یې په خارق العاده ډول د نړۍ د خورا ستر زبرځواک په وړاندې د پایښت، مقاومت او بالاخره بریا توان ورنصیب کړ. که د ظاهري اسبابو اړخ یې وګوره عمده وجوهات یې دا دي چې اول خو د اسلامي امارت کړنلاره د کوم شخصي فکر یا ځاني اجتهاد په اساس نه بلکې د اسلامي علم، حنفي فقهې او د امت د یونیم زر کلنې علمي ذخیرې په اصولو استواره ده. دلته مسائلو ته د کوم فکري مکتب یا معاصر اجتهاد له عینکو نه بلکې د دیني علم د درنو او مؤثفو منابعو له زاویې کتل کيږي او په همدې اساس ورسره تعامل کیږي.
بله دا چې اسلامي امارت خپل ولس او ولسي ارزښتونو ته هم په درنه کتلي. اسلامي امارت په افغان ولس کوم پردی او وارداتي فکر نه دی تحمیل کړی. د ولس سره یې ګډه ژبه موندلې، د خپل مؤمن ولس اعتماد یې خپل کړی او ولس یې د جهادي صف تر شا د یوه کومکي او ریزرف ځواک په حیث بسیج ساتلی.
که مو پام وي د وروستیو لسیزو زیاتره جهادي خوځښتونه په بې ځایه ټکرونو کې کمزوري او له منځه لاړل. اسلامي امارت د مبارزې په تاریخ کې همیشه خپل مشخص هدف ته متعهد او ځیر پاته شوی. له مسائلو سره یې د اولویت بندي په اساس چلند کړی. خپل ځواک یې منسجم، متحد او په ټاکلو اهدافو مرکوز ساتلی دی.
اسلامي امارت د جوش او هوش تر منځ بیلانس تل رعایت کړی دی. مصلحت چې د اسلام یو ستر باب دی په خپل ځای یې لازمه استفاده ترې کړې. خو په مصلحت اندیشي کې تر هغه حده نه دی اخته شوی چې خبره انحراف ته ووځي.
د اسلامي امارت مبارزه چې په خورا اغزنه لار یې بریمن سفر جاري ساتلی په دې ارزي چې په خورا دقیق ډول مطالعه شي. د اسلامي نړۍ په کچه اسلامي خوځښتونه په خاص ډول د تحقیق او مطالعاتو مراکز باید په دې اړه پوره څیړنې وکړي. تر څو د دې اسلامي صف د بریا رازونه را څرګند او مسلمانانو ته تعریف کړي.
له شک پرته د اسلامي امارت مبارزه د دې وړ ده چې د اسلامپالو مبارزو لپاره د لارې مشال او یوه غوره بیلګه شي. راتلونکي نسلونه کولای شي په همدې پلونو د مبارزو سختې لارې ووهي او بالاخره د بریا تر منزله ځانونه ورسوي.

Related posts