دسمبر 05, 2020

د اسلام په اړه د فرانسې د جمهور رئیس د بې مسئولیته خبرو په غبرګون کې د اسلامي امارت اعلامیه

د اسلام په اړه د فرانسې د جمهور رئیس د بې مسئولیته خبرو په غبرګون کې د اسلامي امارت اعلامیه

په دا وروستیو کې د فرانسې جمهور رئیس ( مکرون) د اسلام په ضد بې مسئولیته خبرې کړې او تور يې پورې کړی چې ګنې اسلام په نړۍ کې له انزوا سره مخ ده او تغیرته ضرورت لري، په فرانسه کې به په مسلمانانو باندې محدودیتونه وضع کړي او داسې نورې خبرې.

اسلامي امارت د فرانسې د جمهور رئیس دغه رازخبرې غندي او هغه د ملتونو په ضد دريځ بولي.

ښه داده چې نوموړی د اسلام په ضد د بې خبرانه څرګندونو پرځای د اسلام دین دقیق مطالعه کړي، د اسلام په اړه د دښمنو کړیو د ناقصو معلوماتو په اساس بې ځایه خبرې ونکړې او له داسې موقف څخه ډډه وکړي چې هغه د نړۍ امنیت پرخلاف وي او د ملتونو ترمنځ نفرتونه او کرکې را پاروي.

دا څووم ځل دی چې په فرانسه کې د اسلام سترپيغمبر حضرت محمد صلي الله علیه وسلم ته منسوب کارتون خپریږي او په دغه هیواد کې ځينې شریرې کړۍ د مسلمانانو په اړه غلط تصور وړاندې کوي.

د افغانستان اسلامي امارت

۸/۳/۱۴۴۲هـ ق

۴/۸/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/10/25م

Related posts