دسمبر 05, 2020

میدان وردګ: نرخ کې د اشغالګرو ډرون برید ۳ ماشومان شهيدان کړل

میدان وردګ: نرخ کې د اشغالګرو ډرون برید ۳ ماشومان شهيدان کړل

په عام اولس د وحشي دښمن د بریدونو او بشر ضد جنایاتو په دوام پرون ماښام اشغالګرو د میدان وردګ ولایت، نرخ ولسوالۍ اړوند د چینو کلي ته څېرمه په اولسي خلکو ډرون برید کړی، چې له کبله یې د جیلاني خان په نوم د یو عام کلیوال ۳ تنه واړه زامن چې عمرونه یې له ۳ کالو تر ۱۱ کالو پورې وو شهيدان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په سیمه کې د جګړې او نښتو هیڅ ډول پېښه نه ده رامنځته شوې.

2020/10/26

Related posts