دسمبر 01, 2020

د عمري لښکر ویاړلی ستوری استشهادي مجاهد ملا مصطفی ریاض تقبله الله

د عمري لښکر ویاړلی ستوری استشهادي مجاهد ملا مصطفی ریاض تقبله الله

لیکوال عبد الله فاتح

زوکړه او زده کړه يي
شهید ملا مصطفی ریاض د عبد السلام جلالي زوی د غلام دستګیر اکا لمسی د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ د غلام رباط د چینو د منطقې د مهاجرینو د کلي اوسېدونکی وو چې په همدې کلي کې په (16/12/1373) کې نړۍ ته سترګي غړولې.
شهید ریاض تقبله الله له ماشوتوب څخه څه نا څه دیني زده کړي کړې وې، خو د ګران هیواد حالاتو د نوموړي پاک احساس آرام ته پرېنښود او د زده کړو پر ځای يې د خپل استعداد تمرکز پر سپېڅلي جهادي مبارزه ور ټول کړ، تر څو چې د همدې سپېڅلي مبارزې په هسکو پوړیو کې د بري تر منزله ورسید او له رب سره کړي وعده يې پوره کړه. نحسبه کذلک والله حسیبه، وَلاَ يُزَكِّي عَلَى اللَّهِ أَحَدًا.
د مصطفی ریاض شهید پروره کورنۍ
د عبد السلام جلالي صیب کورنۍ د منطقې په لحاظ یو له مشهورو جهادي کورنیو څخه شميرل کیږي، په خپله جلالي صیب د روسانو سره په مبارزه کې مشهور او وتلی مجاهد و، په زابل کې د سرخوګان جبهه ډیره مشهوره وه، جلالي صاحب په هغه جبهه کې له مشیرانو مجاهدینو شمېرل کې دی، د جلالي صیب ورور عبد المتین هم له مشهورو مجاهدینو شمیرل کیدی، عبد المتین له روسانو څخه د ازادي له ګټولو وروسته د اذربایجان د مسلمانانو د کومک لپاره ولاړ او هلته يې په ډیرو جهادو عملیاتو کې شرکت وکړ، چې بالآخیر روژه په خوله د شهادت لوړ مقام ته ورسید. تقبله الله
د جلالي صیب مشر زوی ملا محمد اسحاق ضیاء هم د اسیر په دلګۍ کې یو له مشهورو اتلانو څخه وو او د امریکایانو سره د مقابلي په دوران کې یو له ښو ماینکارانو څخه شمېرل کېدی، ډیر ځله يې له دښمن سره په مخامخ مبارزه کې هم شرکت کړی و، چې بالآخیر یولس کاله وړاندي شهید شو. تقبله الله
استشهادي مصطفی د جلالي صیب د کورنۍ دا دی دریم شهید دی، چې له رب تعالی څخه ورته د نعم البدل غوښتونکي یو.
د جهادي مبارزې پیل
نوموړی لا ماشوم و چې امریکایانو پر ګران هیواد یرغل وکړ، چې ورسره په ټول هیواد کې د جهاد سنګرونه ګرم شول، اشغالګرو د زور او زر په زور ډیری ضعیف الایمانه افغانان ځان ته را مات کړل، چې بالآخیر د ریاض پلارنی ټاټوبی هم د امریکايانو تر وحشي یرغل لاندي راغلی او ورسره د اربکیزم لړۍ ګرمه شوه، په دې وخت کې ریاض د کشرتوب له امله په جهادي عملیاتو کې ګډون نشو کولای، البته په پټه يې له مجاهدینو سره د ترصد او ماین خښونه کې پوره همکاري کوله، اته کاله وړاندي د ماین په یوه حادثه کې د دښمن له خوا کشف او رسوا شو، چې له دې سره له خپل پلارني ټاټوبي هجرت ته مجبور شو، او عملا يې د شهید ملا محمد نبي اخندزاده (اسیر) رحمه الله په دلګۍ جهادي مبارزه پیل کړه، له دې وروسته تقریبا پوره اته کاله له خپل کور او کلي څخه مهاجر وو او جسد مبارک يې هم په خپله پلرنۍ هدیره کې دفن نشو.
د استشهادي کنډک غړیتوب
د اسلام دا اتل په 2015م کال کې د دین په ننګ او د یرغلګرو څخه د انتقام په پار له استشهادي کنډک سره یو ځای شو، هلته يې عسکري او بدني روزه تر سره کړه، نوم يې د استشهادي کنډک په جدول کې ثبت کړ او د استشهادي عملیاتو لپاره يې تقریبا تر پنځه کال زیات انتظار وکړ.
د ریاض د زیاتي زړورتیا له امله مشیرانو د استشهادي کنډک د لیزري قطعې د شمولیت ویاړ هم ورکړ، او د ملګرو په منځ کې په ښه لیزري او نښه ویښتونکي سره مشهوره و، عثماني د ده ډیر نیږدې ملګر دی هغه وايي: چې ریاض د ډیرو عالي صفاتو خاوند و، ښه تقوا، حیا، غیرت او زړورتیا يې درلوده، کله چې به ریاض په عملیاتو کې موجود و، مشران ملګري به ډیر ورباندي خوښ ول.
د استشهادي کنډک د لیزري قعطې مجاهدین به تل سیار ول، چرته چې به پر دښمن باندي د پرېکنده عملیاتو پلان ترتیب شو، هلته به یادي قطعې ځان رساوه نو له همدې امله مصطفی ریاض هم په زابل، روزګان، هلمند، فاریاب او بادغیس ولایاتو کې د دښمن په وړاندي په مکرر ډول په عملیاتو کې شرکت کړی، چې په دې وخت کې دوه ځله سخت زخمي هم شو.
