دسمبر 05, 2020

په جعلي پلمو د مذاکراتو بهیر نشي مختل کیدای!

په جعلي پلمو د مذاکراتو بهیر نشي مختل کیدای!

د ورځي خبره:

د کابل ادارې بې رحمه او ناترسه چارواکو ددې لپاره چې د سولې او بین الافغاني خبرو اترو روان بهیر نور هم ټکنی او وځپي نو په عجیبو جعلي پلمو او د ساختګي پېښو په طرحه کولو او اجرا کولو یې پیل کړی دی.

د کابل رژیم ګوډاګيو چارواکو د همدې ساختګي پېښو د طرحه کولو او د مذاکراتو په بهیر کې د خنډونو ايجادولو په لړ کې يې یو وار بیا تېره ورځ د کابل په دشت برچي سیمه کې د کوثر په نامه په یوه علمي مرکز د داعشي ملیشو په توسط غملړلی برید ترسره کړ چې له امله یې لسګونه هيوادوال مړه او ټپیان کړل، لدې پیښي څخه دوه ورځې وړاندې یې د تخار بهارک په ولسوالۍ کې د کابل ادارې وحشي ملیشو يو جامع جومات په نښه کړ چې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر د قرانکریم حافظان او طالبان شهیدان کړل.

اسلامي امارت د کابل د کوثر په روزنیز مرکز برید په صریحو الفاظو او سپینو ټکو محکوم او ورسره هر ډول تړاو یې رد کړ.

اما د کابل ادارې بې شرمه او سپین سترګو ویاندویانو دواړه پېښې له رسنیو سره په زېر او زور شریکې کړې او کوشش یې وکړ چې د کوثر روزنتون په برید کې اسلامي امارت ښکیل وګرځوي، دغه راز یې د تخار د شهید شوي جومات او معصومو حافظانو په شهادت سترګې پټي کړي، جومات یې نظامي مرکز، طالبان او حافظان یې وسلوال مجاهدین یاد کړل.

د کابل اداري کاذبو ویندویانو رسنیو ته وویل چې طالبان له امریکاسره د شوي تړون درناوی نه کوي او حملو ته یې زور ورکړی.

خو حقیقت دا دی چې نړۍ او افغانان په دې پوه دي او دا درک او فهم لري چې د کابل اداره نوره د حتمي زوال او سقوط په ګړنګ ولاړه ده، اوس که هر څومره جعلکاري، فرېب تشهیر او پیاده کړي؛ څوک ورباندې باور نه کوي.

اسلامي امارت چې څه وایي؛ په هغه ټینګ عمل او کلکه دفاع ورڅخه کوي. د مثال په توګه څو ورځې وړاندې یې په تخار ولایت کې له سلو تنو زیات کومانډویان چې د افغانانو د وژلو، ربړولو او ځورولو په نیت تربیه او استخدام شوي وو او د مظلومو پرګنو په ضد د عملیاتو کولو په نیت روان وو د خپلو اعمالو په سزا ورسول او اسلامي امارت یې مسؤلیت واخیست او له خپل عمل څخه یې په مېړانه او شجاعت ننګه او دفاع وکړه، دا چې د کابل د کوثر انسټیټیوټ په پېښه کې یې هېڅ ډول دخل او لاس نه درلود نو په صراحت سره یې وویل چې مونږ پورې اړه نلري.

د اسلام او افغانستان دغو غلیمانو ته دې جوته وي چې تاسي نور د محوې او نابودۍ د کندې په څنډه ولاړ یئ د مکر او فریب ټول دامونه او لومې مو شلیدلي او له منځه تللي دي، خپلو بادارانو درنه عملاً لاس اخیستی او د افغان مظلوم ولس په مینځ کې هېڅ ځای او خواخوږي نلرئ؛ که چېرې تاسې دا فکر کوئ چې له دې وروسته به په دا ډول جعلي پلمو او د داعشي ملیشو په توسط د ترسره کوونکو جنایتونو په مټ به یوځل بیا د غرب، امریکا او نورو هیوادونو همدردي راجلب کړئ او یا به د افغانانو یو څه ملاتړ ترلاسه کړئ، دا به مو هسې خوب او خیال او تش جنون وي چې هیڅ ګټه به درته ونکړي.

ښه به دا وي چې نور د افغان ولس له دښمنۍ او ټول وژنې څخه لاس واخلئ او د خپلو بادارانو برخلیک او حالت د ځان لپاره د عبرت ټکي وګرځوئ.

Related posts