د عثماني له قوله چې ویل يې: له ریاض سره مي له 2005م کال څخه شناخت او تعلق و، ډیر متدین، غیرتمند او اخلاقي انسان و، عثماني وايي: چې په وړاندي مي ډیری ملګري له لاسه ورکړي خو د ریاض شهادت راته نه جبرانېدونکی دی، او دی وايي: چې ریاض د عملیاتو په جریان کې ډیر زیات حوصله لرونکی انسان و، چې کله هم د دښمن تر تاثیر لاندي نه راتلی، او داسي خلک تل فتح راوړي، او د دښمن په وړاندي يې مقابله همیشه مؤثره وي، او د عثماني له قوله چې تقریبا پنځلس کاله مي نیږدي ورسره تېر کړل خو نه ما په خپله وليدی او نه مي له بل ملګري څخه واورېدل چې ریاض دي له خپل ملګرو سره لفظي شخړه کړي وي، خو پر دښمن بیا ډیر سخت و، د {أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ} عملي مصداق و.
د سپېڅلو مجاهدینو یو قدر مشترک همیشه وي، هغه په مصطفی ریاض کې هم موجود و، مرحوم ریاض تل صلاة تهجد ته پاڅېدی او همیشه يې په شپه کې له خپل رب سره تعلق قائماوی.
د ژوند خاطرې يې
کله چې ریاض د جهاد صف ته عملا داخل شوی نه و هم يې له یرغلګرو او د هغوی له غلامانو څخه زیاته کرکه درلوده، یو ورځ د دوی په کلي کې اربکیان تېرېدل ریاض یو موټرسائکل سپور اربکی په ډبره پر دا سر ویشتی، اربکی د ریاض له وار سره سم پر زمکه را ايله سو، ریاض پر ورمنډه کړه او اربکی يې تخته کړ، د اسلحې د اخیستلو کوښښ یې کاو چې نور اربکیان ورباندي راغلل او ریاض منډه کړه، د شا له خوا اربکیانو ډیر ټکان ورپسي وکړل، د ریاض تر پایڅو لا مرمۍ ووتلې، خو الله نجات ورکړ.
د ریاض د سنګر ملګري کیسه کوي چې یو ځل په روزګان کې سخت جنګ و، ډیر مجاهدین زخمیان او شهیدان سول، او نور شاته ولاړل، ریاض هم درې ځایه په سر کې، دوه که درې ځایه په ځیګر او پښو کې لګېدلی و، خو بیا يې هم پر دښمن پرېکنده وارونه کول او د زخمیانو او شهیدانو ملګرو په منځ کې يې نارې وهلې چې څوک ژوندي یاست چې را واموخلم.
یو ځل مشیرانو ملګرو مشوره وه، ریاض ته يې وویل چې ته لږ پیره وکړه، زموږ مجلس ده، هغه ملګری وايي: چې زما ریاض له یاده ووتی، ماښپین چې ورغلم ریاض پر هغه ځای باندي ناست دی، ما ورته ویل: چې د الله بنده زما خو له یاده ووتلې پیره خو یو ساتکی وه، ولي وطاق ته نه راتلې، دی وايي: چې ریاض ویل: چې تا را ته وویل: چې پیره کوه بس ما هم دا دی تر اوسه پیره وکړه، دا د ریاض مرحوم د اطاعت او ایثار یو ژوندی مثال دی.
سپېڅلی شهادت يې
ریاض د مشیرانو ملګرو په هدایت د روزګان ولایت ته مأمور شو، چې هلته د استشهادي کنډک د لیزري قطعې له مجاهدینو سره یو ځای شي، مصطفی په همدې تکل سفر پیل کړ، او د سنګر مجاهدین وايي: چې موږ د مصطفی راتګ ته ډیر خوشحاله و، خو کله چې ریاض (08/10/2020م) د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالی څخه د کابل کندهار پر سړک اووښت، د نامرد دښمن له لوري په نښه او د شهادت لوړ مقام ته ورسېد. تقبله الله تعالی
په سـړيو کې سـړي در پسـې مـات شول
ازادۍ چـنار زلـمـي در پـسې مـات شول
لا دې څـومـره پـوروړي يو نور عـشـقـه!
هم سـرونه هـم زړګـي در پسې مات شول

هوکي!
که قرباني نه وای، دین به مو له تحریف څخه نه و ساتل شوی، که ایثار نه وای، تل به د غلامی په زنجیر تړلي وای، که سرشندنه نه وای، نسلونه به مو له دین نه پردي شوي وای، که جهاد نه وای، سرلوړي به نه وای، که اشتسهاد نه وای، د ایغوریانو، برمیانو او نور مستضعفو مسلمانانو په کتار کې به ولاړ وای، او بالآخیر که استشهاد نه وای، د تاریخ له صفحې به حذف شوی وای.
د اتلو زلمو په قربانيو کې زموږ د مظلوم پرګنو د خوشحاليو راز انغښتی دی، ویښ زلمي تل د خپل سرو په بیه نورو ته ژوند وربښي، خپل ځان د بارودو په اور کې لولپه کوي خو امت ته له غلامي څخه نجات ورکوي، د تاریخ میړنيو په بې ساري قربانيو معاصر فرعون ته چې په نړۍ کې يې سیال نه پژاند او د انا الحق ناره يې شعار و د عبرت داسي درس ورکړ، اوس په خپله د امنت برب موسی وهارون ناره کوي.

2020-10-17

Related posts